شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهله افغانستان او عراقه د ایران ګیله

له افغانستان او عراقه د ایران ګیله

تاند(دوشنبه، د جدې ۱۴) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وايي، هیواد یې د ایران پر ضد د امنیت شورا د بندیزونو د څېړلو په اړه د ملګروملتو د پنځمې کمېټې په غونډه کې د افغانستان او عراق له چلنده خوشاله نه دی.

د ایران د باندنیو چارو وزارت ویندوی سعید خطیب زاده چې پرون (دوشنبه) په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې، د عراق د صدراعظم په قول وویل چې هیواد یې دا موضوع څېړي.

د جنورۍ په لومړۍ/ د جدې ۱۰ د ملګروملتو د سږنۍ بودجې د ارزونې په لړ کې د امریکا حکومت وړاندیز وکړ چې ملګري ملتونه دې د ۲۰۲۱ کال لپاره د ایران پر ضد د بندیزونو کمېټه فعاله کړي.

دا وړاندیز تصویب نه شو ځکه چې ۱۱۰ مخالفې رایې ورکړل شوې. د عراق استازي سپینه رایه ورکړه او د افغانستان استازې په غونډه کې ګډون ونه کړ.

وروسته له دې چې دا موضوع د عراق په رسنیو کې په پراخه پیمانه خپره شوه، د دغه هیواد پخواني صدراعظم حیدر العبادي پر خپله ټویټرپاڼه وکښل چې ښايي دا پرېکړه د دې لپاره شوې وي چې عراق خپل بې پرې دریځ وښيي.

له بلې خوا په تهران کې د عراق سفیر ایرنا خبري اژانس ته وویل چې د هیواد صدراعظم یې په یوه پیغام کې ویلي چې د ایران پر ضد د هیڅ پرېکړې ملاتړ نه کوي.

امریکا چې ظاهراً د ایران د رژیم مخالف دی، د صدام حسین د رژیم له پرزولو وروسته په عراق کې ایران پلوه شیعه ګان واک ته ورسول او اوس دا هیواد د ایران تر ژور اغېز او نفوذ لاندې دی.

2 COMMENTS

  1. د ایران دولت باید د افغانستان او عراق ( خصوصاً افغانستان ) د حساس وضعیت د درک توان ولری او ګیله ونکړی.

  2. ایران د ځانه د سیمې بدمعاش جوړ کړی او غواړي عراق او افغانستان د خپلو ګوډاګیو په ډله کې وشمېري. ایران د فشار لپاره په عراق کې د حشد شعبي او په افغانستان کې د فاطمیون ډلې جوړې کړي او دا هېوادونه پرې ګواهي. افغانستان باید هر هغه ګام اوچت کړي چې د دې هېواد ملي ګټې په کې خوندی وي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب