پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+د نابغه خوشحال د نبوغ راﺯ په څه کې دى؟

د نابغه خوشحال د نبوغ راﺯ په څه کې دى؟

عصمت الله ځلاند
ننګيالى د ﺯمانې.
کله چې د پښتو ژبې د ادبي او فرهنګي شخصيتونو يادونه کوو نو د ستر خوشحال بابا نوم د ټولو نومونو په سر کې راځي. پښتو او پښتانه چې ترڅو وي د خوشحال د خدمتونو مديون او مرهون دي. که هغه د ځان په اړه وايي، سم وايي چې:
که د نظم که د نثر که د خط دي
په پښتو ژبه مې حق دى بې حسابه
موږ خوشحال بابا د پښتو د لومړۍ ادبي دورې او معاصرې ادبي دورې له شاعرانو سره د کميت او کيفيت له مخې د هغه د پنځونو د توپير په حساب نابغه بولو.
په کيفي لحاظ که د خوشحال بابا منظومې ليکنې په ځانګړي ډول غزل او رباعيات ګورو نو مفاهيم يې په ډېر هنري انداﺯ پکې ځاى په ځاى کړي دي چې د لوستونکو د جذب ډېره وړتيا لري. په داسې حال کې چې د استاد ﺯلمي هېواد مل د پښتو ادبياتو د تاريخ په حواله تر خوشحال بابا د مخه د روښاني نهضت د شاعرانو او تر هغو وړاندې د پښتو د لومړنۍ ادبي دورې د اکثرو شاعرانو ليکنې هنري ارﺯښت نلري او خپلې مفکورې نېغ په نېغه په منظوم ډول وړاندې کوې.
په دې اساس که موږ وايو چې خوشحال بابا لومړنى شخص دى چې پښتو ادبيات يې د هنريت په ګاڼه سمبال کړل، مبالغه به نه وي.
خوشحال بابا سره له دې چې په ديني علومو پوهېده مګر شعرونه يې د روښانيانو په خلاف وچ مذهبي او نصيحتي رنګ نلري او په ډېره رندۍ سره وايې چې:-
شېخ دې لمونځ روژه کا ﺯه به ډکې پيالې اخلم
هر سړى پيدا دى خپل، خپل کار لره کنه.
په کمي لحاظ هم د خوشحال بابا آثارو‌ ته کتنه لا د تحير او تعجب سبب ګرځي. په داسې حال چې هغه د خپل ژوند ډېره برخه له مغلو سره په جګړې،  ﺯندان او همدارنکه د خپلو شوقونو لکه ښکار په پاللو کې تېره کړې ده خو بيا يې هم د اثارو شمېر د مشهور ختيځپوه ميجر راورټي له قوله تر دوه نيم سوو پورې رسيږي چې دا د خوشحال بابا په نبوغ باندى ډېر واضح او صريح دليل کېدلاى شي.
د خوشحال بابا يواﺯې منظومه شاعري تر (1095 ه ق) کاله پورې تر څلويښت ﺯره بيتونو اوښته چې ښايې په پښتو کې په دومره تعداد شاعري بل چا نه وي کړې.
د ديوان مې که بيت، بيت سره په شمار شي
تر څلوېښت ﺯره به ﺯيات شي په سږ کال.
د خوشحال بابا په نبوغ بل دليل بېلابېلو علومو ته لاسرسى او د هغو په اړه د خوشحال بابا ليکني دي چې باﺯنامه، طب نامه، اخلاقنامه، دستارنامه، فالنامه، د هدايې پښتو ژباړه، آئينه (فقهي کتاب)،تفسير سورت يوسف، د پښتنو تاريخ…. د يادولو وړ دي.
 خوشحال بابا په پښتو باندې د څښتن تعالى لويه پيرزوينه ده، هغه پخپل اته اويا کلن ژوند کې (1100_1022 ه ق) پښتو ژبې ته د څو پيړيو کار وکړ چې مثال به يې بيا تکرار نه شي.
نه به ﺯما غوندې بل ننګيالى راشي
نه ﺯما غوندې بل جنګيالى راشي
خټک خو پرېږده په ټول جهان کې
عجب که هسې بل فرهنګيالى راشي.
اخځليکونه
د خوشحال خان خټک کليات، دوکتور سيد محى الدين هاشمي.
د پښتو ادبياتو تاريخ، سرمحقق ﺯلمي هېوادمل

5 COMMENTS

  1. زه په ډير درنښت خپل نظر ليكم : هغه داچې ايا دا به سمه وي چې خوشحال بابا ته دنابغه خطاب وكړو ؟. سره له دي چې په تيرو كلونو كې ننگيالي دزماني ،توريالي دزماني دتوري اوقلم خاوند او داسې نور صفات ورته كارول شوي دي خو دنابغه صفت كه يې مفهوم ته په ژور فلسفي اوټولنپوهنيز نظر وگورو ، پوښتني به پيدا شي . زموږ په فرهنگ كې يو لړ زياتوني له پخوا دود دى بايد تابو ماتونه هم هيره نه كړو . سيد جمال الدين هم نابغه شرق گڼل كيزي . ايا دسيد جمال كوم داسې اثر شته چې دهغه په نبوغ دلالت وكړي اويا داسې كارنامه ترې پاتي شوي ؟ دا زما په ذهن كې پرتي پوښتني دي؟ خو خوشحال سره له دي چې دسيدجمال نه سل واره ستر دى خو دنابغه كليمه به څنگه وي ؟ چې ورته وې كاروو؟

  2. سلامونه،
    مشر ورور ښاغلی کرګر صاحب ،ښې چارې.که څه هم تاسو پوخ او نامتو لیکوال او څیړونکی یاست او زه د طب ډاکټر وم؛خو بیا هم هر څوک به یو تاند نظر ورکولای شي.
    زما په آند ، په طبیعي علومو کې که چا ډېرې ښې او نوې اختراعګانې کړې وي هغه ته نابغه ویل کیدای شي لکه اډیسن،اینشټاین، نیوټن ا.د.ن.؛ نو ولې په ادب او دیني علومو کښې فوق العاده لیکنې او مبارزو کوونکو ته مَثلَتُ مثلاََ خوشحال خان بابا او سید جمال الدین افغان ته نابغه ویل کومه ګناه کبیره یا صغیره خو نه کیږي؟؟.
    خپل نومیالي نازول د هوښیارو ولسونو کار دی.
    تاسو وګورۍ د سید جمال پر پېژند د فارس/ایران؛ عربو؛ ترکیې ؛هند حتی فرانسې ا.د.ن. تر مینځ مخالفت و تر څو چې اصل ې د کونړ اسعد آباد وپیژندل شو او الافغاني لقب ورکړل شو.
    همدا رنګه خوشحال بابا په هر علم کې بیتونه لیکلي چې نه پخوانیو نه اوسنیو لیکلي!
    په درنښت او مڼنه.بروکسل/د شوال الفطر ۲۰=د ثور هم ۲۰= د مې ۱۰ کال ۲۰۲۳

  3. خوشحال بابا د پښتنو لپاره ډیری توری ووهلی، ځان او قلم یی ستړی کړ، خو اخر یی چې دا ویده شوده پوده وروست جاهل بی اتفاقه قوم وپېژاند نو ویی ویل : په اور دی وسوځی هغه زما توری او قلم اتفاق او عقل پښتون کی پیدا نشو . دادی دده له وفات څلور سوه کاله وروسته بیاهم پښتون هماغه جهالت کی پروت قوم دی چی د بشریت نوم یی وشرماو. هله حجاب ، هله ښځې، هله ږیره، هله تیبلیغی او دانګریز حقانیه هله قاید اعظم هله کلداره … بس همدا یی ایمان ، شعار او ارمانونه دی

  4. نبوغ او قهرمانی دوی بیلی بیلی مقولی دی.
    نابغه اصولاً په انسانی ټولنه کی هغه استثائی شخص ته ویل کیږی چی له فکری – ذهنی – مغزی -علمی – هنری – ادبی آثارو له نظره د نورو خلګو د آثارو او تحقیقاتو او تجربو سره ستر او ژور توپیر ولری.
    او
    قهرمان هغه چا ته ویل کیږی چی په جنګی او نظامی او اجتماعی او یا مثلاً ورزشی ډګرونو کی استثنائی کارنامه یا کارنامی ولری کومی چه په ملی یا نړیواله کچه د پاملرنی وړ ګرځیدلی وی.
    خوشحال خان شاید لدی نظره نابغه وګڼل سی چی د ادیبانو په صنف کی ئی تر ټولو ادیبانو لوړی نمری تر لاسه کړی او په پراخه پیمانه ئی شعرونه لیکلی دی.
    ضمناً
    د سید جمال الدین افغان د نبوغ وجه دا نه وه چی هغه مثلاً لیکلی آثار درلوده بلکه د هغه نبوغ د هغه د کلام په جذابیت او د وولسونو په تهییج او بیداری کی نغښتی ؤ او وولسونه ئی د استعمار پر ضد پارولی وه.
    بله دا چی:
    خوشی به د خپل تاریخ په جیبو کی ګوتی نه وهو ؛
    موږ شاید نابغه اشخاص درلوده خو قهرمان ( مثلاً ملی قهرمان ) مو هیڅکله نه دی درلودلی.البته د توپخانی د آهنګرانو په دوکانو کی جوړ سوی او کوټل سوی جعلی قهرمانان مو ډیر درلودلی دی چی د یخنی او ګرمی له امله ئی ژر زنګ وهلی دی.
    نو داسی کیسی دی.

  5. له ځينو افرادو څخه لار ورکه ده د خټې او خوټې فرق نشي کولی ! د نابغه یې له جنګمار سره څه‌ ؟ دوه مختلفې لارې دي خو بد بختانه په يوو وروسته پاتې په زور تپل شوي دین کې ټول پيروان یې جاهل او د دراکولا زامن ترې جوړ شوي دي چې دوینو د څښلو منبع یې ښخې دي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب