پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د بریالیتوب لپاره انګېزه نه لرئ؟ | عبدالرحمن احمدزی

د بریالیتوب لپاره انګېزه نه لرئ؟ | عبدالرحمن احمدزی

 وروستیو تحولاتو په وطن پاتې ځوانان او له وطنه تللي ځوانان  ډول ډول ستونزو سره مخ کړي، مالي ستونزې، کورنۍ ستونزې، د کار د ډکر ستونزې، او د بیکارۍ ستونزو او مشکلاتو سره ځوانان مخ دی، او نه پوهیږي چې په ژوند کې د بریالتوب لپاره څه باید وکړي؟

 له دغو مشکلاتو د خلاصون یواځینۍ لاره ځان هڅونه او یا هم ځان ته د انګېزې ورکول دي.

که انګېزه او د پرمختګ فکر ونه لرو له دغو مشکلاتو نه شو خلاصیدلی راځئ دلته په هغو مسایلو خبرې وکړو چې موږ ته د بریالیتوب فکر او انګېزه راکوي.

۱ –  تر ټولو لومړی باید د ناکامۍ فکر له منځه یوسو او په ذهن کې نوی فکر ته ځای ورکړو یعنې هغه تصور او فکر چې موږ ته یې ستونزې او مشکلات راکړي له منځه یوسو یعنې په هغه زوړ فکر دغه مشکلات نه شو حل کولی باید په بشپړ ډول خپل ذهن د وخت او پیښو سره تغیر او اپډیت کړو او کلک هوډ له ځان سره وکړو چې په خپلو دماغو مو کنټرول ترلاسه کړی.

۲ – په ژوند کې داسې اهداف باید وټاکو چې د ترلاسه کیدو وړ وي، دغه اهداف میاشتنې، شپږ میاشتنې او کلنې کیدلی شي نه داسي اهداف چې ترلاسه کول یې ستونزمن او یا ناشوني وي، د دغو اهدافو تعقیب به موږ تاسې  سره مرسته وکړي چې د ژوند مسیر کې هیښونکې ګامونه واخلو او هدف پسې لاړ شو.

۳-  داسي ذهنیت باید جوړ کړو  چې د خپل قوت په ټکو تمرکز زیات او هغه لیوالتیا چې د خپلو اهدافو لپاره یې لرو وخت په وخت تر نظر لاندې وساتو او خپلې کمزوري نقطې تر کار لاندې وساتو او د وخت په تېریدو یې په قوت بدلې کړو.

۴ –  خپلې کوچنۍ بریاوي باید ولمانځو دا فرق نه کوي چې دغه بریا څومره کوچنۍ ده، همدا بسنه کوي چې تاسې بریالي شوي یاست، د مثال په توګه رئیس یا امر مود کار ستاینه وکړه، یا مو په کور کې داسي کوم کار وکړ چې د کورنۍ د خوشالۍ سبب مو وګرځید، دا بریاوي کوچنۍ مه ګڼی ویې لمانځئ دغه کوچنۍ بریاوي تاسې ته مثبته انرژي درکوي او لویو اهدافو په ترلاسه کولو مو برلاسي کوي.

۵ –  له نورو سره ځان مه پرتله کوئ هر انسان په خپل خپل ځای کې د خپل کار لپاره پیدا شوی ، خپل ځان ته په درنښت قایل شئ، په ټولنېزو رسنیو کې د خلکو د بریالیو کارونه او خوشاله ژوند  په اړه که هر څه لولئ او اورئ تاسې مه ناهیلې کیږئ ځکه چې دغه کسان یواځي هغه څه خپروي چې دوی په کې بریالي دي ، هغوي نور ستاسې څخه دوه چنده مشکلات لري خو نه یې رسنېز کوي تاسې هم پرتله بس کړئ او په خپلو اهدافو تمرکز وکړئ تر څو بریالي شی.

۶ – د هغو کارونو د کولو هوډ وکړئ چې علاقه او مېنه ورسره لرئ د نورو هغه کسانو کارونه مه کاپی کوئ چې تاسې ورسره جوړ نه یاست خو د کوم لالچ له مخې مو ځان مجبور کړئ چې هغه کار وکړئ چې علاقه مو ورسره نه وي.

۷ – د خپلو فعالیتونو لېست مو په ورځو، اوونیو، میاشتو او کلونو وویشئ او هغه کارونه چې موږ ځانته پلان کړي باید ریالسټیک واوسي مانا هغه شیان باید پلان شي چې ترلاسه کول یې ممکن وي نه، چې  د اوونۍ کارونه مو د ورځي په پلان کې او د میاشتي کارونه مو د اوونۍ په پلان کې لیکلي وي چې دا به کوم ها به کوم  خو د وخت په تیریدو مو هیڅ نه وي ترلاسه کړي.

درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب