جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهڅه باندې ۹ سوه طالب جنګیالیو څخه په دولسم ټولګي کې د...

څه باندې ۹ سوه طالب جنګیالیو څخه په دولسم ټولګي کې د شاملیدو ازموینه واخیستل شوه

تاند:( چار شنبه ، د غویي ۲۰ )  په کندهار کې د پوهنې ریاست حاکمانو له ۹۲۲ طالبانو څخه ښوونځیو ته د شاملېدو په موخه ازموینه واخیسته.

د کندهار د پوهنې لپاره د طالبانو رئیس مولوي فخرالدین نقشبندي وايي، چي دا ازموینه یې د پوهنې وزارت په لارښوونه واخیسته.

د هغه په وینا،  دا ازموینه له هغو طالبانو اخیستل کیږي، چې په دیني او عصري برخو کي یې زده ‌کړې کړې وې.

د طالب مقام په وینا، په ازموینه کي بریالي طالبان به دوولسمو ټولګیو کي شامل شي.

د طالبانو منتقدین بیا د دوی له غړو ازموینه اخیستل نمایشي بولي او باور لري، چې په دې ډول طالب رژیم په غیر قانوني ډول خپلو جنګیالیو ته تعلیمي او تحصیلي اسناد برابروي او پر دولتي دندو یې ګماري.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم وار د مخه ویلي، چې دوی ته د لوړو زده کړو د اسنادو د وېش معیار د طالب جنګیالیو د الوزولو ماینونو شمېر دی.

3 COMMENTS

  1. ځناورو قدیانی تربیه شوی وحشی طالبان د انګلیس چوچه پلان له مخی به د افغان اوسنۍ نسل بی سواده وساتل شی او یوازی د سپارو زده کړه به وکړی او هغه هم د قدیانیو په چوکات کښی ، د تاسو له مینځه تلل باید ډیر جدی ونیول شی !!!!

  2. تنها مرتد خلک په دی خوښ ندی. نور خو دا دکامیابی یوه لیاره بولی.
    هغه دجمبوری تعلیم دی هم ورک سی چی دولسم یی خلاص کړی وی او په ساده خبره نه پوهیږی.
    څینی بیا هومره بیعقل دی چی سپین ږیری سوی هم وی خو سمه املاء یی لا نوی زده کړی. چی غرب ته ولاړ سی بیا نو وایی چی ګواګی نابغه ځینی جوړ سوی. مګر مونږه پوهیږو چی ځینی یی هلته دتشناب دپاکولو صلاحیت نلری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب