پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+څنګه پر خپل نفس اعتماد پیدا کړو؟

څنګه پر خپل نفس اعتماد پیدا کړو؟

لیکنه: عزیزالرحمن روان

یا ایها النفس المطمنته ارجعی الی ربک راضیته مرضیه فادخلی فی عبادی وا دخلي جنتي

ژباړه: اې آرام او ډاډمن نفسه وروګرځه د خپل پرودګار لوري ته، ځکه چې هم خدای (ج) له تا خوښ او هم  ته له خدای (ج) خوښ یې، ورننوځه زما د غوره بنده ګانو منځ ته او ورننوځه زما جنت ته.

انسان د هستۍ په نړۍ کې ستر مقام لري د انسان پېژندنه، ځای، مقام، منزلت ټول د یو انسان د نفس په عزت پورې اړه لري، په نفس اعتماد انسان ته عزت وربښي، په نفس اعتماد د ژوند او ستونزو په وړاندې د انسان پیاوړتیا څرګندوي، په نفس اعتماد د انسان د ودې او لوړتیا لامل ګرځي.

که عواړۍ چې وپوهیږۍ چې نور انسانان ستاسو په وړاندې څه احساس لري اول په دې وپوهیږۍ چې تاسو د خپل ځان په اړوند څه احساس او باور له ځان سره لرۍ.

پدې لیکنه کې په نفس د اعتماد د پیدا کیدو شپږویشت باوري او ګټورې لارې ښودل شوي تاسو یې ولولۍ په ورځیني ژوند کې یې عملي کړۍ تر څو مو په نفس باور لوړ شي.

۱: د لوی خدای(ج) پر ځواک او مرسته باور او توکل وکړۍ.

که انسان په  لوی الله ج توکل او باور وکړي نو هېڅکله به د یوازیتوب، ناهیلۍ، ویرې، تشویش او خپګان احساس ونه کړي، ځکه الله ج د پوره ایمان لرونکی انسان د هرډول ستونزو څخه ساتي او دفاع یې کوي.

ان الله یدافع عن الذین آمنو.

ژباړه: الله ج له هغو انسانانو څخه چې په هغه یې ایمان راوړی وي دفاع کوي.

۲: ځان ومومۍ تاسو څوک یاست؟

دا اصل تاسو باوري کوي چې له ځانه وپوښتۍ تاسو څوک یاست؟ له ځانه څه جوړول عواړۍ؟ دا اصل مو په شعوري او لاشعوري ذهن کې دیته اړ کوي چې ځان ارزیابي کړۍ.

د شخصیت ټول فایلونه او دوسیې له سره په غور سره وڅیړۍ junk یا ویروسي مضر فایلونه ترې وباسۍ او منفي باورنه او منفي فکرونه ختم کړۍ.

ددې اصل په عملي کولو سره تاسو کولای شۍ د ځان په اړوند ټول منفي باورنه لکه ته زوړ یې، ته یې نشې کولای، ته ډارن یې، ….. په مثبتو او هڅونکو باورنو بدل کړې لکه خانته ووایې ته ځوان یې، ته یې په ډېرښه ډول کولای شې، ته زوړور یې، ته ښکلی یې، ته مین یې…. چې دا مثبت عبارتونه مو پر نفس اعتماد لوړولی شي.

۳: ځان درک کړۍ.

که عواړۍ وپوهېږۍ چې نور ستاسو په اړه څه احساس لري نو وبښۍ لمړۍ پدې پوه شۍ چې تاسو د خپل ځان په اړه څنګه احساس او باور لرۍ چې ستاسو احساس په شان به نور خلک هم ستا په اړه احساس لري.

نو ځان ښه احساس کړۍ، ځان پیاوړی او ستر وګنۍ، ځان ښکلی ووینۍ تر څو نور هم تاسو ومني او باور درباندې وکړي.

۴: هره شیبه د ځان ارزښتۍ او لوړوالي فکر وکړۍ.

هغه انسان چې ځانته په ارزښت قایل شي نو پر ځان یې باور پیاوړی کیږي اود نورو منفي باورنو، اندونو او فکرونو ته ارزښت نه ورکوي کله چې کوم انسان د ځان ارزښت درک کړ ځان یې وپېژند بیا نو هغه پخوانی انسان ندی او نور پخواني فکرونه، بې ځایه انديښنو او تشویشونو ته ځای نه ورکوي.

۵: په ژوند کې مو بدلون راولی.

که ژوند مو عادي او د نورو ورځو په شان تکراري روان وي هڅه وکړۍ یو څه نوی بدلون او نوښت پکې راولۍ حتی که دا بدلون ډېر لږ هم وي ستاسو په نفس اعتماد ورسره پیاوړی کیږي لکه د هرې تکراري ورځې خواړه بدل کړۍ، نوي جامې وغواندۍ، سټایل مو نوی کړۍ، ویښتان مو هره ورځ منظم کړۍ، نوي ملګري پیدا کړۍ، د دندې ځای مو بدل کړۍ،  د خبرو او تګ او حتی د فکر ډول ته مو تغیر ورکړۍ چې پدې سره مو په ځان باور لا پیاوړی کیږي.

۶: په ځان شک مه کوۍ.

ځان په شک، ویره او تردید کې مه اچوۍ که شک لرۍ چې نور له تاسو  ښه دي د هر څه خاوندان دي خو تاسو هېڅ نلرۍ په داسې شکونو مو یوازې ځان تباه کوۍ که نور هر څه لري ته لمړۍ پدې فکر وکړه چې دوی دغه مادیات يا معنویات څنګه او په کومو لارو لاسته رواړي ته هم هڅه وکړه سخت کار وکړه، لاسونه تڼکې کړه، ماعزه د وخوره د وخت ارزښت وپېژنه چې پدې کارونو سره ته هم د یوه څّ څښتن کېدلای شې، ځان مهم وګڼه.

۷: د مشرۍ او واک چلونې حس په ځان کې وروزۍ.

ځان یو رهبر وروزه، نور په ځان پسې کړه د نورو لپاره یو لیډر او مشر جوړ شه خلک رهبري کړه، د کمترۍ او په چا پورې د ځان تړنې احساس مه کاوه د ټولنیزو چارو واګي په خپل لاس کې واخله نورو ته لارښود جوړ شه پریږده چې نور ستا تر شاه ودریږي تر څو ستا لاشعوره ضمیر دا احساس کړي چې ته یې کولای شې چې نور رهبري کړې چې په دې سره د په نفس اعتماد ډېر پیاوړی کیږي.

۸: مسوولیت واخلۍ.

مسوولیت ومنۍ، ریسک واخلۍ، د خپل ژوند چارو مسوولیت په خپله واخلۍ د خپل ځان مسوول شۍ که لوی مسوولیت نشۍ اخیستلی له وړو چارو یې پیل کړۍ، د نورو خلکو د ستونزو د حل کولو لپاره د وس مطابق د هڅو کولو او ستونزو حلولو مسوولیت واخلۍ چې په دې سره مو پر ځان باور لا پیاوړی کیږي.

۹: د ځان ظاهري پاکوالي او ښکلا ته پام وکړۍ.

د انسان ظاهر اوښکلا مستیقما دنفس اعتماد سره اړیکه لري.

منظم، منسجم، مرتب او پاک ملبس واوسۍ، دا چې پاکوالی زموږ دين کې ډېر غوره ګڼل شوی چې حتی د ایمان نښه بلل شوي نو د اسلام له نظره پر نفس لوړ اعتماد لرونکي هغه خلک دي خپل ظاهر او پاکوالي ته ډېره توجه کوي.

څومره چې پاک او ښکلي واوسۍ همدومره به مو په نفس اعتماد لوړ وي.

۱۰: ځان او نور وستایۍ او تشویق یې کړۍ.

دا چې زموږ لاشعوره ضمیر زموږ باورونه راجوړوي او د عصبي ريښو له لارې یې موږ ته رالیږي نو انسان فطرتآ په هغه وخت کې لا ډېر هڅیږي او پر خان باور پیدا کوي چې دده وړتیاووې او کارونه وستایل شي که نور مو نه ستایي، خپل ځان پخپله وستایۍ ځانته میلمستیا جوړه کړۍ ځان ونازوۍ، ځانته لوړې نمرې ورکړۍ ځان خوشاله ثابت کړۍ خپل ځان وهڅوۍ ځانته افرین ووایۍ چې پدې سره مو پر نفس اعتماد زیاتیږي.

۱۱: ځان او نور مه ملامتوۍ.

هېڅکله ځان یا نور مه رټۍ که ناکام شوې ځان مه ملامتوه چې ولې ناکام شوې، تمبل یې ته نشې بریالی کېدای کم عقل یې ماعزه د خراب دي ولې د کمې نمرې واخیستې بلکې ددې پر ځای ووایۍ خیر یوه تجربه وه چې تر لاسه مې کړه بیا ځل لپاره به نه تکراریږي ووایۍ بل ځل لپاره یې په لوړو نمرو ګټم.

او مه هم نور ملامتوۍ چې ولې ناکام شوۍ؟ ولې دغسې یاست يا ولې داسې یاست؟ چې پدې سره هم د ځان او هم د نورو پر ځان باور له منځه وړلو سبب ګرځۍ.

دغه اصل ریسان، مدیران، استادان، میندي او پلارونه باید ډېر په نظر کې وساتي ځکه دوی باید ماشومان يا د دوی تر لاس لاندې کسان ونه رټي چې پدې سره د دوی راتلونکی د خاورو سره خاورې کوي او پر ځان باور یې لا ډېر ټیټږي.

۱۲: د بدن روغتیا او ساتنې ته پام وکړۍ.

سالم عقل په سالم بدن کې وي، جسم او روان یو د بل سره نه بیلیدونکي اړیکې لري که ستاسو جسم یعنې بدن لږ ناورغ شي دا ناروغي مستیقمآ په روان باندې اعېزه کوي روان هم ورسره ځوریږي چې پدې سره په نفس اعتماد دېر ټيټيږي.

نو د  نفس د لوړ اعتماد لپاره مهمه داده چې روغ بدن ولرو د روغ بدن لپاره  مهمه ده چې سپورت وکړۍ، مناسب خواړه وخورۍ، د خپل ښکلي بدن چې د لوی خدای ج عظیمه تحفه ده درناوی وکړو تر څو مو پر نفس اعتماد لوړ ساتلی وي.

۱۳: موسک او خندان اوسۍ.

ډېر وخاندۍ ځکه د خندا په وخت مو دېرۍ عصبي عضلې فعالیږي که تاسو تل تروشه ټنده نیولي وي نو ډېر عصبي عضلې مو له کاره لویږي تشویش او ویره درسره پیدا کیږي په څیره کې مو ګونځې راپیدا کيږي هغوی چې ډېر رټل شوي يا مات شوي وي نو دوی هم ډېر نه خاندي په ځوانه ځوانۍ کې یې په څیره کې ګونځې راپیدا کیږي، نو څومره چې کولای شۍ ډېر وخاندۍ ځان خوشاله وساتۍ تر څو مو پر نفس اعتماد لوړ شي.

۱۴: ځان او نورو سره مینه وکړۍ.

د ځان او نورو خلکو سره مینه وکړۍ په مینه چلند وکړۍ، مینه وپاشۍ تر څو د کرکې زهرجن زړې راشنه نشي پر ځای یې خلک مینه وویني مینه وکړي چې پدې سره په نفس اعتماد ډيريږي.

۱۵: د نورو سره مخامخ کیدو کې ځان باوري وښایۍ.

د نورو سره په مخ کیدو کې پر ځان باوري اوسۍ، روحیه د لاسه مه ورکوۍ د ناتوانۍ او کمزورۍ احساس مه کوۍ تاسو فکر وکړۍ چې تاسو د ځمکې پر مخ دلوی الله ج استازی یاست نو ولې د نورو د منصب او مقام په وړاندې خپله روحیه د لاسه ورکوۍ هېڅکله ویره مه احساسوۍ

۱۶: د نورو سره مرسته او بښنه ورته وکړۍ.

د یو چا سره مرسته یا د زړه له تله بښنه ستاسو لاشعوري ضمیر په دې باوري کوي چې تاسو ستر انسان یاست یو څه لرۍ چې نورو ته یې ورکوۍ یا لوی شخصیت یاست چې بښنه کوۍ. الله ج فرمایي (( لن تنالوالبر حتی تنفقوا مما تحبون))

ژباړه: هېڅکله به نیکې ونه ویني تر هغې چې پر ځان ګران څیزونه ونه بښي.

د نورو سره مرسته ان که لږ هم وي ستاسو په نفس اعتماد لوړوي نو هر څومره چې کولای شۍ د نورو سره مرسته وکړۍ او د زړه بښنه وکړۍ.

۱۷: په وعده وفا وکړۍ صادق او ريښتونی اوسی.

ستر انسان ځان جوړ کړۍ یعنې په زوړورتیا په وعده وفا وکړۍ دروغ مه وایاست ځان ريښتونی ثابت کړۍ لکه څه ډول  چې یاست همداسې ځان وښايۍ کاذب شخصیت مو حتما يوه ورځ ختمیږي هغوی چې ځان ته په کاذب شخصیت خوشالیږي تل لالهنده له تشویشونو او انديښنو ډک وي الله ج هم د منافق او کاذب دوه مخي انسان نه خوښوي.

ان المنافقین فی درک اسفال من النار

ژباړه: بېشکه منافقین به د دوزخ په اخیري کنده کي وي.

ريښتونی اوسیدل او په وعده پاتې کیدل مو په نفس اعتماد لوړوي.

۱۸: ثابت دریځه اوسه او د نه ويل زده کړه.

که په نفس لوړ اعتماد ولرۍ نو  یوې نامعقولې غوښتنې او وړاندیز ته (نه) ویلی شۍ دا اصل عملي کړۍ چې کوم ځای یا کار ستاسو په خوښه نه وي ترې تېر شۍ (نه) ورته ووایۍ او په خپل نفس اعتماد زیات کړۍ خو پام وي چې دا نه ویل باید د نورو احساسات زخمي او ژوبل نه کړي.

۱۹: پوهه او تجربه ولرۍ.

پوهه او تجربه په نفس د اعتماد سره مستقیم اړیکه لري څومره چې ډېر پوهیږۍ څومره چې ډېرې تجربې لرۍ نو پر ځان باور به مو هم ډېر وي او هغوی چې ډېر نه پوهیږي تیاره افکار لري ډېرې لوړې ژورې یې نه وي وهلي نو  پر نفس اعتماد یې ټيټ وي  حتی الله ج هم د پوه او ناپوه تر منځ توپیر راته ښایي.

قل هل یستوي الذین یعلمون والذین لا یعلمون

ژباړه: ووایۍ چې ایا برابر دي هغوی چې پوهیږي له هغوی سره چې نه پوهیږي.

نو که عواړۍ چې په نفس لوړ اعتماد ولرۍ ډېر څه ولولۍ څان پوه کړۍ.

۲۰: په ژوند کې نظم او انظباط ولرۍ.

په ژوند او چارو کې د بریالي کیدو لپاره نظم او دسپلین درلودل ډېر اړین دي که ژوند او چارې مو منظمې وې نو په نفس به لوړ اعتماد ولرۍ که وخت او چارې منظمې نه کړۍ نو تل به لالهنده، ناکام او ځوریدلی انسا ن یاست او پر نفس اعتماد به مو هم ټيټ وي.

د نظم په اړه حضرت علی رض د ژوند په وروستیو کې دا وصیت کړی وو.

اوصیکم بتقوی الله ونظم امرکم

 زه تاسو الهي پرهيزګارۍ او د ژوند په چارو کې نظم ته رابولم.

۲۱: هېڅکله تمبلي مه کوۍ.

د نن کار سبا ته هېڅکله مه پریږدۍ دا عادت مو تمبل سست او له کاره زړه توری کوي چې په پای کې مو بلاخره په نفس اعتماد ټيټیږي، د هر چانس او د ژوند د  هرې شیبې څخه باید په همغه شیبه کې ګټه واخیستل شي نه دا چې بل وخت ته وځڼدول شي نو که غواړۍ چې په نفس مو اعتماد لوړ شي تمبلي ته نه ووایۍ.

وفی لتاخیر آفات  (ژباړه: په تمبلۍ کې آفتونه وي)

که اوس فکر کوې چې نه یې شې کولای یا پريږده اوس ستړی یې بل وخت به یې ترسره کړې نو پوه  چې بل وخت به له دې زیات ستړی او ستومانه یې نو همدا اوس اقدام وکړه هر څه په خپل وخت ترسره کړه.

۲۲: د وخت په استمعال دې کنترول ولره.

د وخت مدیریت مو په نفس د اعتماد سره مستقیم اړیکه لري نو مهمه او اړینه ده چې د ژوند ۲۴ ساعته وخت هره شیبه منظم مدیریت او کنترول کړو چې پدې سره مو کال، میاشت، اوونۍ او حتی ټول ژوند مو ورسره منظم کیږي په کارونو کې دلچسپي پیدا کیږي اړ بریا درتع عیږه پرانیزي د وخت دوښمنان دې لکه بې ځایه اوږده چټونه، بې ګټې مجلسونه، بې فایدې لیدنې او کتنې پریږده تر څو دې په نفس د اعتماد لا وعواړیږي.

۲۳: لمړیتوبونه مو مشخص کړۍ.

په ژوند او چارو کې منظم کیدل او لمړیتوبونه درک کول مو حتمآ بریا ته رسوي که کارونه مو د وخت او وړتیا ډېر وو نو لمړيتوبونه وټاکۍ پدې کار سره مو د ژوند شیبې ته اهمیت ورکوۍ او هغه کارونه چې ډېر مهم دي سرته ورسوۍ که لمړیتوبونه ونلرۍ ورځینې کارونه درڅخه پاتې کیږي چې دا پاتې کیدل مو ناهیلي کوي چې پدې سره مو په نفس اعتماد ټيټږي.

۲۴: د نورو سره ځان مه پرتله کوۍ.

د نورو سره ځان پرتله کول مو شخصیت او اعتماد ته سخته ضربه رسوي که ځان له نورو سره پرتله کوو نولاشعور ته پخپله پيغام لیږدوۍ تر څو لاشعور درباندې قضاوت وکړي اودرته ووایي چې ته مهم نه  یې، ته تمبل یې ، بریالی انسان نه  یې، هېڅ هم نه یې، چې دلته خپل باورونه په خپله وژنۍ او په نفس اعتماد مو ټيټوۍ.

نو د ځان لپاره خپله طرحه جوړه کړۍ ځان منظم کړۍ، خپل مهالویش ولرۍ د خپل مسیر وهلو په وخت شاته نورو ته مه ګورۍ بلکې خپله لار ووهۍ پر ځان مو کلک باور ولرۍ تر څو ځان پر تاسو باور ولري ځان ونازوۍ تر څو ځان تاسو ونازوي.

۲۵: په ژوند کې اهداف او مهالویش ولرۍ.

په ژوند کې موخې لرل او پلان جوړول مو په نفس اعتماد لوړوي هغوی چې اهداف لري د ژوند مسیر ډېر په ډاډه زړه وهي پر ځان باوري دي ځکه دوی پلان لري دخپل پلان په عملي کولو بوخت دي خو هغوی چې هېڅ برنامه او پلان نلري هرې خواته منډې وهي دوی ته هېڅ هم په لاس نه ورځي تل سرګردانه، په تشویشونو او وسوسو کې ډوب وي ستړي ستومانه او له ژونده ناهيلي وي.

په ژوند کې اهداف لرل تاسو ته انګیزه او تشویق درکوي ژوند درته مهم کوي په ځان مو باوري کوي په نفس مو  اعتماد لوړوي نو اهداف وټاکۍ د اهدافو د لاسته راوړلو لپاره پلان ولرۍ او مخکې تګ وکړۍ.

۲۶: بدني حالت مو ته پام وکړۍ.

ستاسو بدني حالت د نفس اعتماد سره مستقیم تړاو لري

هغوی چې په نفس لوړ اعتماد لري ډاډه خبرې کوي، سر لوړ نیسي جدي او کلک ګامونه اخلي د تګ سرعت یې د نورو عادي انسانانو څخه زیات وي نو بدني حالت مو ښه وساتۍ تر څو په نفس اعتماد مو لوړ اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب