شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهجو بایډن پر طالبانو د بریدونو امر وکړ

جو بایډن پر طالبانو د بریدونو امر وکړ

تاند (شنبه د اسد ۱۶) د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر پر طالب وسله والو د هوايي بریدونو د پیلولو امر کړی دی.

د ډیلې مېل د راپور له مخې، جو بایډن د امریکا بي-۵۲ او نورو پرمختللو الوتکو ته امر کړی دی چې په افغانستان کې هغه طالب وسله وال په نښه کړي چې پر لویو ښارونو د بریدونو پلان لري.

طالبانو دا مهال په نیمروز کې په زرنج، جوزجان کې په شبرغان، کندز، هلمند، هرات، کندهار او تخار کې پر تالقانو ښار درانه بریدونه پیل کړي دي.

دغې ډلې ادعا کړې چې د جوزجان او نیمروز مرکزونه یې هم نیولي دي.

د امریکا په پوځ کې ځینو سرچینو ویلي، ټاکل شوې چې د کندهار، هرات او لښکرګاه ښارونو په شاوخوا کې امریکايي بي – ۵۲ او ای سي ۱۳۰ ډوله الوتکې د طالبانو پر مورچو بریدونه پیل کړي.

د معلوماتو پر اساس بي-۵۲ او ای ‌سي-۱۳۰ هغه پرمختللې جنګي الوتکې دي چې کولی شي تر ۲۴ ساعتونو ډېر وخت په هوا کې وګرځي او دغه راز له ډېر لرې واټن څخه خپل هدف په ښه توګه وولي.

جو بایډن داسې مهال پر طالبانو د هوايي بریدونو د پیل امر کړی چې دغې ډلې نیمروز او جوزجان ولایتونه سقوط کړل.

ویل کېږي په نیمروز کې مېشت افغان چارواکي او امنیتي ځواکونو له مقاومت پرته د ایران خاورې ته پناه ور وړې ده.

بلې خوا یو شمېر ناتایید شوي راپورونه وايي چې طالبانو د ایران په غوښتنه په نیمروز کې د کمال خان بند اوبه دغه هېواد ته ورخوشې کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب