شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد ملا متقي ادعا؛ حکومت مو ټول ګډونه دی، پردي فرمایشات نه...

د ملا متقي ادعا؛ حکومت مو ټول ګډونه دی، پردي فرمایشات نه منو

تاند:( چار شنبه ، د غویي ۲۰ ) د طالبانو د رژيم د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي یو ځل بیا ادعا وکړه، چې د دوی حاکم رژیم ټول شموله او د ټولو افغانانو استازی دی.

هغه پاکستان ته د سفر پر مهال وویل: «که همه‌شموله په دې معنا وي چې یو وزیر دې د فرانسې په فرمایش وي، بل یې د امریکا په فرمایش وي، بل یې د بل هېواد په فرمایش وي. داسې همه‌شموله ریښتا موږ نه شو کولای او دا مو نه دی کړی. او که همه‌شموله په دې معنا وي چې د افغانانو د ټولو سیمو نماینده‌ګي وکړای شي، هغه خو شته.»

نوموړي په ورته مهال له پاکستان څخه وغوښتل، چې د ده په وینا افغان ناروغانو باندې شفقت وکړي او له بندیانولو یې ډډه وکړي.

طالب چارواکي بیا- بیا په افغانستان کې د ټول ګډونه نظام رامنځته کیدل په همدې ډول تعبیروي او تبلیغوي، خو منتقدان یې وایي چې ټول افغانان طالبان نه دي، ګڼ نظرونه او فکرونه لري.

د دوی په باور، افغانستان باید د یوه قانونمند هېواد څښتن شي، چې پکې د افکارو تنوع، د قواوو تفکیک او د واک د ټاکلو مرجع او موده ټول واضح شوي وي.

4 COMMENTS

  1. بې غیرته، ستا د ناپوهۍ له امله د افغانستان بهرنۍ پاليسي شله ده، همدغه پاکستان به دې د ډالرو په بدل کې لاس تړلی، خپې ابله خپې او سامبولی به دې يهودو خرڅ کړي !! د دغه منافق په مسکا مه غوليږه !!

  2. ښاغلی متقي،
    دا د چين استازی نه شي کولی چې له تاسې سره مستقلاً په کابل کې وويني؟
    ايا خپله خوله مو نشته چې خبرې پرې وکړئ؟
    تا چې پاکستان هلته غواړي او هلته دې له خيل چينايي دوست سره خبرو ته کښېنوي، نو ستا حيثيت څه شو؟
    رښتيا چې له سياسي اړخه ناپوه او نيمګړی ملا يې او پر تاسې دا يخني شورا هم ډېره ده. ايله په ايله چې په نس ماړه شوئ.
    موږ خو يو ځلی نه چې څو څو ځلې په امريکا خرڅ شو. همداسې په روسيه خرڅ شو او همدې پاکستان خرڅ کړو چې همدا تاسې يې پرې خرڅ کړئ. دا دی اوس يې تازه په دې نوې لوبه کې په چين پلورلي ياست. له دې وروسته به مو په چا پلوري؟ داسې کوم بل هېواد دې په نظر نه درځي؟

  3. نعلت ددې خرې پر زامنو ، لا له خره ، جاهل او روحي شکنجه کو نکي د عربو د زاړه استعماری کلتور سره ! مونږه یې به امریکیانو مړه کړو ډوډۍ مو ورکړې زامن مو ورکړل خو اوس دا دې لعین نجس زامن د هِغې مور احترام نلري چې زامن یې له دوی سره ګډ جنګېدل او ځانونه یې له لاسه ورکړل ! تف لانت ملا خنځیر کله غیرت لري دلګان په سوال او خیرات لوی ښوي دي ، او د وظيفي ټوک یې خوړلی دی ، یو یې هم دسړي زوی ندی !
    پر هیواد کې دننه ډير پاک انسانان شته کومو چې په زاړه نظام کې هیڅ کار ندی کړی ، خو دوی هغوی نه غواړي که مسلکي وي او یا غیر مسلکي !
    دوی اسلامي دیکتاتوري د نر او ښځې مدرسې اسلامي چیټیات غواړي چې درې درې موره ګانې واده کړي او دغه دله خوشې تیزونه پرې واچوي ! دا یوه مافیایې توره اسلامي مافیا ده چې له محمد عربه شروع کیږي او په ملا خنځیرالله مخپټي خنځیر ختمیږي ! نالت نالت نالت

  4. ملا صاحب امیرخان متقي ، د افغانستان د خارجي چارو سرپرست وزیر ته!

    زه پوهېږم چې تاسو به دومره وخت ونه لرئ چې زما دا لیکنه ولولئ او ستاسو کنځلمار به یو څو کنځاوې او د کفر ټاپه په مونږ ولګوي . خو زه به خپل ملي دین ادا کړم .
    سیاست او خصوصا د یوه لوی او باعظمته هېواد لکه افغانستان خارجي سیاست له تاسو ډېر لرې دی . مونږ پوهېږو چې تاسو د پاکستان په سفر کې له پاکستاني ملایانو او نظامیانو سره لیده کاته وکړه او تاسو ته یې نوې مشورې درکړې . خو هغه یوه مشوره نه د تاسو او نه هم د افغان مسلمان ملت په درد خوري . لکه ذبیح الله مجاهد له ځانه د دروغو ګوډی یا پروپاګنډچي مه جوړوه .
    لطفا زما مشورو ته غوږ ونیسه :
    خواهي نشوي رسوا ، همرنګ جماعت باش .
    ځانونه له نړیوالو اصولو او معیارونو سره برابر کړئ . دا په دې معنا نه ده چې تاسې د خپل دین پرېږدئ او یا جامې بدلې کړئ . نه ، تاسو د دیپلوماسي اصول زده کړئ . خپلې خبرې سنجیده وکړئ . هرچېرته له یوه غره او بل غره حکایتونه مه کوئ.
    ښه په دیپلوماسي پوه ، په وطن مین او تجربه کاره ديپلوماتان هلته درسره مقرر کړئ د هغوی له ګټورو مشورو استفاده وکړئ . د 1961 کال د ویانا کنوانسیون او همدارنګه د قونسلي امورو په هکله د 1969 کال د ویانا کنوانسیونونه مطالعه او ښه یې زده کړئ . د تشریفاتو اصولو نه ځان باخبره کړئ .
    په هره حساسه او مهمه اداره کې رئیس او اول شخص یو مسلکي دیپلومات مقرر کړئ . ترڅو مو توان کیږي په دې حساس او مهم وزارت کې ملایان ، پنجاب پلوه کسان او یا هغوی چې ایران ته وفاداره وي ، مه مقرروئ . دیپلوماسي د ملا او خرکار دنده نه ده . تاسو د نورو هېوادونو د خارجه چارو وزیرانو او یا مرستیالانو یا غړو سوانح وګورئ چې لږتر لږه اتلس کاله یې په دې رشته کې زده کړې کړي اوڅوکاله تجربه لري .
    د ملایانو د دستاربندۍ او یا نورو کورنیو غونډو کې ویناوې مه کوئ . البته شرکت کوه ، له ملایانو سره خبرې کوه او هغوي ته کورني او نړیوال حقیقتونه بیانوه .
    ټول ګډونه حکومت دا نه ده چې تاسو تشریح کړی او یا فکر کوي . افغانستان د 45 میلیونو افغانانو ګډ کور دی . په هر قوم ، سمت او د مذهب پیرو کسانو کې ډېر ښه مسلمان، صادق ، په ګران افغانستان مین ، پوه ، مسلکي کسان شته . بنا کار اهل کار ته وسپارئ .
    په میم زرما ، ټوله د ملا تاسو نام بده کېږئ .
    د هېواد اساسي قانون ، مدني قوانین ، ملي سرود ، د هېواد درې رنګه ملي بیرغ ، ملي اردو او نورو ملي مسایلو کې له تعصب نه کار مه اخلئ . په هر وزارت کې د ملي بیرغ ترڅنګ که ستاسو سپین طالبي بیرغ هم وي ، فرق نه کوي ، خو د ملي اسلامي او افغاني بیرغ کمبود تاسو افغانستان د یوه مستعمره هېواد حیثیت ته راټیټ کړی دی.
    پرېږدئ چې ستاسې ټول قوانین د اسلامي او افغاني اصولو او نړیوالو معیارونو په رڼا کې جوړ او تطبیق شي . اسلام د سولې ، عدالت ، انصاف ، وروري او تر ټولو مقدس دین دی ، تاسو پر خپلو تعصبي او افراطي اعمالو سره دا ښکلی دین د خلکو له پامه وربدوئ.
    کومو کسانو ته چې مو عفوه کړې ، هغو په یوه او بل نوم مه وژنئ ، له خلکو سره په مینه نرمښت او مدارا خبرې او چلند وکړئ .
    له تاسو نه ډېر مغروره اوپه ځان باور لرونکو کسانو دلته خپل سرونه وخوړل ، تاسو د هغوی له تجربو کار واخلئ ، ظلم مه کوئ ، د ظالم چراغ تر قیامته نه بلیږي . د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزئ . که تاسو رښتیا خپلواک یاستئ نو دا پورته او دې ته ورته د خپل ولس او خلکو نورې غوښتنې ومنئ . هم ستاسې سیاسي بقا پرځای وي او هم به افغان مسلمان ملت او خدای تعالی ج به راضي وي .
    نوره نو ستاسو خوښه!
    که څوک کنځلي کوي ، هغه دخپل ځان ته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب