شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد کندهار په هوايي ډګر بيا راکټي بريدونه شوي

د کندهار په هوايي ډګر بيا راکټي بريدونه شوي

تاند(شنبه، اسد١٦) – له تېرې يوې اونۍ راهیسې د څلورم ځل لپاره د کندهار هوايي ډګر تر راکټي بريدونه لاندې راغى او پروازونه يې وځنډېدل.

د کندهار د هوايي ډګر مسئول مسعود پښتون وايي، پر هوايي ډګر دوه توغندي توغول شوي او چاته په کې زيان نه دى اوښتى خو په وینا يې د کام اير هوايي شرکت يوه الوتکه چې له کابل څخه ورغلې وه چې له ناستې پرته بېرته کابل ته ستنه شوه.

تر اوسه کومې ډلې د نن ورځې د برید پړه نه ده منلې خو څو ورځې مخکې پر دې ډګر د راکټي بريدونو پړه وسله والو طالبانو منلې وه.

ياده دې وي، چې تېره اونۍ د يکشنبې په ورځ د کندهار د هوايي ډګر پر ځغاستليکه د راکټي برید له امله دغه ليکه تخریب شوې وه او دغه راز د يوې ورځې لپاره پروازونه هم ځنډېدلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب