Homeخبرونهاقتصادي خبرونهننګرهارکې سږکال د ستروسو ۴۵۰ زره نیالګي تولید شوي

ننګرهارکې سږکال د ستروسو ۴۵۰ زره نیالګي تولید شوي

تاند ( سه شنبه، د جدي ۱۶) د ننګرهار ولایت د کرنې اوبو لګولو اومالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې

سږکال یې د نیالګیو د تولید په مرکزونو کې د ستروسو څه باندې ۴۵۰ زره نیالګي تولید کړي دي.

ننګرهار کې د SNAP2  او  CLAPپروژو مسئول رحمت ګل سیرت وایي چې د دغو نیالګیو له ډلې نږدې سل زره یې په دوو شنوخونو کې او ۳۵۰ زره نور یې په ازاده فضا کې تولید شوي دي.

دی زیاتوي چې په دې نیالګیوکې د لیمو او مالټې نیالګي شامل دي.

د سیرت په خبره د شنوخونو هره قوره یې نږدې ۵۰ زره د لیمو او مالټې نیالګي تولید کړي دي او زیاتوي دغه نیالګي وېش ته هم چمتو دي.

نوموړی وایي دا نیالګي به د اېښودو په موسم کې پر بڼوالو ووېشل شي.

کرنيز پوهان وایي چې ننګرهار د آب و هوا له اړخه کرنې او بڼوالۍ ته  ښه مساعده هوا لري او له همدې امله په کې د ستروسو نیالګي هم ښه وده او حاصل ورکوي.

ننګرهار کې  چې ډېره برخه اوسېدونکي یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي له همدې لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...