جمعه, مارچ 29, 2024
Home+زدکړه او تعليم/ زهير سپېڅلی

زدکړه او تعليم/ زهير سپېڅلی

زدکړه او تعليم د هر هيواد او ملت د پرمختګ او ښې راتلونکي ضمانت کوي.
هغه هيوادونه چي نن سبا پر وچه، اوبو او فضا حکومتونه کوي، مرفه او ارام ژوند لري، د بل له احتياجه خلاص دي، پر ځان متکي دي؛ هغو ټولو ځان په تعليم سمبال کړی دی. د تعليم له برکته دغي درجې او مقام ته رسېدلي دي.
په کومو ټولنو کي چي تعليم نه وي يا د څو خاصو کسانو لپاره وي، هغه ټولني پرمختګ نشي کولای.
بل ته محتاجي وي.
ټول عمر د نورو تر لاس لاندي وي.
راتلونکی به ئې د نورو په خوښه او فرمايش ټاکل کېږي.
پرېکړي او فيصلې ئې نور  کوي.
د دې واک نه لري، چي څه ورکړي، څه واخلي.
پر سرنوشت ئې نور لوبي کوي.
دوی فقط لوبغاړي دي، چي پردۍ لوبي مخته وړي، خو ګټه ئې نور اخلي او تاوان ئې دوی پرې کوي.
بې تعليمه ټولنه، بې شعوره ټولنه ده.
په کومو ټولنو کي چي زدکړه او تعليم نه وي، هلته ملي شعور او ملي احساس په صفر کي ضرب وي.
له چا سره د هيواد او ټولني د راتلونکي فکر نه وي.
ټولنه بلکل ځای پر ځای ولاړه وي.
د پرمختګ او سمون غم څوک نه کوي.
ټولنه ورځ په ورځ مخ پر زوال روانه وي.
نورو ته د احتياج او لاسنيوني ګراف مخ پر لوړه خېژي.
مسؤليت څوک نه پېژني يا ئې څوک نه ادا کوي.
په هيواد او ټولنه کي چي زدکړه عامه نشي؛ عامو او خاصو ته په يو ډول و نه رسېږي؛ يو سالم ښوونيزــ روزنيز نظام او روڼ سيستم نه وي؛ د ټولني د پرمختګ او روښانه راتلونکي هيله نه کېږي.
تر هغو به ټولنه همداسي ګډه وډه، بې نظمه، بې شعوره او بې سرنوشته پاته وي.
دغسي وګړي که څه هم په ښکاره  د ازادۍ او خپلواکۍ زمزمې کوي؛ خو په باطني ډول پوره اشغال شوي دي.
يوازي يو معياري، سالم، پرمختللی ښوونيز او روزنيز سيستم زموږ د پرمختګ او بقا ضامن دی.

5 COMMENTS

  1. قربان مو شم ښکلیو نازنینو کاشکې دداسې جاهل اجباري مافیایې دین او مذهب پيروان نه وی ! تر څو چې پر دې فاسد دین او مذهب کې بند یاست د ټولو بختویو سره به مخامخ یاستۍ او د فاسد زیړ داړي عربی غلام ملا او مردارشریعت په بندیخانه کې به ژوندکوۍ !

  2. ډیره اهمه ، منلې او تجربه شوی عامل چي اسلامی او علمی ریښه لری او د سالم انسانیت تر مینځ ټول پری اتفاق لری ، هغه همدا سپیڅلې خبره ده چي سپېڅلی کړی خو دا د مومنو سپیڅلو خادمانو مسئولیت دی چي ډدی معزز ملت ریښتونی عاقل دوستان وی او په یقولون بافواههم ما لیس فی قلوبهم ۰۰۰ او اٙ تامرون الناس بالبر و تنسون انفسکم ۰۰۰ او کمثل الحمار یحمل اسفارا باندی
    دا کار ډیر دروند او توقع یی هم بعیده ده۰
    الله عزیز ذو انتقام ذات دی په خپل رحمت واسعه سره دی ملت او امت ته خادم حاکمان ورکړی چي
    امت راټول او هر مسلم په هر ځای کی مصئون او معزز وی او د هر هغه جاهلی تعصب نه چی مسلمان ځوریږی او شرم د انسانیت دی زموږ ټولنه تری پاکه او خپل عزت او رفاه د ملت او امت په
    عزت کی ونغاړو او د ۰،۰۱ سلنه غاصبه ملکۍ ته ،ملی او اسلامی حکومت ویل مضحکه مسخرې ته د پای ټکۍ کیږدو او عاقلانه با حکمته ګامونه د تقرب الی الله په خوا بسم الله کړو نو بیا وګوری چي خیر الناصرین څنګه دِ ؛ و یرزقهم من حیث لا یحتسب ،احسان مستحق مو ګرځوی ۰
    د ملت جوړونې اساسی لار چي ملت عزت او استقلال ته رسوی همدا ده؛
    یوازی یو معیاری ، سالم ، پرمختللی ښوونیز او روزنیز سیستم زموږ د پر مختګ او با عزته بقاء وسیله
    ګرځیدی شی ، اِن شاء الله تعالی و هو ارحم الراحمین ۰

  3. انډیواله خوشې لګیایې د څه شي ډاکتر یې ؟؟ نفس مې ترته په تنګ شه په دین او چېټیاتو یې عقیده او کړنلاره خوشې جهالت دی ! دین دهر چا زړه خو عملي کول یې په نورو فاشیزم دی چې اس اس یې عربي محمد او یهودو ایښی دی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب