یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: د افغان بشري ناورین په مقابله کې ځنډ به درنه...

ملګري ملتونه: د افغان بشري ناورین په مقابله کې ځنډ به درنه بیه ولري

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۲۱ )  د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) خبرداری ورکوي، چې د افغانستان له بشري ناورین سره د مقابلې په هڅو کې ځنډ به درنه بیه ولري.

یادې ادارې په یوه ټویټ کې لیکلي:”د کافي تمویل سره، د بشري ناورین سره د مرستې شریکان کولی شي په لویه کچه لوږه کم کړي، د ناروغیو خپریدو مخه ونیسي او د زیږون په وخت کې د میرمنو د مړینې احتمال کم کړي.”

دغه سازمان ټینګار کړی، چې له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره پر وخت بودیجې ته اړتیا ده او خبرداری یې ورکړی، چې په دې برخه کې د هېڅ نه کولو بیه به ډېره ګرانه وي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په دوحه کې کې ویلي وو چې په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري او تر اوسه په دغه هېواد کې د بشري ناورین سره د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو له خوا د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۶ سلنه ورکړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو مالیې وزارت د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونې رد کړې وې.

شنونکي باور لري، چې نړیواله ټولنه او طالبان دواړه د افغانستان د بشري ناورین ځپلو په تړاو سیاسي او ظالمانه چلند کوي، چې د بدو پایلو مسوولیت به ور د غاړې وي.

دوی طالبان د نړیوالو پر وړاندې په افراطي پریکړو او دریځ او نړیوال د طالبانو د فشار لاندې راوستو لپاره افغان ناورین ځپلو ته په لږې پاملرنې تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب