جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهطالب رژیم پاکستان خپلمنځي تفاهم او زغم ته وباله

طالب رژیم پاکستان خپلمنځي تفاهم او زغم ته وباله

تاند:( چار شنبه ، د غویي ۲۰ )  پر افغانستان د طالبانو حاکم رژیم د پاکستان د روان کړکېچ له ښکېلو لوریو وغوښتل، چې تفاهم او زغم سره وکړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستان پر روان وضعیت خواشیني ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د پاکستان سیاسي ثبات د دغه هېواد د خلکو او ټولې سیمې په ګټه بولي.

طالبانو دغه راز ویلي، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د خوندیتوب لپاره یې خپلو سیاسي نمایندګیو سره اړیکې نیولي.

په پاکستان کې له پرون راهیسې د پولیسو له لوري د مخکیني صدراعظم عمران خان له نیول کیدو وروسته، د هغه پلویانو قهرجن لاریونونه پيل کړي او د پوځ په ګډون د مختلفو دولتي بنسټونو پر ادارو ننوتي.

2 COMMENTS

  1. طالبان له افغانستان نه د پاکستان خیال ډیر ساتی دوی پوهیږې که نن وی یا صبا بیا به لونګی په ملا تړی او پاکستان ته به منډی وهی اوس متقی دوی زغم ته بولی داسی نشی چی د طالب پرمخ د دوزخ دروازه وتړل شی چی بیا به د تیشتی لاره نلری متقی ولی جهاد په پاکستان که نه اعلانوی چی د یهود پوځی زور زیاتی په کی روان ده نو خدای دې داسی یو حالت راولی چی هغی که دافغان ملت و مظلومو مسلمانانو خیر وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب