یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهعام افغانان د پاکستان پر کړکېچ خوښ او طالبان خواشیني ښکاري

عام افغانان د پاکستان پر کړکېچ خوښ او طالبان خواشیني ښکاري

تاند:( چار شنبه ، د غویي ۲۰ )  په پاکستان کې د مخکیني صدراعظم عمران خان له نیول کیدو وروسته په رامنځته شوي کړکېچ عام افغانان خوشاله دي او پاکستان پر افغانستان د همداسې ورځو سبب بولي، خو د طالبانو یو شمېر مشهورې څېرې هم پر دغه وضعیت او هم د خپل مشهور مدافع عمران خان په نیول کیدو خواشیني ښکاري.

په ټولنیزو رسنیو کې یو ډېر شمېر افغانانو د پاکستان د روان کړکېچ د اړوندو عکسونو له خپرولو سره دا مشهور شعر لیکلی: زما د کور لمبو ته مه تودیږه- دېوال شریکه یاره اور به واخلې

دوی دغه راز د عمران خان په پلوۍ پښتونخوا کې د قهرجنو پلویانو کړنې نقد کړي او ویلي، چې سیاستونه پنجاب او پوځ روان کړي، خو د خان بې سنجشه پښتانه په سوات او پېښور کې خپلې خدماتي ادارې خرابوي او پښتانه خپلو کې اخته دي.

د طالبانو یو شمېر مشهورې څېرې بیا برعکس د پاکستان او عمران خان په تازه وضعیت خواشیني ښکاري.

په پاکستان کې د طالبانو د تېر رژیم سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، چې د طالب واکمنۍ د تېر سقوط پر مهال د پاکستان پوځ امریکایانو ته سپارلی و، د دغه هېواد د روان کړکېچ پړه پر امریکا متحده ایالاتو اچولې او د خان د دفاع ترڅنګ یې د پاکستان پوځ لاسپوڅی ګڼلی.

نوموړي لیکلي:(( عمران خان دپاکستان قانوني مشروو دامریکا داستکباراتي باداری څخه یې هرکلی ونکړ، هغوی په اجیرفوج  ددوی دقانون خلاف دمقامه راوغورځاوه اوس بیرته دقانون غوښتنه څه مانا ورکوي؟ د دوی دامنافقت او دپاکستاني فوج غلامي به دپاکستان عوام کوم انجام ته ورسوي.))

د طالبانو یو شمېر مشهورو رسنیزو مدافعینو لکه: نظرمحمد مطمئن، جنرال مبین او نورو هم د عمران خان ملاتړ کړی او د پاکستان پر روان وضعیت خواشیني دي.

د طالبانو رژیم په رسمي ډول دغه وضعیت ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

6 COMMENTS

  1. ښه خبره ده، دپاکستان د پوځ دښمن د افغانانو دوست دی.
    نپوهیږم تاسو ولی منفی بڼه ورکوی؟

  2. زه خو په دې باور یمه او دې پایله ته رسیدلی یم چې له دیورند ها خوا که پوځ دی، که سیاسي ګوندونه دي، که ملایان او که عوام دي. دا ټول د افغانانو خیر نه غواړي. دا هسي خبرې دي، چې ویل کیږي عوام يي ښه خلک دي. که عوامو او ملایانو يي د افغانانو خیر غوښتلای یوه په دا پینځه څلویښت کاله جنګ کې به يي خو یوه ورځ سیاسي ګوندونو، عوامو او ملایانو یوه ورځ دغه پوځ ته ویلي وو. چې نور بس که د پاکستان دفاع په افغانانو مه کوه/ عوامو يي د مهاجرو ډیره برخه کمکونه وخوړل ځانونو ته يي د افغانانو په نوم راشن کارتونه جوړ کړل، پوځ يي د افغانانو د نړیوالو مرستو په مټ ځان تر اټومه او بي پیلوټه الوتکو ورساوه، سیاست والو او ملایانو د پوځ دا هرڅه ورسره تاییدول. او ورسره منله يي چې په افغانستان کې يي اوربل ساته/ زه خو له خدایه غواړم چې په اټومۍ بټیو کې هم اورونه بل شي، او دوئ ټول شهیدان او جنتونو ته روان شي.

  3. پښتانه یوه اصطلاح لري وايي ( چې لري دي لره يي، چې لړي دي لړه يي) پاکستانه خدای ج دي ټول ښارونه لکه د تنظیمي جګړو په مهال زما وران کابل جان غوندې را ووینه. هغوئ چې په تا باندې په هره بانه او هره خواخوږي خوابدي او خپه دي افغانان او مسلمانان نه دي. موږ دي ډیر وځورلو، ډیري ویني دي را تويي کړي، ډیر وروڼه دي را شهیدان کړو، ډیري خویندې میندې دي را بورې ورارې کړي. ای الله زموږ غج ته ترې واخله/ دا په اسیا کې دوهم اسراییل د نقشې له مخې ورک کړه.

  4. سلامونه
    ښه شو چې د تحریک انصاف! تش په نامه منصفانو ته د پي ټي ایم د دې شعار ثبوت ښکاره شوچې::اې جو دهشګردي هین…اوس کې پیچهې..
    او دا د انګریزانو هرموني او د هندوې کلدار پرستې وردي نمکحرامي ورته پته ولګیده
    په عین ورځ د انګليس بل پریمچور ناخلفه اولاده، بني ازراییل!! پر غزه او فلسطین هور بل کړی او ملکیان او ماشومان ې شهیدان کړل!!. لاس په دعا به شو چې الله ج. دې دا دواړه خبیثې سرطاني دانې ژرترژره آپریشن کړي او د خکلې کُره ء ارض نه دې ورک کړي.آمین.ثم آمیین
    په پښتون/ افغان ولسونو کښې ډېر خلک د سولې،پرمختګ او نړۍ سره د سیالۍ طرفداران ډیر ول او دي ؛مګر ټول فساد په مفسدو،هیواد پلورونکو، شخصي ګټو ته پر ملي ترجيح ورکوونکو د خوارجو لاسپوسو چارواکو او حکومتي کمعقلو زمامداریو دي. خلک به به په تش لاس کوم سر ژر ونيسي؟
    مګر که د فارس/ایران انقلاب شځې او نر کوڅو ته راووځي !!!. نیازي احمد خان=عمران هم افغانستان سره د لاهور او پڼډۍ او لندن سیاست مخکې بیوهء.
    ته چې تل کوهی د بل په لار کې باسې++– چرې ستا به په هماغه کوهي لیار شي””:عبدالرحمان بابا /رح.””

  5. الله تعالی ج دې د عمران خان پلویانو ته دا وس او توان ورکړي ، چې دا لګېدلی اور تر ډېرو بل وساتي ، خصوصا د پنجاب په مرکز او شاوخوا کې دا د اور لمبې همداسې روښانه وي . الله تعالی د نور هم برکت پکې واچوي ، د جنت باغونه ټول له پنجابیانو او د هغوی له پلویانو ډک کړې . خدایه ته خو منتقم یې او د مظلومو افغانانو دعاګانې د پنجابیانو په حق کې قبولې کړې . آمین یارب العالمین

  6. هغه چی دکوم دولت دمسلمانو په جنګ او په خرابی خوشالیږی له هغو داسلام تمه مه کوی.
    افغانان مسلمانان دی. یو مسلمان دبل په درد دردمن کیږی. همدا ځکه مسلمانان دفلسطین مسلمانو ته دعاوی کوی.
    له افغانانو سوا نور دجنګ په درد نه پوهیږی. هغه دی خدای په یوه مسلمان هم نه رواولی. زه دپاکستان دپولیسو او حکومتو نه نفرت لرم خو خدای دی یو پاکستانی مسلمان هم زما په شان نه دردوی. ولو که زه هغوی دردولی یم.
    هغه مرتد نشنلیان دافغانانو نمایندګی نسی کولای. دا په نامه افغانان چی دروس او امریکا په جنګو کی یی دافغانانو په ضد سنګرونه جوړ کړی وو او نن دهغوی دورکی سره ورک سول هغه کسان دی چی دجنګ درد یی ندی لیدلی ځکه دوی وژل کول او بچ پاتی سوی. اوس له کمپو او لیری زهرجنی خبری کوی.
    داسی خبری دوطن میشتو افغانانو په ضرر دی. مګر ددوی یی څه؟ مځکه هغه سوځی چی اور باندی بلیږی. دا په نامه افغانان دی نور هم لا خوار او رټلی اوسی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب