جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد کورونا دوهمه څپه؛ په بریتانیا کې هم بنديزونه وضع شول

د کورونا دوهمه څپه؛ په بریتانیا کې هم بنديزونه وضع شول

تاند(سه شنبه، د جدي ۱۶) په برېتانیا کې د کورونا ویروس د نوې بڼې له خپرېدو سره هممهاله د دویم ځل لپاره د سرتاسري قرنطین امر شوی دی.

د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي دي چې د کورونا ویروس نوې بڼه په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده نو له همدې امله ددې اړتیا ده چې برېتانویان یو ځل بیا په خپلو کورونو کې پاتې شي او سرتاسري قرنطین مراعات کړي.

هغه ویلي چې دا به وروستی قرنطین وي ځکه ډېر ژر به د کورونا واکسین پر خلکو وویشل شي.

هغه ژمنه کړې چې د راتلونکې فبرورۍ تر نیمايي به نږدې سل زره روغتیا پالانو، د لوړ عمر لرونکو او له خطر سره مخ برېتانویانو ته د کورونا ضد واکسین وویشې.

په هنګري، بلجیم، فرانسې او نورو هېوادونو کې هم بندیزونه ډېر شوي دي چې، خلک یې هم غبرګون ته اړ کړي.

په ځینو ښارونو کې د محدودیتونو د غندلو لپاره پراخ لاریونونه هم شوي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان بیا خبرداری ورکوي که عام خلک روغتيایي لارښوونو ته جدي پام ونه کړي ښايي دوهمه څپه له لومړۍ خطرناکه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب