یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهشهباز شریف: د عمران نیازي او پلویانو شرجوړونکی غبرګون به ونه بښل...

شهباز شریف: د عمران نیازي او پلویانو شرجوړونکی غبرګون به ونه بښل شي

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۲۱ )  په پاکستان کې د مخکیني صدراعظم عمران خان له نیول کیدو وروسته، اوسني صدراعظم شهباز شریف خپلو خلکو ته په یوه ټلویزوني وینا کې عمران خان بیا – بیا د عمران نیازي په نوم یاد کړی او په شر جوړولو له تورنولو سره یې ویلي، چې د هغه او پلویانو کړنې به یې ونه بښل شي.

شهباز شریف د عمران خان له نیول کیدو وروسته، د هغه د پلویانو له تاوتریخوالي ډک غبرګونونه، په ځانګړي ډول د پوځ پر ودانیو بریدونه دښمنانه ګڼلي دي.

له دې سره راپورونه څرګندوي، چې پوځ ته د ځينو ښارونو د وضعیت کنټرولولو له مسوولیت سپارلو سره بیا هم اړ و دوړ روان دی او بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو او قهرجنو لاریون کوونکو ترمنځ اخ و ډب کیږي.

په دغو ناندریو کې د عمران خان د یو شمېر پلویانو د مرګ ژوبلې او یو شمېر ودانیو د سوزول کیدو خبرونه ورکړل شوي.

یو شمېر پښتنو فرهنګي څېرو په دې برخه کې د پېښور راډیو د ودانۍ په سوزول کیدو خواشیني ښودلې او ویلي، چې د راډیو آرشیف کې مهم فرهنګي میراثونه له منځه تللي.

په ورته وخت کې ویل شوي، چې پولیسو د عمران خان د ګوند مرستیال شاه محمود قریشي او یو شمېر نور پلویان یې نیولي، خو خپله عمران خان به تر یوې اونۍ له بنده بیرته خوشې شي.

نړیوالو له پاکستاني لوریو غوښتي، چې د وضعیت د کنټرول لپاره خبرو ته کیني او د ناورین زیاتیدو مخه ونیسي.

1 COMMENT

  1. که د تاند د نشراتو کسان زما تیری تبصیری وګوری ما مخکې هم لیکلی وو چې نواز شریف تر هغو پاکستان ته نه راځی ترڅو عمران خان بندی نشی، ځکه پخوا یوځل مشرف هم د نواز شریف له لوری له هیواد شړل شوی وو او بیا د عمران خان له لوری هغه (نواز شریف) سعودی او بیا لندن لاړ نو اوس د نواز شریف ورور(شهباز شریف) د خپل ورور کسات له عمران خان اخلی. ترڅو نواز شریف بیرته هیواد ته راستون شی او بیا ټاکنو کې برخه واخلی او اوس به بل هیواد پیدا شی چې عمران خان ته پنا ورکړی.
    بل نظر مې داده چې لویه لوبه کې امریکا نغواړی چې پاکستان دې د چین، ایران او روسیی سره نیکی اړیکې ولری نو عمران کوښښ کولو چې چین او روسیی څخه د تیرو امریکایی مشران په شان د شیدو غوا جوړی کړی او ویی لوشی مګر روسیه او چین د امریکا او عربستان په شان شیدی نه کوی نو اوس امریکا دا ځل کوښښ کوی چې د تایوان د ملاتړ لپاره په سیمه او آسیا کې ځینې ملګری پیدا کړی نو ځکه اوس بایډن غواړی چې راتلونکې میاشت کې دهندی لومړی وزیر نریندرا مودی سره په سپینه ماڼۍ کې وګوری دا خبر رویټر نشر کړی وو نو اوس امریکا ، برتانیه او اروپایی هیوادونه د چین، روسیی او ایران پرضد نوی ګامونه پورته کړی
    نو روسیه او بلاروس کوښښ کوی چې اوکراین مات کړی او اروپا تر لاس لاندی ونیسی نو اروپایی هیوادونه او برتانیی ویره لری کچیری روسیه جګړه د اروپا له لوری غربی او اروپایی هیوادونه سره مخته بوځی، نو امکان شته اورپا او برتانیه تر لاس لاندې ونیسی نو اوس امریکا کوښښ کوی چې هم د پاکستان اتوم په لاس راوړی د پور(قرض) ورسره معامله وکړی، کچیری داسی ونشو امکان شته د ایران، چین او مرکزی آسیایی هیوادونه تر سیاسی فشار راوستو په خاطر نوی ګامونه پورته کړی.
    کچیری امریکا، برتانییه، فرانسه، اروپایی هیوادونه د چین په وړاندی اود ایران په وړاندی ګامونه پورته کوی نو امکان شته چې پدی کې د پاکستان د پوځ مرسته وغواړی ځکه پدی حالت پاکستان تر اقتصادی او سیاسی فشارونو لاندی ده نو پاکستان پوځ کوښښ کوی چې مشرف په شان یا کودتا وکړی او ټول واک پوځ په لاس کې واخلی او یا نواز شریف ته لاره پیدا کړی ترڅو هیواد ته راستون شی او بیا د ټاکنو له لاری قدرت تر لاسه کړی ځکه د دوی کرنسی په ډیر خراب حالت کې ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب