پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+په ولسي حماسي ادب کې د ملا مشک عالم د کړنو انځورونه

په ولسي حماسي ادب کې د ملا مشک عالم د کړنو انځورونه

اسدالله بلهار جلالزی  

مرحوم  معلم صاحب نورمحمدخان د شلګر په ډیوي کلي کې شاوخوا ۹۵ کاله وړاندې دې نړۍ ته سترګې غړولي وي. هغه له شعر او شاعري سره ډیره مینه درلوده. په خپله يي هم ډیری وخت شعرونه لیکل او په سیمه کې به يي فولکوریک ادبیات لکه لنډۍ، چاربیتي، محلي سندرې او… راټولول.د معلوماتو له مخي چې خپل ټول شعرونه او راټول کړي مواد يي په دري جونګه کې را غونډ کړي ول. زه يي چې د شاګردي ویاړ هم لرم . ښه مې یادیږي کله کله به يي په ټولګي هم خپل شعرونه او یا را ټول کړل شوي مواد را باندې په خپلو کتابچو کې لیکل. اوس له څو لسیزو وروسته زه پوهیږم ده غوښتل چې خپل لیکلي مواد تیت او په ورته وخت کې يي خپلو زده کوونکو ته په لاس ورکړي چې هغوئ يي بیا خولهء په خولهء نورو ته ورسوي. دا په ثبوت رسیدلي خبره ده چې هغه کوم څه چې په ماشومتوب کې ذهن ته وسپارل شي بیا بیرته په اسانۍ سره له ذهن څخه نه وزي. ده هغه مهال موږ د شلګر د سیمي د نامتو غازي، دیني عالم او قومی مشر ملا مشک عالم په اړه د ولسي ادب دا برخه زموږ په ذهنونو کې ذخیره کړي وه. چې له تاسو درنو لوستونکو سره يې شریکوم 

******

د هیواد د ازادي په لاره کې د مرحوم ملا مشک عالم به تاریخ په پاڼو کې چې څو افغان خاوره او افغانان وي په ځلیدو وي. هغه د افغان انګلیس په لومړۍ جګړه داسې رول لوبولی چې د هیریدو نه دی. غازي ملامشک عالم د لښکر په سر کې د اور او وینو ډګرته دانګلي او تر هغه وخته په ډګر کې د یوه لارښود، واعظ، دیني عالم، تصمیم نیونکي، تنظیم وونکي او آن د یوې سرتیري په څیر ونډه اخیستي. ترڅو چې هغه لښکر ته ماته ورکړه چې داسې  انګیرنه يي دا وه چې په امپراتوري کې يي لمر نه ډوبیږی او دهغه وخت تخنیک توپونو او په جګړه ایزو مهارتونو روزل شوي لښکر ته يي  عادي افغانان د تم کیدو وس او ځواک نه لري. خو غازي ملامشک عالم او ورسره نورو غازیانو هغوئ ته وښوده چې د ټینګې عقیدې، ارادې، باورونو او په خدای( ج) د توُکل کوونکو لښکر بیا دې سختيو او ستونزو ته دریدلای شي. او آن چې د زور، جبر، استبداد او تیري لښکرې ماتولای او په ګونډو کولای هم شي. چې همداسې وشول. کله چې یو څوک د خپل هیواد، ولس او خلکو د ازادي په لاره یوازي او یوازي د الله تعالي د رضا په خاطر را پورته کیږي او د ډګرونو اتلولۍ خپلوي. اوحماسې جوړوې، د یوه ملت تاریخ ساتي نو بیا طبیعي خبره ده چې داسې اتلان په دین او ولس مینان د خلکو په زړونو کې ځای مومی او د هغوئ په زړونو حکومت هم کولای شي. هغوئ يي کار کړنو ته د قدر په سترګه ګوري او ستاينه يي کوي. زه  به په دې لړکې د ځینو هغوو حماسي لنډیو په اړه خپله لیکنه پسي وغځوم چې زموږ د شلګر په سیمه کې د ملا مشک عالم او د هغه د ملګرو په مدح او ستاینه کې ویل شوي وي.   

اندړو بیا لونګۍ کږې کړي

په لاره ځي په اوږو وړې لوي ټوپکونه

موږ په پورتنۍ لنډۍ کې د یوه داسې حالت تصویر وینو چې د غازي ملا دین محمد اندړ سره د ځوانانو یو لښکر د جګړې میدان ته د تللو له پاره تیار دی. دلته موږ ته جوته کیږي چې موخه او هدف معلوم دی. غازي ملا مشک عالم له انګریزانو سره د جهاد او مقابلې له پاره راوتلی دی. دا لښکر په خوشحالي له ده سره د رزم اومعرکې ډګر ته روان دی. د هغوئ د کږو لونګیو له تړلو جوتیږي چې په خوشحالي سره د ننګ ډګر ته روان دی. هرکله چې څوک لونګۍ کږه په سرتړي نو دا ډول لونګۍ تړنه او په اوږو د ټوپکونو ایښودنه د احساساتو د ښکاره کولو، د ټینګ عزم د ښودلو او په خوشحالي د روانیدو بیانونکي وي.

ملا يي تړلی مشک عالم ده

ورسره درومي د زلمیانو لښکرونه

په دې لنډۍ کې بیا سکالو خورا روښانه بیان شوي. دلته ښکاری چې مشر په خپله ملا تړلي ده. دا یومنل شوی اصل دي کله چې یو مشر، قوماندان، د لښکر سالار غواړې خپل جنګیالي د غلیم په وړاندې مقابلې ته ودروي نو بیا لازمې خبره ده چې په خپله به توره په لاس او دجګړي لباس به يي اغوستي وي. چې همداسې ول نو ځکه د لنډۍ ویونکي هماغه حالت بیان کړی.

د پرنګي ظالم له لاسه 

ځوانان وتلي شپې په غروکې تیروینه

اوس نو پرنګیان هیواد ته د ننه شوي او هغوئ چې یو دین او رسالت ورله غاړې دی. باید داسې لارې چارې وسنجوي چې هم د خاورې او دین دښمن ته ماته ورکړي او هم خپل ولس له زیانونو وژغوري. د افغان غلزیانو دا ستراتیژی چې غرونو ته خیژي. تنګې درې او لارې ورته نیسي. له دې امله هم ده چې غر یو مطبوط سنګراو هم د ولس ته له ډیرو زیانونو ژغوري.ځکه په غرونو کې د هوارو په پرتله په کم شمیر کې وګړي ژوند کوي. بله خبره دا هم را په ګوته کوي چې افغان خاوره غرني او د چریکې جګړو له پاره وړ ده. 

مشک عالم بیا توره ترملا کړه

غزني ته درومي لښکرونه جوړینه

اوس نوغازي ملا مشک عالم د د ښمن په وړاندې د مقابلې له پاره دومره شوی چې له خپل ماحول نه را وتلي او خپل ملګري پسي زیاتوی. په پورتنیو لنډیو کې وینو چې کابو ډیر هغه څه په لنډو خو معنادارو تورو کې بیانیږی. که د تاریخونو پاڼې هم را اړوو موږ همداسې څه لولو. ملا مشک په غزني کې له نورو غازیانو لکه  ملا عبدالغفورلنګري،  عبدالقادر خان غزنوي او… سره اړیکې ټینګوي دی غزني ته راځي نوي ملګري اوغازیان له ځان سره مل کوي. خو بیا هم لومړی هماغه کار کوي کوم چې د یوه قافله سالار سره ښايی. په خپله توره را اخلي او تر ملا يي د غزا په نیت تړلي. په یاده لنډۍ کې دی خپل لښکر او ملګرو ته یوبل درس هم ورکوی. هغه دا( چې دی کوم څه خوښوي نو د نورو له پاره يي هم خوښوي) د خدای (ج) په لاره کې جهاد کول خو ستر عبادت او ډیر اجرونه لري. دی په یو ډول هغوئ ته ښيي چې که زه ددې اجرونو غوښتونکی یم نو تاسو ته مې هم درخوښ دي.

عالمه ارام وکړئ خوبونه

ملا مشک عالم په کوراو کلي پیره کړینه

د پورته لنډۍ منځپانګه دا په ګوته کوي چې غازي او لوي دیني عالم په خپله هم هغوو د هغوو سختو کارونو کولو ته له دې امله هم تن ورکاوه چې دی له یوه بل عادی غازي سره هم د یوه سپاهي په ډول د سختو او درنو کارونو په سرته رسولو کې برخه اخلي. بله خبره دا هم ترې را وتلای شي چې غازي مشک عالم ته دا روښانه ده چې د  دین اوهیواد د دفاع او ننګې په لاره کې پیره کول څومره ثواب لري او په دې توګه هڅه کوي چې خپلې سترګې د دوزخ له اوره وژغوري. بیا هم خپلو ملګرو ته ور په یادوي چې بیا د داسې عبادتونو په کولو سره خپلې هڅې ګړندۍ کړئ.

دا هم:

زه به مورچل وینو رنګ کړم

ما له مشکي سره دې کړي ډیرلوظونه

په دې لنډۍ کې د غازي ملا مشک عالم د تکړه ، متعهد او ژمن ملګري  او نور غازیانو د عزم، ټینګې ارادې اود مرګ تر ساعته پورې د مقابلې څرک او انځور لیدل کیږي. داسې ښکاري چې د ملا مشک عالم ملګري له ده سره یوازې او یوازې د احساساتو له مخې هم د جنګ او معرکې د غه تاوده مورچل ته نه دي راغلي بلکې په اګاهانه اوعقیدوي ډول د اسلام، هیواد او خپل ولس په ننګه مورچل ته راغلي دي او د مرګ تر ساعته پورې په مورچل کې د پاته کیدو یا هم په وینو د رنګیدو ژمنه تازه کوي.

په دې ډول په یوه بله لنډۍ کې هم لولو چې د غازي ملا مشک عالم یاران او ملګري له ده سره د یوه ژمن سرتیري په توګه مورچل او د جګړې ډګرد خپل کور په څیر یاودي. په دغه کور کې د تل اوسیدو داسې یادونه کوي:

مورچل مې کورغوندې را ګران ده

د کور ژوندون به تل په مینه تیرومه

په مورچل کې ژوند په مینه تیرول د دې ښودنه کوي چې د غازي د یوه اوږدې جګړې له پاره هم تیاری لري. که چیرته دا سپیڅلي جګړه اوږده هم شي نو دی به په ډاډ سره په کې ژوندون کوي. هغوئ ته به چې دغه کورته په سپکه سترګه وګوري نو دی به يي باید سترګې وروباسي.

د پرنګي سترګې ور باسم

نن يي زما کورته په بد کتلي دینه

له کور او کهول سره مینه د افغانانو په خټه کې اخښل شوې. له کور او کهول څخه ننګه او د فاع يي یوه له سپیڅلو دندو څخه ګڼله کیږي. د همدې دندې د سرته رسولو په چاره کې بیا په چا رحم هم نه کوي. د تیري کوونکو سترګي ورباسي. د تورو اوغشو وارونه پرې کوي او ټینګې پښې په لړزیدو کوي

لکه په دې لنډۍ کې:

د پرنګیانو و پښې ریږدي

له شا لښکر د مشکي کوي وارونه

اوس نو انګریزانو ماته خوړلي. د جګړې له ډګرونو څخه و تیښتي په حال کې دي. له وارخطايي سره مخ دي. پیښې يي ریږدې. د ځان له پاره د یوې لارې لټون کوي. خو دا هم نه کیږي. د مشک عالم او دهغه د ملګرولښکرې ور پسي دي. پرله پسي وارونه پرې کوي د ترپ او خرپ جګړه بای ته رسیدلي بلکې اوس نو په پرنګیانو پسي منډې وهل دي. او پرې د تورو ګذارونو کولو وخت.

او یا هم دا یوه محلي سندره چې مرحوم استاد نورمحمدخان د خپلو فلکلوریکو یاداښتونو په لړکې لکه د نوروسندرو په څیرخوندې کړي وه.

ګل محمد خانه ځوانه

 له مشک عالم سره را ووزه

په پرنګیانو باندې بیا وکړئ وارونه

ګل محمد خانه ځوانه 

له مشک عالم سره را ووزه

د دغې سندرې له محتوا داسې ښکاري چې په سیمه کې یو بل داسې څوک هم شته چې ورنه د لوړو کارونو د کولو تمه کیږی. هغه هم د غازي ملا مښک عالم هم مهالی دی. کله چې باوري تاریخي اسناد هم ګورو نو لیدل کیږي چې له ملا مشک عالم سره عبدالقادر خان غزنوي، ملا عبدالغفور لنګري او ګل محمدخان اندړ هم د مشرانو په توګه ملګري کوي. چې ترقومانده لاندې يي په  زابل او غزني کې په زرګونو ځوانان لاس په ماشه ولاړ دي.  اټکل دادی چې ګل محمد خان هم د ښه ځوان مخه ور او میړه په حیث یو څوک دی چې کولای شي د انګریزانو مخه ونیسي. خوپه دې شرط چې له غازي سره یو ځای شي له کوره را ووزي د کور ناستی پریږدي او بیا په انګریزانو وارونه وکړي.

*********

په پایله کې ویلای شو چې  په پورتنیو لنډیو او یوه محلي سندره کې  روښانه شوه چې لنډۍ او د ولسي ادب نورې برخې… هم په خپل ځای کې د ډول ډول تاریخي پیښو او حالاتو بیانونکي دي.  خورا مهم تاریخي معلومات د ننګې او میړانه او آن د جګړیزو تدبیرونو هنرونه او لارې چارې هم ترې زده کیدلای شۍ نو ښه به دا وي چې زموږ ځوانان د داسې مهم شخصیتونو لکه غازی ملا مشک عالم او… په اړه هغه معلومات چې لا هم د ولس په سینه کې خوندې پاته دي راټول کړي. په دې توګه به له یوې خوا د ادب د بډاینې په برخه  ګټور تمام شي او له بله لوري به  مود خپلو ملي او تاریخي شخصیتونو یادونه  او قدرونه کړي وي . په همدې هیله

نوربیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب