پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهد افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی نن دوحې ته ځي

د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی نن دوحې ته ځي

تاند ( سه شنبه، د جدي ۱۶) ټاکل شوې چې د سولې مرکچي پلاوی د سولې د خبرو دویېم پړاو پیلېدو په خاطر نن سه شنبه دوحې ته سفر وکړي.

د یاد پلاوي غړې فوزیې کوفي د دوشنبې په ورځ یوې غونډې ته وویلې چې دوی به سه شنبه دوحې ته سفر وکړي.

نوموړې د سولې په پروسه کې بیا ځلي د مېرمنو او بشرحقونو پرخوندیتوب ټینګار وکړ.

کوفي وایي سوله یوازې د جګړې درېدو او د وسلې لېرې کېدو په معنا نه ده بلکې اړتیا ده چې په سوله کې ټولنیزې ازادۍ، د مېرمنو حقونه او شته لاسته راوړنې خوندي پاتې شي.

دا زیاتوی چې مرکچي پلاوی له افغان ولس، دیني عالمانو او مخورو سره تر مشورو وروسته په دویم پړاو مذاکراتو کې ګډون کوي او د ټولو غوښتنه دا ده چې د سولې په پروسه کې د افغانستان خلک او مېرمنې د سولې یوه برخه وي.

د یادونې ده چې ټاکل شوې وه د سولې مرکچي پلاوی د تېرې دوشنبې په ورځ دوحې ته تللی وای خو د نامعلوم دلیل له مخې دا سفر نن ته پاتې شو.

په پام کې ده چې د سولې مذاکرات د جنوري پر پنځمه نېټه په دوحه کې پیل شي.

افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمی خليلزاد هم دوحې ته رسېدلی دی.

هغه دوحې ته له رسېدو سره سم پر خپل ټوېټر لیکلي چې سیمې او دوحې ته بېرته راستون شوی او هیله لري چې د سولې خبرو په راتلونکو پړاونو کې د پام وړ پرمختګ وشي.

د نوموړي په خبره دواړه لوري بايد وښيي چې د افغانانو د ګټو لپاره جوړجاړی کوي او د يوې سياسي حل لارې په اړه هر څومره ژر چې ممکن وي هوکړې ته رسېږي او د تاوتريخوالي کچه راټيټوي.

هغه زیاته کړې چې د هدفي وژنو په ګډون د تاوتريخوالي اوسنۍ کچه هېچا ته د منلو نه ده او هغه کسان چې تاوتریخوالی کوي، د سولې پروسې او د افغانستان راتلونکې ته د زیان رسولو په لټه کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب