شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې یوه سوداګر د زده کوونکو د اسانتیا لپاره هوایي پل...

ننګرهار کې یوه سوداګر د زده کوونکو د اسانتیا لپاره هوایي پل جوړ کړ

تاند:(چار شنبه، د غویي ۲۰ )   د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د انبار خانې لېسې د زده کوونکو د اسانتیا لپاره یوه قومي مشر او سوداګر په ۲۲۰ زرو افغانیو یو هوایي پل جوړ او پرانیست.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د رژیم ځایي چارواکو ویلي، چې له دغه پل څخه به ولسي خلک هم ګټه اخلي.

د ننګرهار د  پوهنې لپاره د طالبانو رئيس مفتي حبيب حضرت حقاني وویل، چې د باران په وخت کې د خوړ راوتلو له امله به زده کوونکي د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو د دې پل جوړولو سره دا ستونزه حل شوه.

طالب چارواکو د پله د جوړونکو نومونه نه دي اخیستي، خو مننه یې ورڅخه کړې ده.

په وروستیو کې د ننګرهار په مختلفو سیمو کې سوداګرو، قومي مشرانو او خلکو د پوهنې بهیر د ملاتړ لپاره ورته مرستې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې خلک د طالبانو رژيم له پوهنې او په خاص ډول عصري زده کړو سره په حساسیت او ورته په نه پاملرنې تورنوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د افغانستان په ډېرو سیمو کې د عصري زده کړو ودانۍ طالب ملایانو ته د مدرسو جوړولو لپاره سپارل شوي.

4 COMMENTS

  1. الله ج دي نوموړي سوداګر ته اجرونه ورکړي. چې د ښوونځي له زده کوونکو سره مرسته کوي او اسانتیاوې ورته برابروي.

  2. پر دغسو خييرو خلکو دي د الله ج رحمت وي، ډېر ستر کار يې کړی دی، هیله ده نور پيسه لرونکي هم د ده پر پله پل کېږدي.

  3. دتاند مختورن خو چی نیښ وانچوی زړه یی نه یخیږی.
    اوس جمهوریت نده چی خلک به خطا کړی. خلک تاسو هم وینی او طالبان هم. هسی ځانونه مه سپکوی.

  4. رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی ؛
    من خرج فی طلب العلم فهو فی سبیل الله حتی یرجع ۰ ـ صدق رسول الله ص
    تعاونوا علی البر والتقوی و لا تعاونوا علی الاثم والعدوان ـ صدق الله العظیم
    خیرالناس من ینفع الناس ـ حدیث شریف
    هو، مومنان هغه خلک دی چي ښه کارونه تقویه کوی او یواځې مسلمان ته ـ نه ، بلکی ټولو خلکو ته
    ګټه رسوی او د انحصار او د نورو له تحقیرولو ، ځان ساتی ،ځکه د مسلم تحقیر د مور د زنا نه لویه ګناه ده او مسلم حاکم کار تحقیر ، ډبول او وژل ندی ؛ باید اصلاح ، خدمت او رفاه ته ترجیح ورکړی
    واِلا یواځی بده ژبه کارول ، وهل او تیری هغه څه دی چي آدمیت نفی کوی او بهیمیت سلنه غالبه
    ښیی او دا ډول خلکو ته نباید امور مسلمین ور وسپارل شی ځکه رسول الله فرمایی؛
    من اٙصبح و لم یهتم بامورالمسلمین فلیس بمسلم
    همداسی فرمایی ؛
    من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم اِنه ظالم فقد خرج من الاسلام ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب