Homeخبرونهیو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او...

یو شمېر افغان فرهنګیان: د ژبو په اړه دې له پاروونکو او ناعلمي بحثونو ډډه وشي

تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۱۶ مه) یو شمېر افغان لیکوالو او فرهنګي شخصیتونو د افغانستان د ژبو، لهجو او ملي مسایلو په اړه د وروستیو بحثونو په غبرګون کې له افغانانو غوښتي چې له «پاروونکو، ناعلمي او د ملي یووالي خلاف» څرګندونو ډډه وکړي.

دغو فرهنګي شخصیتونو د یکشنبې په ورځ په یوه ګډ بیان کې ویلي چې د افغانستان ټولې ژبې د هېواد د ملي فرهنګ ارزښتمنې برخې دي او د ژبني، ادبي او فرهنګي تنوع ساتنه باید د بېلتون او تقابل پر ځای د ملي یووالي او پیوستون لپاره د ګډ محور په توګه وکارول شي.

په بیان کې ویل شوي چې افغانستان له ګڼو ستونزو او بحرانونو سره مخ دی او په اوسنیو شرایطو کې باید د بې‌معنا او ناعلمي شخړو پر ځای د ګډ فرهنګ او تاریخي حافظې له لارې د ستونزو د حل پر علمي او منطقي لارو تمرکز وشي.

لاسلیک کوونکو له لیکوالو، فرهنګي شخصیتونو، ځوانانو، رسنیو او په ټولنیزو رسنیو کې له فعالو افغانانو غوښتي چې د ژبو او نورو ملي موضوعاتو په اړه له «خوابدوونکو او ناعلمي شخړو» لاس واخلي او د هېواد ملي یووالي ته نور زیان ونه رسوي.

دوی ویلي، له خپلې مورنۍ ژبې سره ریښتینې مینه باید د علمي او فرهنګي هڅو له لارې د هغې په پیاوړتیا کې څرګنده شي، نه دا چې د نورو ژبو او فرهنګونو پر وړاندې د مقابلې په وسیله بدله شي. د بیان له مخې، ژبې د علمي څېړنو، لیکنو، ژباړو او د نویو اثارو د رامنځته کولو له لارې بډایه کېږي.

د دوی د بیان په یوه بله برخه کې د ګړدودونو، سیمه‌ییزو لهجو، معیاري ژبې او واحد لیکدود په اړه وروستیو بحثونو ته هم اشاره شوې ده. لاسلیک کوونکي وايي، لهجوي تنوع د یوې ژبې د بډاینې نښه ده او د ژبې د معیاري کولو او علمي کولو په اړه پرېکړې باید د علمي او اکاډمیکو بنسټونو له لارې وشي، نه د اشخاصو د شخصي دریځونو پر بنسټ.

دوی ټینګار کړی چې د ژبو په اړه علمي اجماع او د یوه معیاري نظام جوړول ملي ثبات او مناسب چاپېریال ته اړتیا لري او اوسنی وضعیت د بې‌ځایه شخړو لپاره مناسب وخت نه دی.

په بیان کې ویل شوي چې افغانستان اوس تر هر څه وړاندې د خلکو د ژوند د شرایطو ښه کېدو ته اړتیا لري او ټول افغانان باید د یوه ملت په توګه د هغو ستونزو د حل لپاره هڅه وکړي چې ګډ ملي ژوند ګواښي.

دا ګډه اعلامیه استاد حبیب‌الله رفیع، سرمحقق زلمي هېوادمل، عبدالباري جهاني، استاد محمدآصف صمیم، ډاکتر زرین انځور، پوهاند محمدبشیر دودیال، پوهاند بریالی باجوړي، پیرمحمد کاروان، ډاکتر عبدالغفور لېوال او پوهاند لعل‌پاچا ازمون لاسلیک کړې ده.

4 COMMENTS

  1. درنو لوستونکو ته سلام او په درنښت!
    ما دغه تبصره د ښاغلي عبدالشهید ثاقب د یوې لیکنې په اړه لیکلې وه. د هغه په لیکنه کې یو شمېر پښتني مشاهیرو لکه جهاني، اتمر، احمدزي او نورو ته نغوته شوې وه، چې ګواکې دوی ویلي، چې افغانستان ملي ژبه نه لري، مګر دوې رسمي ژلې: پښتو او دري! خو پر ځای مې وګڼله، چې د ښاغلي عبدالرحمن ثاقب د لیکنې په تأیید دلته هم خپره شي.
    در مورد قانون اساسی افغانستان باید یاد کرد که در سال ۱۹۶۴ (۱۳۴۳) وقتیکه من حتی تولد هم نشده بودم در زمان اعلیحصرت ظاهر شاه تصویب شد. آنزمان پارلمان، حکومت و دولت هم قانونی بود و مملکت زندګی صلحآمیز داشت و از طرف نظامیان خارجی اشغال نبود و کدام تحدید اجتماعی همچنان نبود.
    بعد از کودتاه نظامی سردار داود در مملکت همه و همه چیز دګرګون شد. رقابت احزاب چپ و راست به اوج رسید. داود خان یک دیکتاتوری عاموتام را به وجود آورد، مخالفین بسیار ظالمانه سرکوب شدند، که میوندوال و غیره امثال هم!را یاد کرد!
    بعد از قانون اساسی سال ۱۹۶۴ هیچ قانون اساسی دیګر در زمان خودکامی مملکت ساخته و تصویب نه شده. بعد از کودتا ثور روس ها به افعانستان یورش بردند و مملکت توسط شوروي اشغال شد، بعدأ مجاهدین تحت حمایه پاکستان و ایران و بعدأ از ۲۰۰۱ الی ۲۰ سال دوران اشغال امریکا و ناتو بود. در زمان اشغال هیچ قاتون اساسی قابل قبول ملت افغان نیست.
    در سال ۱۹۶۴ م بر اساس قانون اساسی پشتو و فارسی زبان های رسمی مملکت یاد شدند و زبان پشتو یګانه زبان ملی مملکت درج قانون اساسی شد! اشخاص را که شما یاد کرده اید باید یادآور شد که تمام شان در زمان اشغال وزرای زمامداری کرزی و اشرف غنی بودند! همکاری با اشغالګر تساوی به خیانت ملی است، بلخصوص کسی که در غرب زنده ګی میکرد و ضرورت رفتن به افغانستان نداشتند اما باز هم با اشغالګر همکاری کردند! اما فعلا عقده ګشایی میکنند و اقوام برادر را فکرأ و ذهنن منحرف میکنند!
    در هر مملکت زبان قوم اکثریت حیثیت زبان ملی را داراست! در افغانسنان اکثریت نفوس نظر به تحقیق ملل متحد الی ۶۴ فیصد پشتون ها هستند! حتی اګر احصایه سیاسی امریکا و سیا را هم مدنظر بګیریم آنها همچنان متفق اند که اکثریت ملت افغان پشتون هستند! مسله زبان ها در ۱۰۰ سال اخیر جدی شده است، اېنکه قبلا زبان دربار و اداره فارسی بود، اما الحال پشتون ها قدرت دارند و کوشش میکنند به پشتو خدمت اراءه کنند! قسمیکه بار ها یاد شده است که در صده اخیر در تمام قفقاز، آذربابجات، هندوـچین و روسیه ګلیم فارسی جمع شده! پشتون ها حالا در مسیر تاریخ هویت و ملت سازی اند! در ایران قوم فارس صرف ۳۵ در صد است، که در پهلوی اقوامی چون آذری، بلوچ، تورکمن … وغیره زندګی میکند، اما زبان شان ملی است. در تورکیه پهلوی تورک ها همچنان کورد، تورکمن، عرب … و غیره همزیست هستند اما زبان رسمی و دولتی تورکی است، حتی غیر تورک ها در کوچه و بازار به زبان خود اجازه تکلم ندارند! لطفأ به زبانتان کار کنید، که مواد تحصیلی، علمی داشته باشند!به امید موفقیت تان!
    وسلام،

  2. یو څو ټکی:
    ۱ – که به زه د محنرم ډاکټر صاحب لمر د تبصری په څرنګوالی پوه شوی یم وا زویه.
    ۲ – که پښتو ملی ژبه وګڼل شی ( چی یقیناً ملی ژبه ده) نو د مځکی پر مخ به افغانستان یوازنی هیواد وی چی سرداری واکمنان ئی د ملی ژبی د تکلم څخه عاجز وه ضمناً پښتون ترین باسواد قشر د سرداری دربار د چاپلوسی په منجلاب کی دومره ډوب وه چی د خپلی مورنی او ملی ژبی د وړ خدمت شِمه او توان او حتی جرئت ئی نه درلود ( البته لاپی او شاپی او باټی ممنوع – عملی نتیجه نه احساسیده).
    ۳ – د ثروت او مځکی او باغ او ښځی او اوبو او معدنی زیرمو او….. د تصاحب او مالکیت او همدارنګه د معنوی ارزښتونو یا فکری مبارزو پر سر به د انسانانو تر منځ خپلمنځی دعوی او شخړی او جنجالونه تر ډیره د توجیه وړ وی خو د ژبی د اصالت د اثبات پر سر ( هغه هم کثیر الالسنه هیواد یعنی افغانستان) کی د وړونو هیوادوالو تر منځ خپلمنځی شخړی او جنجالونه په هیڅ توګه د منلو وړ نه دی بلکه د موجودو ژبو د سالمی ودی او پرمختګ په لیاره کی لوی خنډ او ضمناً د عمومی متقابلی کرکی او نفرت لامل ګرځی.
    ۴ – کاشکی د پښتو ژبی ناوی یا له ۲۰۰ کلونو مخکی د خپل ښکلی زوم ( میړه) په توده او عشقی غیږه (دربارونو) کی پرته وای یا په ۱۳۵۷ کی هم په نامناسب لباس او فورم او انګیزه ارګ ته نه وای ننوتلې.
    د پښتو ناوی ځکه په ارګ کی په اصطلاح نُک وواهه او سپین کمیس ئی پر سپیره مځکه وڅکید او خړ شو چی زوم او خُسرګنی ئی بیله پښتو ژبی ته د پاملرنی پرته نور د ټولنی د غړو هیڅ ډول معنوی ارزښتونو ته هیڅ ډول درناوی او عقیده نه درلوده.
    ۵ – پښتو ژبه به هله رنګینه او وزینه او شیرینه او مالګینه او وریښمینه او زرینه شی چی زما پښتون ورور او خور ددی لعنتی جملی د تکراری ویلو څخه وژغورل شی ( یوه ګوله ډوډی خو راکه خیر یوسی ).
    بناءً امیرالمؤمنین باید پوه شی چی نه دی رښتینی امیر دی او نه پښتون وولس رښتینی مۇمن دی ( مؤمن خو باید نه وږی وی نه ناروغ او نه جاهل ).
    که څنګه؟

  3. ښاغلي غلام حضرت ته په سلام او درنښت!
    په تبصرې کې یاده شوې، چې د یو لیکوال (ښاغلي عبدالشهید ثاقب) د لیکنې په اړه ما د افغانپېپر په برېښناپاڼه کې لیکلې وه او د ښاغلي عبدالرحمن ثاقب د لیکنې پر تآیید دلته راپورته کړې ده، چې موضوع کې یې د قوانینو د منلو او ولې نه منلو علتونه په نښه شوي او همدا ډول دې ته نغوته شوې، چې په وروستۍ سلنه کې د فارسي لمن له ډېرو ملکونو ټوله شوې، چې د سیمو ملي ژبو یې ځای ډک کړی او یا د انګرېزي او نورو ژبو تر اغېز لاندې له منځه تللې. د افغانستان د ۱۳۴۳ لمریز کال، چې د میلادي له ۱۹۶۴ سره برابر دی او د ظاهر شاه په واکمنی کې د افغانستان اساسي قانون تصویب او پلی شوی دی.
    د سردارانو دولتداري همدومره وکړل، چې مملکت یې ۵۰ کاله آرام ساتلی وو او ګام پر ګام پر مخ تللو. له ۵۰ کلونو ټول آخته ول، چې هغه څه وران کړي، چې د سردارانو په واکمنیو کې رغول شوي ول.
    همدغو سردارانو تر ۱۹۳۶ کاله د لسو کلونو په بهیر کې پښتو د ټول مملکت د معارف ژبه کړه، مګر همدغه فرهنګیان ول، چې سپارښتنه یې وکړه، چې د پښتو درسي مواد نشته او کدرونه هم نه لري، ځکه نو فارسي یې بیرته په ښوونځیو کې رواج کړه! چې شمال د فارسي ژبې کهول او جنوب د پښتو ژبې برخه یاده شوه، چې دغه دوالیزم تر ننه له ملته قرباني اخلي، ځکه پر اوزبک، تورکمن، شغناني … او نورو فارسي تحمیل شوه، چې نتیجه یې اوس موږ ګورو! اما د قانون په اډانه کې همدغو سردارانو پښتو د ملت ملي ژبه درج کړه، چې اوس موږ پرې استدلال کوو. په دې هیله، چې زما په موخه پوه شوي واست. ستاسو د بري په تمه، وسلام

  4. سلامونه دوستانو او درنو تبصره کوونکو.ډیری غوره شننی او کره کتنې شویدی.لکه چی د درانه لمر صیب په تبصره کی دی ټکی ته نغوته شویده چی ملی ژبه د اکثریت په بنسټ ټاکل کیږی او همداسی هم ده دغه نیږی پاکستان کی تر ۴۰میلیونه زیات پښتانه اوسیږی مګر ملی ژبه یی اردو ده.بله د سوچ خبره دا هم ده چی زموږبهر میشتی او ځنې په کور د ننه غیر پښتانه اوس د دری پخای د فارسی ژبی خبره کوی او دری ژبه له نظره غورځوی. سوال دلته دی چی ایا دافغانستان دری ژبه له فارسی ژبی سره څومره اړخ لګوی او څومره توپیر ورسره لری؟ که لغتونو ته سر ورښکاره کړو د دری ژبی او د ایران دفارسی ژبی د لغتونو ترمنخ ډیر زیات توپیر تر سترګو کیږی یوازی د ګرامر اړخ او ارتباطی توری یی سره ورته دی. نواوس دلته په کور د ننه چی موجودی اداری د کابل پوهنتون دژبو او ادبیاتو په پوهنځي کی د پښتو او دری ژبو څانګی دپوهنځیو کچی ته لوړی کړی پکار ده چی د افغانستان سوچه دری ژبه بیرته را ژوندی او ورغوی چی دیره روانه خوږه او ستندرد ژبه ده.پهمدی توګه د پښتو ژبی سره هغه پخوانی د میری سلوک باید له منځه یوړل شی او بډاینی ته یی کار وشی .او دا باید قانونی شی چی:هر هیواد وال کوم چی د امریت تر چوکۍ رسیږی باید په دواړو ژبو(پښتو -دری) باندی بشپړه وړتیا ولری. لدی لاری د ملت جوړونی کار پرمخ تللی شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

کلتوري رغونه او پرمختیا | رحمت ځواکمن

کلتور د یوې ټولنې د هویت، تاریخي حافظې، ټولنیزو اړیکو او ګډ ژوند مهم بنسټ دی. خو کلتور یوه ثابته او نه بدلېدونکې پدیده...