Homeخبرونهیو شمېر افغان پناه غوښتونکي د ترکیې اوبو کې له ډوبیدو ژغورل...

یو شمېر افغان پناه غوښتونکي د ترکیې اوبو کې له ډوبیدو ژغورل شوي

تاند:( چار شنبه ، د غویي ۲۰ )  ترکي رسنیو خبر ورکړی، چې د چناق کلا په ساحلي اوبو کې لږ تر لږه ۲۳ افغان کډوال له ډوبېدو ژغورل شوي دي.

د دوی په وینا، د ترکیې د ساحلي ساتونکو ځواکونو ۲۳ تنه ناقانونه پناه غوښتونکي په ایویکیک ښار کې له ډوبیدو وژغورل شول.

ویل شوي، چې دغه کسان ټول افغانان دي او له قانوني لارو چارو څخه وروسته د مهاجرينو د احوالو د ثبت ادارې ته ليږدول شوي دي .

ترکي رسنیو شاوخوا درې میاشتې وړاندې خبر ورکړی و، چې د دغه هېواد پولیسو د ۲۰ ماشومانو په ګډون ۶۰ افغان کډوال ساحل ته نیولي دي.

د دغه راپور له مخې، د افغان کډوالو کښتۍ له دوو ورځو راهیسې د ترکیې او یونان ترمنځ په اوبو کې ډوبه وه.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره له افغانستان څخه د پناه غوښتونکو کسانو وتل په بېساري ډول زیات شوي، چې ډېری دغه کسان په ناقانونه توګه بهرنیو هېوادونو ته ځي او ډېر ځله یې پر لاره د تلفاتو خبرونه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

زموږ د وختونو پسرلي | پوهاند دودیال

زموږ د وختونو پسرلی ښه و، برکت و، مینه وه، یووالی و او هیلې وې. نوروز ته به  یوڅو ورځې پاتې وې، چې د...