پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د پاکستان ناکرارۍ او پر افغان کډوالو يې اغېزې | راحت زيارمل

د پاکستان ناکرارۍ او پر افغان کډوالو يې اغېزې | راحت زيارمل

۱۰ می ۲۰۲۳

د می پر نهمه په اسلام اباد کې د پاکستان پخوانی لومړی وزير او د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د پاکستان د پوځي پولیسو يا رينجرز له لوري ونيول شو، چې ورسره سمدستي د نوموړي پلويانو د پاکستان په مختلفو سيمو کې په لاريون پیل وکړ او په تاوتريخوالي واوښتل.

پر عمران خان مختلف تورونه دي چې د خپل واک په وخت کې يې له واکه ناوړه ګټه اخيستې، غلا او خيانت يې کړی، د محکمې د حکم بې احترامي يې کړې او خپل پلويان يې پارولو ته هڅولي دي.

د سې شنبې په ورځ عمران خان په داسې حال کې ونيول شو چې تازه له لاهور نه اسلام اباد ته په محکمه کې د بايومټريک لپاره رارسېدلی و او سلګونه ساتونکي او پلويانو بدرګه کاوه. په يوه خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې رينجرز ځواکونه دی نيسي او په زوره يې پوځي ګاډي ته پورته کوي. په نورو ويډيوګانو کې ښکاري چې د ده له نيولو وروسته يې پارېدلي پلويان خيني حکومتي ودانيو او د پاکستان د اداره کولو تر ټولو لوی مرکز GHQ په شمول نورو پوځي مرکزونو بريد کوي، ځينو ته ننوتي، تاسيساتو او ګاډو ته يې اور اچولی او سړکونه يې بند کړي دي.

امنيتي ځواکونه د حالاتو د کابو کولو په موخه اقدامات کوي، خو لا هم د دغه هېواد په ځينو سيمو کې تاونريخوالی او ګډوډي روانه ده. په پنجاب کې پر ګوندي ناستو او راټولېدنې بنديز لګېدلی، خو په ورته وخت کې د تحريک انصاف ګوند مشرانو په اسلام اباد کې يوه بيړنۍ ناسته کړې، پخواني خارجه وزير شاه محمود قريشي د ګوند پر پلويانو غږ کړی چې راووځي او لاريونونه لا هم پراخ کړي. د ګوند د جنرل سيکرټري اسد عمر په شمول د ځينو مشرانو نيول لا دوام لري.

خو هممهاله يو شمېر افغان کډوال چې په پاکستان کې اوسېږي، د خپل ژوند، راتلونکي او اوسني برخليک په اړه انديښنه لري، چې داسې ګډوډيو رامنځته کېدل د دوی ژوند لپاره هم ښه پیغام نه لري.

افغان کډوال سميع الله ساپی وايي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وار له مخه په ستونزو کې ګېر دي او د پاکستان د حکومت په شمول د نورو نړيوالو ادارو جدي پاملرنې ته اړتيا لري خو د دغسې ګډوډيو رامنځته کېدل نوې ستونزې زېږوي چې د افغان کډوالو له ستونزو د نړيوالو ادارو، د سفارتونو، پاکستان حکومت او ملګرو ملتونو د کډوالو ادارو پام بلې خوا ته اړوي.

مصطفی شګيوال چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاکستان ته کډوال شوی، په دغسې حالاتو کې د افغان کډوالو په داخلي رامنځته کېدونکو ستونزو انديښمن دی، وايي: ((متاسفانه دلته چې هر وخت کومه پېښه کیږي یا سیاسي کړکیچ رامنځته کیږي بیا نو د افغانانو لپاره جدي مشکلات او سرخوږی جوړ وي. کله کله د پوليسو له لوري د کډوالو ګرفتاري هم شروع شي. له فعلي وضعیت موږ اندېښنه لرو. پاکستان کې د نورو هېوادونو په پرتله د افغان کډوالو شمېر ډېر زیات دی. د اکثریت افغان کډوالو د ویزو قانوني موده پای ته رسیدلې. سره له دې چې کډوالو د خپلې اوسیدنې د مودې د تمدید غوښتنه کړی، خو هغه درخواستي په پروسس کې دي)).

ځينې افغانان په دغه هېواد کې د وروستيو بدلونونو سره د خوراکي موادو او نورو توکو د بيو له لوړوالي شکايت کوي. نوريه چې له نهه مياشتو راهيسې په پاکستان کې اوسېږي وايي: ((په پاکستان کې د حالاتو بدلون او روان جنجال طبعا دلته د افغان کډوالو په ژوند منفي اغیزې لري، دلته میشت افغانان لا له وړاندې له بدو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، او که دلته سیاسي حالات لا خرابیږي نو طبعا د دی هيواد اقتصادي برخه کې ورسره ستونزې ډیریږي چې په افغانانو یې اغیزې شته. . د ویزو لویه مسله ده چې نه تمدیدیږي خو که اوس دغه مظاهرې لا پسې اوږدیږي نو خامخا د پآکستان په اداري مسایلو اغیز لري او له دې سره زموږ د ویزو تمدید مسله ورسره لا پسې غځیږي)).

د يوې کډوالې کورنۍ مشر بلال ناصري د لاريونونو او تاوتريخوالي له امله بیا د ټرانسپورټ، ورځنيو اړتياوو او کارونو د ځنډېدو په اړه جدي انديښمن دی: ((دلته خو زموږ ستونزې له مخکې هم زیاتې وې، دا ورځې لارې بندې دي، ناروغان روغتون او ډاکټر ته په اسانه نه رسېږي، ټيلفونونه او انټرنيټ کله بند او کله خلاص وي، د ورځنيو اړتياوو توکي ورځ تر بلې ګرانېږي)).

مانيلا ملکجيزاده په اسلام اباد کې افغانه کډواله ده، هغه وايي: ((د لاريونونو له امله همېشه لارې تړل کېږي او د خوراکي توکو بيې ډېرې لوړېږي چې زموږ له وسې پورته ده. موږ د طالبانو له بنديزونو راتښتېدلي يو، خو دلته د ژوند شرایط ورځ تر بلې سختېږي او که همداسې ګډوډي روانه وي، نو نه پوهېږو، چې زموږ برخليک به څه شی شي؟))

يو شمېر افغان کډوال چې نورو بهرنيو هېوادونو ته د وتلو په نيت په پاکستان کې شپې سبا کوي، انديښنه ښيي چې که حالات دغسې دوام وکړي، نو ممکن سفارتونه د دوی د لنډې مودې لپاره خپل کارونه وځنډوي او يا هم رخصت وکړي، چې دغه کار به د دوی کارونه ځو مياشتې او يا هم کلونه وځنډوي.

د اسلام اباد اوسېدونکی افغان کډوال محمد اسماعيل چې شل ورځې مخکې يې په يوه بهرني سفارت کې د ويزې لپاره انټرويو ورکړې، وايي: (( که څه هم دلته سياسي حالات په وروستيو کې ښه نه ول، خو بيا هم د وخت په وخت ځنډ سره زموږ کيسونه روان وو، خو که حالات له دې نور هم خرابېږي، يا پوځ مداخله کوي او په حکومت کې ژور بدلونونه راځي، نو ممکن بهرني سفارتونه خپل کارونه وځنډوي چې دا به دلته د زرګونو هغو افغانو کورنيو لپاره خطرناک وي چې وار له مخه د طالبانو له راتګ سره په کوم بهرني هېواد کې د پناه اخيستنې په موخه پاکستان ته راغلي او د انتظار شپې ورځې سبا کوي)).

د سيمې او حالاتو يو شمېر شنونکي په دې اند دي چې د پاکستان پوځ تل په افغانستان کې هر ځل د نظام له ړنګېدو او د لوبې د رخ له بدلېدو سره حالات دې ته برابروي چې په پاکستان کې مستقيما پوځي حکومت (مارشل لاء) نافذ شي؛ چې دغه حالت پخپله په پاکستان کې د مېشته افغان کډوالو پر ژوند هم مستقيما اغېزه لري.

افغان شنونکی او د امریکا په وېسکانسن دولتي پوهنتون کې استاد نجيب ازاد وايي: (( که چېرته د پاکستان بحران دوام ومومي نو دا وضېعت په یاد هېواد کې پوځي حکومت (مارشل لاء) ته لار هواروي.

د پاکستان د کنڼرول پر زړه او مرکز (جې ایچ کیو) برید په یاد هېواد کې خوب او خیال دی. د پاکستان د عمومي نېرېټېو له مخې دغه او دې ته ورته بریدونه د یاد هېواد بقاء له ګواښ سره مخ کوي، او د دې ګواښ د مخنیوي یوازېنۍ لاره پوځي حکومت دی)).

نجيب ازاد وايي چې د پاکستان پوځي واکمنيو تاريخچې ته په کتو وضعيت همدې ته برابر شوی چې د سيمې او افغانستان د مديريت لپاره دغلته په واک کې لوی بدلون راشي، چې دا حالت په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند هم اغېزمنوي. ښاغلی ازاد وايي: ((کله هم چې د سیمې په ځانګړي ډول د افغانستان د وضېعت د مدیریت بحث رامنځته شوی، د پاکستان بشپړ واک پوځ ته سپارل شوی. په ۱۹۷۱ کې د بنګله دېش تر بېلېدو وړاندې د یاد هېواد واک جنرال یحيیَ خان ته ورکړ شو چې نوموړي په ۱۹۷۱ کې پر بنګله دېش د برید امر وکړ. د سړې جګړې پر مهال، افغانستان د سړې نړۍ والې جګړې په ډګر د جوړولو له پاره جنرال ضیاءالحق ته واک سپارل کېږي، او په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې پر مهال د پاکستان واک بیا هم د پوځ (جنرال مشرف) سره وي. په سیمه، په ځانګړي توګه د افغانستان په قضیه کې د مداخلې له پاره ستر قوتونو ته خورا ګرانه وي چې د یوه ملکي حکومت چې له مختلفو ګوندونو څخه جوړ وي، سره معامله وکړي)).

وار له مخه دا نه شي ويل کېدای چې پخپله د پاکستان د ملکي حکومت، پوځ، ګوندونو او سیاست راتلونکی به څه وي، خو يوه خبره چې واضح ده، هغه په پاکستان کې د افغان کډوالو په ژوند او مېشتېدنه کې جدي ستونزې د ممکن بحران زياتوالی دی!

1 COMMENT

  1. که د تاند د نشراتو کسان زما تیری تبصیری وګوری ما مخکې هم لیکلی وو چې نواز شریف تر هغو پاکستان ته نه راځی ترڅو عمران خان بندی نشی، ځکه پخوا یوځل مشرف هم د نواز شریف له لوری له هیواد شړل شوی وو او بیا د عمران خان له لوری هغه (نواز شریف) سعودی او بیا لندن لاړ نو اوس د نواز شریف ورور(شهباز شریف) د خپل ورور کسات له عمران خان اخلی. ترڅو نواز شریف بیرته هیواد ته راستون شی او بیا ټاکنو کې برخه واخلی او اوس به بل هیواد پیدا شی چې عمران خان ته پنا ورکړی.
    بل نظر مې داده چې لویه لوبه کې امریکا نغواړی چې پاکستان دې د چین، ایران او روسیی سره نیکی اړیکې ولری نو عمران کوښښ کولو چې چین او روسیی څخه د تیرو امریکایی مشران په شان د شیدو غوا جوړی کړی او ویی لوشی مګر روسیه او چین د امریکا او عربستان په شان شیدی نه کوی نو اوس امریکا دا ځل کوښښ کوی چې د تایوان د ملاتړ لپاره په سیمه او آسیا کې ځینې ملګری پیدا کړی نو ځکه اوس بایډن غواړی چې راتلونکې میاشت کې دهندی لومړی وزیر نریندرا مودی سره په سپینه ماڼۍ کې وګوری دا خبر رویټر نشر کړی وو نو اوس امریکا ، برتانیه او اروپایی هیوادونه د چین، روسیی او ایران پرضد نوی ګامونه پورته کړی
    نو روسیه او بلاروس کوښښ کوی چې اوکراین مات کړی او اروپا تر لاس لاندی ونیسی نو اروپایی هیوادونه او برتانیی ویره لری کچیری روسیه جګړه د اروپا له لوری غربی او اروپایی هیوادونه سره مخته بوځی، نو امکان شته اورپا او برتانیه تر لاس لاندې ونیسی نو اوس امریکا کوښښ کوی چې هم د پاکستان اتوم په لاس راوړی د پور(قرض) ورسره معامله وکړی، کچیری داسی ونشو امکان شته د ایران، چین او مرکزی آسیایی هیوادونه تر سیاسی فشار راوستو په خاطر نوی ګامونه پورته کړی.
    کچیری امریکا، برتانییه، فرانسه، اروپایی هیوادونه د چین په وړاندی اود ایران په وړاندی ګامونه پورته کوی نو امکان شته چې پدی کې د پاکستان د پوځ مرسته وغواړی ځکه پدی حالت پاکستان تر اقتصادی او سیاسی فشارونو لاندی ده نو پاکستان پوځ کوښښ کوی چې مشرف په شان یا کودتا وکړی او ټول واک پوځ په لاس کې واخلی او یا نواز شریف ته لاره پیدا کړی ترڅو هیواد ته راستون شی او بیا د ټاکنو له لاری قدرت تر لاسه کړی ځکه د دوی کرنسی په ډیر خراب حالت کې ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب