Homeخبرونهد م.م. سرمنشي: د افغان ښځو پر کار بندیز دې سمدستي لغوه...

د م.م. سرمنشي: د افغان ښځو پر کار بندیز دې سمدستي لغوه شي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش تېره شپه (د امریکا د یکشنبې ورځ) په یوه خپاره کړي بیان کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د «تبعیضي» سیاستونو په غندلو سره، له طالبانو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز سمدستي لغوه کړي.

ګوټیریش په دې بیان کې ویلي، د طالبانو دغه سیاستونه د ښځو او نجونو لومړني حقونه تر پښو لاندې کوي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ، ثبات او نړیوالې ټولنې ته د بېرته ورګرځېدو پر وړاندې جدي خنډ جوړوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز ویلي چې سبا، د وږي ۱۶مه، یو کال پوره کېږي چې طالبانو په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو پر ننوتلو بندیز لګولی دی.

هغه وویل، دغه بندیز د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون، د نړیوالو قوانینو له اصولو سره په ټکر کې دی او د افغانانو لپاره د مرستو رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو وړتیا یې محدوده کړې ده.

ګوټېریش ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو د ټولو کارکوونکو حضور په کاري ځایونو کې د دې سازمان د فعالیتونو د دوام او د زیانګالو خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او نجونو، د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لازم دی.

هغه زیاته کړې چې د ښځینه کارکوونکو له حضور پرته، افغان ښځو او نجونو ته د بشري مرستو او اړینو خدمتونو رسول لا ستونزمن کېږي.

ګوټېرېش یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز سمدستي لغوه کړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې په خوندي ډول او له خنډ پرته په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته تګ راتګ وکړي.

هغه همداراز له طالبانو وغوښتل چې پر ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه او محدودیتونه لغوه کړي او په ټولنه کې د هغوی د بشپړ او برابر ګډون زمینه برابره کړي.

طالبانو د ۱۴۰۲ کال د وري په میاشت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځو پر کار بندیز ولګاوه. دغه پرېکړه له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوه، خو طالبانو تر اوسه دا بندیز نه دی لغوه کړی.

تر دې وړاندې طالبانو د افغانستان په ګڼو دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زینت امان د خپل دوهم واده ترخې تجربې بیان کړې

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۹ مه) د هند مشهورې فلمي ستورې زینت امان له خپل دوهم مېړه مظهر خان سره د ګډ ژوند...