شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد بښنې نړیوال سازمان:بین الافغاني مذاکراتو کې دې لومړی د جګړې پر...

د بښنې نړیوال سازمان:بین الافغاني مذاکراتو کې دې لومړی د جګړې پر ختمېدو توافق وشي

تاند(سه شنبه، د جدي ۱۶) د بښنې نړیوال سازمان وایي بین الافغاني مذاکرات دې تر هر څه وړاندې بشري حقونه خوندي کړي.

ددغه سازمان د جنوبي اسیا د چارو مسوول په تازه څرګندونو کې ویلي دي افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په وروستیو کې تر ټولو ډېر بشري حقونه پکې تر پښو لاندې شوې دي، جګړې شدیدې شوې دي او د ملکي وګړو تلفات پکې ډېر دي.

دغه سازمان په افغانستان کې هدفي وژنې هم د جدي اندېښنې وړ بولي او په خبره یې د دوحې په مذاکراتو کې باید ددغه مواردو د ختمېدو پر سر توافق وشي.

دغه سازمان هیله څرګنده کړې چې بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسېدو او بشري حقونو له نقض د مخنیوي سبب شي.

تیره ورځ زلمي خلیلزاد هم دوحې ته تر روانېدو مخکې په افغانستان کې د جګړې روان شدت او هدفي وژنې د نه منلو وبللې او له دواړو خواوو یې د سولې په خبرو کې د پرمختګ هیله وکړه.

زلمي خلیلزاد پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دوحې او د سیمې نورو هیوادونو ته په دې هیله ځي چې افغان خواوې د افغانستان د سولې په راروان پړاو کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

دا غوښتنې داسې مهال کیږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو تاوتریخوالی او هدفي وژنې زیاتې شوي دي.

بل خوا نن په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو ویندوی سوني لیګیت هم طالبان په هدفي بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب