جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاروپایي ټولنې یو ځل بیا د طالبانو په نه رسمیت پېژندلو ټینګار...

اروپایي ټولنې یو ځل بیا د طالبانو په نه رسمیت پېژندلو ټینګار وکړ

تاند:( چار شنبه ، د غویي ۲۰ )  د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن افغانستان ته د خپل پنځه ورځني سفر د پای په ترڅ کې اعلان وکړ ،چې پر ښځو د بندیزونو له امله په دغه هېواد کې بشري وضعیت ترینګلی دی.

ده همداراز ټینګار وکړ چې د قانوني حکومت په توګه د طالبانو د واکمن رژیم د په رسمیت پیژندلو امکان نشته.

نیکولسن چې د قطر په غونډه کې یې هم ګډون کړی و، یادونه وکړه چې په دغو خبرو کې په دې نظر دی چې شرایط د نړیوالې ټولنې لپاره چمتو نه دي چې اوسنی طالب رژیم د یوه مشروع حکومت په توګه په رسمیت وپیژني. خو هغه ټینګار وکړ چې له طالب چارواکو او نورو افغانانو سره باید خبرې دوام وکړي.

د نیکولسن په وینا، د دوحې په غونډه کې پر امنیت او له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د پراخې حکومتولۍ پر اړتیا، د بشري حقونو د خوندیتوب، د ناقانونه کډوالۍ او انساني قاچاق د مخنیوي، د مخدره موادو د تولید او قاچاق پر مخنیوي او د افغانستان د اقتصاد پر ثبات هم خبرې وشوې.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په پرله پسې ډول له نړیوالو څخه د دوی د په رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب