پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهنیکلاسن: د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو احتمال نه شته

نیکلاسن: د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو احتمال نه شته

تاند (چهارشنبه، د ثور ۲۰مه) د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي د افغانستان د پنځه ورځیني سفر په پای کې اعلان وکړ چې د افغانستان د قانوني حکومت په توګه د دغه هیواد د اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو شرایط نه دي برابر شوي.

توماس نیکلاسن، چې په دوحه کې د ملګروملتو د سرمنشي په بلنه د افغانستان په اړه له دوه ورځیني کنفرانس وروسته افغانستان ته د پنځو ورځو په مخه تللی و، له طالب چارواکو سره د کتنو او د افغانستان د حالاتو د جاجولو په پای کې وویل، د ښځو خلاف د طالبانو اقداماتو او د افغانستان بشري وضعیت ته په کتو دا هیواد په توره تیاره کې دی او د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو شرایط نه شته.

ده ټینګار وکړ، د یوه قانوني حکومت په توګه د افغانستان د اوسني حکومت د رسمیت پېژندلو احتمال نه ویني.

 نیکلاسن د دوحې کنفرانس ته په اشارې وویل، د قطر په خبرو کې یو ثابت نظر و او هغه دا چې داسې شرایط نه دي برابر شوي چې نړیواله ټولنه د افغانستان اوسني چارواکي د یوه قانوني حکومت په دوګه په رسمیت وپېژني.

خو ده په عین حال کې وویل چې له طالب چارواکو او نورو افغانانو سره باید تعامل دوام وکړي.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته نجونې په اکثرو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې کړې، وروسته یې د هغوی پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې. دغه راز یې په دولتي ادارو کې افغان ښځې له کاره منع کړې. وروسته یې د ملګروملتو له ادارو هم منع کړې.

دې ډول اقداماتو، حتې هغه هیوادونه چې لېواله وو، د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، له دې کاره په شا کړل.

د اروپايي اتحادیې له خبرپاڼې سره سم، د ملګروملتو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز د دې سازمان د منشور د څو مادو خلاف دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب