Homeخبرونهپه کابل پولي‌تخنیک پوهنتون کې د هوافضا او پرمختللو سیستمونو پوهنځی جوړېږي

په کابل پولي‌تخنیک پوهنتون کې د هوافضا او پرمختللو سیستمونو پوهنځی جوړېږي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) د لوړو زده‌کړو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کابل په پولي‌تخنیک پوهنتون کې یې د «هوافضا انجینري او پرمختللو سیستمونو» پوهنځی جوړ کړی دی. د دغه پوهنځي له مهمو څانګو څخه یوه د بې‌پیلوټه الوتکو او رادار انجینري ده.

د لوړو زده‌کړو وزارت په وینا، دغه پوهنځی به څلور څانګې ولري:

  • د بې‌پیلوټه الوتکو او بې‌پیلوټه سیستمونو انجینري؛
  • د الوتکو انجینري؛
  • د هوافضا انجینري؛
  • د رادار او د الوتکو د برېښنايي سیستمونو انجینري.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویلي چې په ټول افغانستان کې یې د پوهنتونونو په کچه ۲۴ نوي پوهنځي جوړ کړي او په موجودو پوهنځیو کې یې ۲۹ نوې څانګې هم رامنځته کړې دي.

تر اوسه روښانه نه ده چې د بې‌پیلوټه الوتکو د جوړولو د زده‌کړو په برخه کې له کوم هېواد څخه مرسته ترلاسه کېږي خو باور دا دی چې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو په وړاندې د افغانستان له لوري د بې پېلوټه الوتکو بریدونو افغان چارواکو ته انګېزه ورکړې چې د بې پېلوټه الوتکو برخې ته پام زیات کړي.

د لوړو زده‌کړو وزیر د یکشنبې په ورځ وویل چې وزارت یې بهرني استادان هم ګومارلي، خو د دغو استادانو د هېوادونو او دندو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.

د افغانستان دفاع وزارت د تېر کال د کب میاشتې په وروستیو کې هم د وسلو او بې‌پیلوټه الوتکو د ترمیم او جوړولو لپاره د یوې فابریکې د جوړېدو خبر ورکړی و.

دفاع وزارت تر دې مخکې ویلي و چې ځینې هوايي دفاعي سیستمونه او تجهیزات یې بېرته فعال کړي او له هغو څخه یې له پاکستان سره په نښتو کې کار اخیستی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه...