پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهعمران خان د محکمې په ځای د پولیسو په مرکز کې محاکمه...

عمران خان د محکمې په ځای د پولیسو په مرکز کې محاکمه کېږي

تاند (چهارشنبه، د ثور ۲۰مه) د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان له نیول کېدو یوه ورځ وروسته نن د محکمې په ځای د پولیسو په مرکز کې محاکمې ته وړاندې کړل شو.

عمران خان پرون په داسې حال کې چې په اسلام اباد کې لوړې محکمې ته روان و، د پاکستان د ملي احتساب ادارې له لوري ونیول شو.

د اسلام اباد لوړې محکمې نن ویلي چې د عمران خان نیونه فانوني ده. خو د تحریک انصاف مشرانو د محکمې دا بیان حیرانوونکی بللی دی.

د اسلام اباد پولیسو ویلي چې کلک امنیتي تدابیر یې نیولي او د امنیت له اخلالوونکو او عامه ځایونو ته له زیان رسوونکو سره به سخت قانوني چلند وشي.

له بلې خوا په پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو اعتراضونو ته نن هم دوام ورکړی دی.

سره له دې چې پوځ په خیبرپښتونخوا او پنجاب کې ځای پر ځای شوی خو د ناکراریو په دوام کې د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلو راپورونه ورکول کېږي.

د پېښور د لیدي ریډینګ روغتون ډاکتران وايي چې نن ۳ مړي او ۲۷ ټپیان وروړل شوي دي.

اعتراض کوونکو بالاحصار کلا نیولې، همداراز د چترال په چکدره کې اعتراض کوونکو د پوځ پر یوه کمپ برید کړی چې یو تن پکې وژل شوی او څو نور ژوبل شوي دي.

له بلې خوا د پنجاب د پولیسو ویندوی نن وویل، په هغو تاوتریخوالو کې، چې پرون د عمران خان له نیول کېدو وروسته پیل شوي، تراوسه پورې په پنجاب کې ۱۳۰ پولیس ټپیان شوي، د پولیسو او حکومت ۲۵ موټرونو ته اور ورته کړای شوی او پر ۱۴ دولتي ودانیو حملې شوي دي.

د پولیسو ویندوی وايي چې دوی تراوسه پورې د عمران خان په پلوۍ ۹۴۵ تنه اعتراض کوونکي نیولي دي.

راپورونه وايي چې په راولپنډۍ کې د پوځ پر عمومي قوماندانۍ، په لاهور کې د پوځ د قول اردو د قوماندان پر کور او ګڼو نورو ځایونو بریدونه شوي او ځینو ته اور ورته کړای شوی دی.

2 COMMENTS

  1. یو وخت ماته مې ارواښاد پلار رحمت الله علیه به ویل چې افغانستان هغه مظلومه جغرافیه دي چې اوسیدونکي یې د تاریخ په اوږدو کې له انساني حقوقو پرته ژوند کړي. بیا به یې د ارواښاد استاد ګل پاچا الفت رحمت الله علیه رحمتآ واسعه دا شعر وړاندي کولو
    باغ او بڼ یې بې بلبل بې اندلیبه
    رنځوران یې بې دوا اوبې طبیبه
    څه لوږه څه په تبه او څه په تیغ مري
    ورک شه ورک شه د پښتون خواره نصیبه
    د دغه شعر نه بعد به یې دا خبري تل تکرارولي چې له دغې مظلومي خاوره سره جفا د مور سره د معامله او جفا معنی لري ، او هر څوک چې دې خاو ره ته په سپکه او ګوري ژر وي او که لري الله ج به ذلیله او شرمنده په دنیا او آخرت کړي.
    عمران خان یې ښکاره مثال دى د عقل خاوندانو لپاره.
    د خپل پلار په دا خبرو خپله لیکنه پاې ته رسوم ” بچیه دا مه هیروه افغانستان او خلک یې رب العزت په شانې الله ج لري”.
    الله ج دې د مو نږ تاسې ټول والدین،مرحومین او اسلاف اوبخښي او په قبرونو یې نور او وروي. امین!

    • د باچا صاحب خبره زموږ جغرافیا خواره ده ( موږ هم د بده مرغه خوار یو )
      خو
      دومره توان باید ولرو چی د نورو ټولنو یا اشخاصو څخه انتباهی تجربی تر لاسه کړو.
      یوه وړوکی تجربه چی کولای سو خپل سرمشق وګرځوو دا ده چی:
      هیڅکله د یو سیاسی رهبر یا خاص فکری جریان د ګټو لپاره خپل ځان قربانی نکړو.
      عمران خان به ښه یا بد شخص وی خو طرفداران ئی سخته اشتباه کوی چی د هغه په وړاندی افراطی خواخوږی کارَوی.
      متمدنه ټولنه هغه ټولنه ده چی هلته یو سیسټم او قانون حاکم وی کوم چی ملت ور ته وفادار وی نه کوم خاص شخص.
      زموږ غوندی ټولنو کی په لسګونو لسګونو کلونه عام وولس یو سیاسی – فکری مشر ته پخپله زاویه کتل خو خبر نه ؤ چی مشر یا مشران ئی اصلاً د پردې تر شا په بله زاویه کی بند او اسیر او ګرو وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب