تاند:( چار شنبه ، د غویي ۲۰ ) په کندهار کې د طالبانو چارواکي وایي، چې سږکال پر ۹۵ زره هتکاره ځمکه غنم کرل شوي او حاصل یې د تېر کال په پرتله ۲۰ سلنه زیات شوی.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست د کرنیزو چارو آمر ايمل حکيمي وايي: سږ کال په کندهار کې پر ۹۵ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي او د اټکل له مخې به تر ۳۵۰ زره ټنه حاصل ورکړي.
هغه زیاتوي:(( سږ کال د غنمو حاصلات ډېر ښه دي، ځکه امراض نه لري او کښت يې هم ډېر شوی، نو تېر کال ته په کتو به يې حاصلات ۳۰ سلنه زيات وي.))
په ورته وخت کې ځایي کروندګر وايي، طالبان دې ګاونډيو هيوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته د غنمو د غير قانوني لېږد مخه ونيسي.
د کندهار په ټولو ولسواليو کې غنم کرل کېږي ،خو ډېره برخه يې په ډنډ، دامان، ژړۍ، شاوليکوټ، پنجوايي، ميوند او ارغستان کې کرل کېږي.
کندهار د افغانستان له کرنیزو ولایتونو څخه دی، خو د طالبانو د ۲۰ کلنې جګړې پر مهال یې زیاتې سیمې جګړې او وچکالۍ وځپلې.
که د کوکنارو او افینو کښت که په مکمل ډول ونکرل شی ، کیدای شی د جنوب او جنوب غرب حوضی د غنمو حاصل تر ۴۰ سلنی هم زیات شی