شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد پنجاب پولیس وايي، د عمران خان نژدې ۱۰۰۰ پلویان یې نیولي

د پنجاب پولیس وايي، د عمران خان نژدې ۱۰۰۰ پلویان یې نیولي

تاند (چهارشنبه، د ثور ۲۱مه) د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان له نیول کېدو وروسته د پنجاب د پولیسو ویندوی نن وویل چې د عمران خان نژدې زر تنه پلویان یې په دې صوبه کې نیولي دي.

د پولیسو د ویندوی په وینا، په هغو تاوتریخوالو کې، چې پرون د عمران خان له نیول کېدو وروسته پیل شوي، تراوسه پورې په پنجاب کې ۱۳۰ پولیس ټپیان شوي، د پولیسو او حکومت ۲۵ موټرونو ته اور ورته کړای شوی او پر ۱۴ دولتي ودانیو حملې شوي دي.

د پولیسو ویندوی وايي چې دوی تراوسه پورې د عمران خان په پلوۍ ۹۴۵ تنه اعتراض کوونکي نیولي دي.

راپورونه وايي چې په راولپنډۍ کې د پوځ پر عمومي قوماندانۍ، په لاهور کې د پوځ د قول اردو د قوماندان پر کور او ګڼو نورو ځایونو بریدونه شوي او ځینو ته اور ورته کړای شوی دی.

همداراز په خیبر پښتونخوا کې پر ګڼو ملکي او پوځي ودانیو بریدونه شوي دي.

نن په پاکستان کې انترنیټ تر ډېره پرچاو دی، پوځ په واټونو کې ګزمې کوي او لارې یې بندې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب