Homeخبرونهپولیسو او وسله والو غلو د کابل ښار اتمه ناحیه کې نښته...

پولیسو او وسله والو غلو د کابل ښار اتمه ناحیه کې نښته کړې

د کابل پولیس وایي، د ښار اتمې ناحیې اړوند سیمه کې د پولیسو او غلو ترمنځ نښته کې یو غل وژل شوی دی.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، د کابل په اتمې ناحیې اړوند سیمه کې تیره شپه د پولیسو او غلو تر منځ نښتو په ترڅ کې یو غل ووژل شو او بل يې ونیول شو.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح هم د خپل شپږنیمو بجو ناستې په راپور کې ویلي وو، چې د کابل ښار په اتمې ناحيې اړوند سیمه کې د ترهګرانو پټنځای پیدا  شو.

دغه راز صالح په دې اړه ویلي وو،چې په دې کور مقناطیسي بمونه ساتل کیدل او نوموړي زیاته کړه چې ورڅخه څلور تنه ترهګر ونیول شول.

د کابل وګړي هر کله له وسله والو غلو سر ټکوي او دولت د دغه غلو په نیولو کې په پاتې راوستو تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...