پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+ښکلی نثر / رحمت الله حکیمي 

ښکلی نثر / رحمت الله حکیمي 

مېنې ته حمزه چې فکر وکړمه

دا هم د ښکلا یوه څپه ښکاري

 ( حمزه ) 

د ارواښاد نصیر احمد احمدي تر نثره مې د حمزه کلام خولې ته راغی، په پښتو معاصرو داستاني ادبیاتو کې د احمدي نثر  ډېر مینان لري. د ده  له نثر سره د لوستونکي مینه او لېوالتیا دومره سپېڅلي بغاوت ته ووتله، چې پنځوونکی ته یې په معاصره داستان لیکنه کې د شاهۍ تاج ورپه سر کړ.

که څه هم پښتو هنري نثر د یوېشتمې پېړۍ په اخري کلونو کې څه ناڅه ښکلاییز مزلونه ووهل؛ خو په اخري لسیزو کې پښتو ناول لیکنې ته ښکلاییز کیف په بشپړ ډول ښاغلي احمدي ورکړ. ما که څه هم د نوموړي سره ډېره ناسته پاسته نه ده کړې، خو  ناولونه یې چې د اروایي کره کتنې له اړخه ګورم نو احمدي به تل راسره وي، نوموړي موږ ته خپل فکري او هنري شخصیت پرېښئ. ښاغلی احمدي د افغاني ټولنې رسا غږ، د لفظونو پاچا  او په بشپړ ډول لوی انسان و. نثر یې د منځپانګې له مخې زموږ د ټولنیزو کړو وړو هغه رڼه هینداره ده چې تل به ولسونو مخ ته نېولې وي. زه یې په منځپانګه ډېرې خبرې نه کوم، غواړم د نوموړي په نثري سکښت، هنري او ښکلاییزو رجحاناتو درسره وغږېږم. 

د احمدي نثر ګڼې ښکلاوې لري،خو له کومو سره چې زما ښکلاییز حس ډېر خوشحاله وي هغه د ده د نثر  (محرکوالی، حسي کېدل، ساده والی، رواني، نوي ترکېبونه جوړول، عاطفي کیف، سمفوني ډوله موسیقي او انځوریزه ژبه ده)  دا ټول هغه موارد دي، چې نثر ته یې زما زړه د ښکلي نثر خطاب کوي. 

۱ ـ محرکوالی: د هنري نثر نوې او تلوسه زېږونکې ښکلا ده، هر څه په تسلسلي ډول په حرکت  راولي او دپېښې چاپیریال ته ساه ورکوي. د جوجو ناول د سر کرښې داسې دي: (( څوارلس کلن هلک تندې واخیست، لاس یې وتپاوه، تشه درۍ وه، سترګې یې رڼې کړې، کېناست، له کړکۍ څخه د سپوږمۍ راوتلې رڼا په بدنۍ ولګېده. هلک اوبه وڅښلې بېرته اوږد وغځېده، کړپ شو، تړلې بسترې ته یې وکتل، سترګې یې رډې راوختې…. د ولاړېدو سیکه یې ختلې وه، تر څنګ یې بسترې ته وکتل هېڅ هم نه و، یو دم ولاړ شو په دهلیز کې ډډ نارینه غږ واورېدل شو، یا الله ملاصاحب راغی ! ښځو منډه واخیسته، یوې تفداني په پښه ووهله، د بلې د ټکري پیڅکه د بدنۍ په څوښکه کې بنده شوه له کوټې ووتې…. )  ( جوجو : ۱ ) 

پورته کرښو ته که پام وکړو هر څه په کې محرک دي، راپېښېدونکې پېښې یې په مسلسل ډول په هنري او انځوریز لړکې پېیلي، چې په وسیله یې نثر ښکلی شوی. 

۲ ــ حسي کېدل یا حسي کېدنه : د نني هنري نثر ستره ښکلاییزه ځانګړنه ده چې ښاغلی احمدي ښه ورته دقیق دی، یو څه حواسو ته مخاطب کول ښکلا زېږوي ځکه زموږ حواس په کې دخیل کېږي د بېلګې په ډول  په پټان نومي ناول کې لیکي : ((.. د پیالې کړنګ شو، لاجمیر په بېړه ورمېږ کوږ کړ، ځوانه ښځه د پخلنځي په وره کې ولاړه وه، سرې غالۍ ته یې کتل، د پړمخې پرتې پیالې تر څنګ له لندو شمو تود تاو پورته کېده. )) ( پټان : ۲ )

په پورته کرښو کې د حسي کېدنې له امله ګرده جملې انځورېزې شوي دي ( تود تاو ) یو حسي ترکیب دی چې د لندو شمو لپاره جوړ  او زموږ د لامسې حس ته مخاطب دی، نو ځکه په موږ باندې خوږ لګي. یا لکه بل ځای چې لیکي: ((…. یو دم تنظیمونه سره ولګېدل د مرمیو به چیوا خته) ( پټان : ۱۰ )  په دې جملو کې د (چیوا) کلمه حسي شوي زموږ د سامعې حس ته مخاطبه ده. لیکوال داسې هم ویلای شوای چې ډزونه وو، ددې لپاره چې د لوستونکې حس په کې دخیل کړي نو دا چاره یې تر سره کړي چې نثر یې ورسره بلا خوږوالی پیداکړی  او همدارنګه بل ځای لیکي: ((… پنځه دقیقې وروسته د بسونو په  اډه کې وو، بس ته وروختو د خولو تروش بوی خوت. )) (پټان: ۱۵ ) په دې ځای کې د خولو تروش بوی زموږ د شامعې حس ته جمله مخاطبه کړې، ځکه موږ له  دې جملې سره د ستړیا احساس نه کوو او روحي تسکین مومو. څه چې زموږ حواسو ته مخاطب شي موږ ورسره د خوښۍ احساس کوو په انتزاعي مفاهیمو مو دومره ښکلاییزه تنده نه ماتیږي.څومره  چې یو څه زموږ  د حسونو شناخته کېږي دومره ښکلي کېږي.

۳ ــ رواني  او ساده والی : د نثر ژبه باید دومره ساده وي لکه د رڼو اوبو لاندې چې ډبرې ښکاري چې دا ساده والی د حال، زمان او مکان په تطابق کې رامنځته کېږي. د ښاغلي احمدي د نثر ژبه د عامو خلکو اوکلیوالو ژبه ده، ځکه یې طبیعي ښکلا رامنځته کړې لکه په جوجو ناول کې چې لیکي : (( د سهار د چایو له پاره په چوتره کې دسترخوان هوار شو، نیکه برسر بالښت ته ډډه ووهله، ورپسې یې دوه زامن ځړېدلي سرونه غلي کښېناستل… چوچه چوپتیا وه،کله لکه به نیکه وټوخل، پېشو به میو کړل، له غوجلې به د غوا رمباړه راووته. ))  ( جوجو : ۱۸ )  

په پورته کرښو کې وینو چې روان، له تعقید څخه پاکې، ساده او کلیوالې کلمې لري چې لوستونکی ورسره د ارامۍاحساس کوي، همدا ساده والی او رواني په خپله یو ډول ښکلا رامنځته کوي. 

۴ ــ  نوي ترکیبونه جوړول: 

ښکلا څه نا څه له ندرته هم زېږیږي. یو څه چې ډېر کلیشه شي  زموږ حواس ورسره عادي شي او د ښکلا ګراف یې راټېټيږي ؛ نو نوی والی په خپله د ښکلا ځانګړنه ګرځي د بېلګې په ډول ښاغلی احمدي لیکي: ((…. سړي د ښځې له ډکو شونډو کلکه مچکه واخیسته.))  (پټان : ۲ )  دلته وینو چې د ( ډکو شونډو ) ترکیب نوی دی، موږ دشونډو د توصیف لپاره د نرۍ او سرو شونډو کلمې اورېدلې وي خو د ډکو شونډو کلمه یوه نوې او ښکلازېږوونکې کلمه ده. یا لکه چې وایي: ((… دروازه وچونګېده، سترګو ته مې د بتۍ سپینه رڼا راولوېده. ) ( پټان : ۴ )  دلته وینو چې د چونګیده کلمه یوه نوې کلمه ده چې د دروازې د خلاصېدلو لپاره استعمال شوې او نثریې ورسره ښکلی شوی دی. 

۵ ــ عاطفي کیف: عاطفه نثر ته طبیعي ښکلا ورکوي، ځکه دا هغه قوه چې په زړه اغېزه کوي نو د زړه غږ او تاثرات بلا ښکلي وي. د احمدي نثر له عاطفي کیفه ډک نثر دی د بېلګې په ډول: ((…..موږ له ترونو سره په یوه کلا کې اوسيدو، خو د دنیا حساب مو بېل و، له مور سره مې خبرې وکړې، نه قانع کېده ویل یې چې همدا یو تالرم، ستا په هیله مې سر سپین کړ، د خدای روی مې ومنه، مه ځه !…. ))  ( پټان : ۹ )  

کله چې هلک ته دپلار د سود معاملې او جایداد پاتې کېږي او هند ته پسې ځي، دی د مور یو زی وي د مور له زړه یې یو خدای خبر وي. دلته وینو چې د مور او زوی تر منځ عاطفي اړیکې نثر څومره ښکلی او هنري کړی. 

۶ ــ منظر کښنه: 

منظرکښنه د صحنې او پېښو هغه انځور دی چې په وسیله یې لوستونکی متن په خوارا لېوالتیا او مینه لولي، هر څه د لوستونکي له سترګو د فلمي صحنې غوندې ترېږي چې د ارواښاد احمدي نثر ته یې بلا کیف ورکړی او په همدې کمال سره یې د نثر انځورونه له مرګه راژغورلي دي. د بېلګې په ډول: ((… لاجمیر نجلۍ ته مخامخ کښېناست، د دواړو ترمنځ اېښي واړه مېز ته یې وکتل، د ثبت د الې سور کوچنی ګروپ بل و، د نجلۍ ورپام شو وویل: مجبوره یم خبرې دې باید د کتاب لیکلو لپاره ثبت کړم.))  (پټان : ۵) دلته وینو چې احمدي د صحنې په انځورونه کې څومره دقت کړی چې د وایس ریکارډر ګروپ هم نه دی ترې هېر شوی. ګڼې بېلګې یې په دې برخه کې راوړلای شو دلته به یې به همدې یوه بسنه وکړو. 

په ټوله کې ارواښاد نصیر احمد احمدي د پښتو ناول لیکنې اوچت څلی ؤ، چې پښتو ژبه او ادب به یې تل منندوی وي، نثر یې له ګڼو معاصرو ښکلاییزو تمایلاتو سره مل روان دی او وي به، په اخر کې د حمزه په دې کلام ورته د مغفرت لاسونه لپه کوم: 

کرونده د اور پکار ده ادیبانو

ولې څه اور اورکي هم کرل غواړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب