یکشنبه, مې 5, 2024
Home+د قوش تپې د کانال په اړوند وحشي فکرونه! | زلمی نصرت

د قوش تپې د کانال په اړوند وحشي فکرونه! | زلمی نصرت

دنمارک

د قوش تپې کانال باید سبوتاژ کړو.

چریکی گروپونه باید جوړ او د پروژې د جوړولو مخه ونیسو.

دکانال د جوړولو کار باید ژر تر ژره توقف او ناکامه کړو.

دا ملي او افغاني ضد حرکات٬ تبلیغات او وحشي فکرونه، د مقاومت او د ازادۍ جبهې او د هغو کړیو له ادرسه، چې د شمال د اتحاد د جوړولو خوبونه یو وار بیا د پردیو په لمسون په سر کې لري، تر سره کیږي.

دوی پرته له اسنادو او شواهدو داسې وایي چې د قوش تپې کانال سیاسی امنیتی پروژه ده٬ چې په شمال کې د کانال په اوږدو کې د افراطي قبایلي پښتنو د ځای پر ځای کولو په هدف جوړیږي.

بنآ، د دې کانال د ناکامولو لپاره باید، هم په داخلي کچه او هم د گاونډیو هیوادو د لمسون په کچه پراخ کمپاین پیل کړو.

دا کانال چې له بلخ څخه پیل او د فاریاب تر ولایته د ٢٨٥ کیلومتره په اوږدوالي شاړې ځمکې خړوبوي، د هغه په اوږدو کې خو غیر له پښتنو څخه٬ اکثره ازبکان، تاجکان او هزاره افغانان او نور قومونه ژوند کوي او ډيری هغوی ته د سوکاله ژوند، کاروبار، رڼا، اوبو، ښکلا، زراعت او مالدارۍ، باغبانۍ خلاصه چې د ښه ژوند او روزگار امکانات او زمینه برابروي.

 یعنی وحشې شاړې او خاره دښتې مهار او د کر لپاره تیاریږي او د افغانستان شمال به هم لکه قزاقستان او اوکراین د غلو او دانوپه کدام تبدیل شي.

که خبره دا وي، چې گویا طالبان “پښتانه” او د پاکستان په لاس کې دي، دلته نو بیا دا سوال را منځ ته کیږي چې:

د دې کانال د جوړولو د لارې نقشه او طرحه خو آن د سردار محمد داودخان د دوران طرحه ده، نه نوې طرحه.

نو بیا ولې ددغه ملي کانال او پروژې د جوړولو کار د افغانستان د خلک دیموکراتیک گوند په خاصه توگه د ببرک کارمل د قدرت او حاکمیت په دوران کې، چې ښاغلی سلطان علي کشتمند هم یو با قدرته صدراعظم و او د ملیتونو د حقوقو د اعادې خبره هم هغوی ته لومړیتوب درلود٬ د سرو لښکرو په شتون کې٬ پیل نه شو.؟

یا٬ ولې د ملا برهان الدین رباني د زمامداری په وخت کې، چې ټول قدرت د شمال ټلوالو په خاصه توگه د ستمیانو٬ جمعیتیانو٬مسعودیانو دوستمیانو او هزارگانو په لاسو کې و٬ یا د جمهوریت په شل کلنه دوره کې، چې د افغانستان د شمال په ۹ ولایاتو کې ١٠٠ فیصده قدرت او ور سره د گمر کونو ټول عایدات هم د غیر پښتنو په لاس کې و او په مرکزي دولت کې یې هم ٧٥ فیصده قدرت درلود او د بریښنا او اوبو وزیر تورن اسماعیل هم یو تاجک جمعیتی و٬ د قوش تپې د کانال د جوړولو لپاره هغوی کوم اقدام ونکړ؟!

 او که په هغه وخت کې، د چور، غضب پر ځای٬ د بلډنگونو٬ شهرکونو او بانکونو د جوړولو پرځای٬ دا کانال جوړ شواي وای او مستحقو تاجکو، ازبکو او هزاره وو ورونو باندې ویشل شوای وای، فکر کوم، کوم لیونۍ یا جاهل پښتون به د هغه سره مخالفت کړای وای، ولې دا کانال د لوی مالي امکاناتو او د غربي نړۍ د ټانک او بانک په شتون کې جوړ نه شو، چې اوس ور سره مخالف او دشمني کیږي؟

حتا په خیر خانه کې د هزاره بغل هزاره گان، چې په مغارو کې ژوند کاوه، هم لکه زرهاوو پودریانو  له پامه غورځیدلي وو.

هم د جهاد په فصل کې او هم د هغه نه را ديخوا تل همدغه کړیو د شمال ټلوال او مقاومت او د غیر پښتانه د حقوقو د اعادې تر نامه لاندې د ابادی، ترقۍ، سوکالۍ او د سولې او ثبات مخې ته خنډونه جوړوي او خپلې کوچنۍ گټې تل جنگ، شر و فساد کې گورې.

دا کړۍ حتا د تجزیې او فدرالیزم٬ ټول شموله٬ خراسان٬ هزارستان٬ شعارونه هم تش په نامه غږوي٬ باور پې نه لرې٬ خپلو ګټو له پاره یې کاروي او بس.

1 COMMENT

  1. د احمق طالب او مزخرف خرکوسالله پلوي نکوم خو ستمیان هر وخت د پښتنو خلاف عمل کوی چې حتی او س هم هزارګان همتباره او هم فرهنګه بولي حالانکه د موشخور کلمه تاجکو هزارګانو ته ورکړې ، تر اوپو ډک مشکونه به یې په فاړسي ژبو کورنویو تقسیمه ول او د هزاره له ښځو سره به یې دا غټ کار کاوو خو نن تاجکان غواړی چې د پښتنو په مخ یې را پورته کړي ! سپي غپيږي کاروان تېریږي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب