جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهطالبان: له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو شرایط لا...

طالبان: له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو شرایط لا هم نه دي برابر شوي

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۲۱ )  د افغانستان د پوهنې وزارت لپاره د طالبانو واکمن حبیب الله آغا یو ځل بیا ادعا وکړه، چې په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو لپاره شرایط نه دي برابر شوي.

هغه په پنجشېر کې د یوې مدرسې د جوړولو غونډې ته وویل، چې په دې اړه به وروستۍ پریکړه دیني عالمان کوي.

طالب وزیر روښانه نه کړه، چې د نجونو د زده کړو دغه شرایط باید څه ډول وي او ننګونې څه دي، چې دا شرایط ورسره نه مساعدیږي؟

د طالبانو منتقدین دغه ډله د دې او نورو افراطي پریکړو په اړه یې له هر ډول منطق څخه بې برخې بولي او ټینګار کوي، چې له محدودو طالب مشرانو پرته د دوی اکثره کسان هم نه پوهیږي چې د نجونو ښوونځي یې ولې تړلي دي.

د طالبانو نا لیدل شوی مشر ملا هبت الله او محدوده ډله یې، چې د پوهنې وزارت واکمن هم پکې شامل دی، د نجونو د زده کړو اصلي خنډ ګڼل کیږي.

تر اوسه هیڅ طالب مقام د نجونو د زده کړو د مخالفت له امله د خلکو پر مخ څرګند شوی او د دغو بندیزونو د دفاع دلایل یې نه دي وړاندې کړي.

2 COMMENTS

  1. دا جاهلان د مزخرفاتو قالو قالو خره فرمان موریدان دی ! ددوی نه نور چارپایان ڼشته نالت ددوی په اسلام !

  2. کار او امانات که اهل ته یی وسپارل شی ،اهل د کار شرایط برابرولی شی او هغه عاقل مومن حکام دی ؛ فسئلوا اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون ـ فقهای امت هر څه امت ته اسانه کړی په ډیر کم وخت
    کی د دنیا د ټولو علمی مراکزو او اصحاب تحقیق رایه تر لاسه کیدای شی خو د وزیر نه خپل مسئولیت ورک دی که اهل کار او د وزارت وړ وی یو ساعت د تعلیم یی په دنیا او ما فیها نه بدلوله ؛ دا کار د جهالت او عدم اهلیت زیږنده ده او د شریر استخباراتو تعفن تری خوریږی
    رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی ؛ مَن اٙصبح و لم یهتم بامور المسلمین فلیس بمسلم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب