تاند:( چار شنبه ، د غویي ۲۰ ) د طالبانو د رژيم د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم په بهرنیو هېوادونو کې د افغان زده کړیالو زده کړو سره د ضمني مخالفت ترڅنګ ویلي، چې نور به د پوهنتون استادانو ته په کور دننه د ماسټرۍ او دوکتورا زده کړو زمینه برابره شي.
هغه په یوه غونډه کې د پوهنتونونو د بدل شوي تحصیلي نصاب یادونه هم کړې او ویلي، چې ژر به دغه نصاب اعلان کړي.
ښاغلي ندیم وویل: «د دې په دلایلو کې یو دلیل دا و. زموږ دغه افغانان چې خارج ته ځي، خدای خبر په کوم ذهن باندې راځي. چې دلته یې تربیه وشي هم به یې کار اسانه وي او هم به موږ پرمختګ کړی وي.»
طالب وزیر دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې ویل کیږي د افغانستان تحصیلي نظام د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د یو شمېر مهمو کادرونو د مهاجرت له امله سختو ستونزو سره مخامخ دي.
معلومه نه ده، چې طالب وزیر په کومو بهرنیو هېوادونو کې د افغان کادرونو د زده کړو مخالف دی.
هغه مخکې د پاکستان دیيلوماتانو سره د څو لیدنو پر مهال افغان محصلانو او تحصیلي کادرونو ته د بورسیو غوښتنه کړې وه.
هیبتې او حقاني ځناورو په هیواد کې د ننه د کوترو، ګولډانګ، سپیو او چرګانو جنګولو کې د ماستري او دوکتورا لپاره زمینه چمتو کړي.
له ستا ځناور نه به څه زده کړی څوک چی ماستری او دوکتورا اخلی هغوې باید د نورو هیوادونو په ستندر وې نو تا دغوجلی سوخندر سواد دو مره نه ده چی په دی مسایلو د سر خلاص شې
ملا نډیم غواړي افغانان په تیاره کې وساتل شي . الله تعالی فرمایی : وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا (114 )
حدیث شریف وایی : علم زده کړئ ولو که په چین کې وي .
«اطلبوا العلم و لو بالصین و هو علم معرفة النفس و منه معرفة الرّب»
طلب العلم فريضة على كل مسلم، ومسلمة
دغسې جاهلان یې پر مونږ حاکم کړیدي چې نه په خپل خیر پوهیږي او نه د نورو .