Homeخبرونهچین: افغانان دې زموږ په ویزو چا ته پیسې نه ورکوي

چین: افغانان دې زموږ په ویزو چا ته پیسې نه ورکوي

تاند:( پنجشنبه ، د غویي ۲۱ )  په افغانستان کې د چين سفارت وايي هغه افغانان، چې غواړي چين ته سفر وکړي، د ویزې غوښتنلیک دې له کوم فیس جمع کولو پرته په انلاین ډول د سفارت په وېب پاڼه کې ډک کړي.

دغه سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، وېزه اخيستونکي اړ نه دي، چې د فورم د ډکولو، ملاقات او يا وېزو اخيستلو لپاره کوم درېيمګړي ته پيسې ورکړي.

 په اعلامیه کې راغلي، چې سفارت به هېڅکله د وېزې د ټاکلو وخت لغوه نه کړي او نه هم کومې منځګړې ادارې ته اجازه ورکوي، چې د وېزې غوښتونکو سره د وېزې د غوښتنليکونو په ډکولو، آنلاين ملاقاتونو ترلاسه کولو يا سفارت ته د اسنادو په سپارلو کې مرسته وکړي.

سرچینه زیاتوي:(( نو د دې لپاره چې له چل او فريب څخه مخنيوی وشي، سپارښتنه کېږي، چې د وېزې غوښتونکي په سمه توګه د غوښتنليک فورمه ډکه کړي، آنلاين د ملاقات وخت وټاکي او د ((چين وېزې غوښتنليک لپاره له لارښوونې)) سره سم اړين اسناد وسپاري.))

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو سره د پاکستان او ایران په ګډون د نړۍ نیږدې ټولو هېوادونو ته د افغانانو د تلو ویزې اخیستل په بېساري ډول ستونزمن شوي او دغه ویزې تر ډېره په تور بازار کې په ډېره لوړه بیه پلورل کیږي.

د چین په شان ژمنې د نورو هېوادونو سفارتونو هم کړي، چې خلک یې عملي اړخ ډېر کم رنګه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...