جمعه, اپریل 19, 2024
Homeخبرونهايمل ولي خان: د ولسمشر غني ماته د ټول پښتون قوم ماته...

ايمل ولي خان: د ولسمشر غني ماته د ټول پښتون قوم ماته بولم

تاند(شنبه، اسد١٦) – د پښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند مشر ايمل ولي خان نن د پېښور په چارسده کې د پښتنو سياستوالو يوې غونډې ته ويلي، چې د پښتون قوم ماته د ټولو پښتنو ماته بلل کېږي.

هغه وویل، د اشرف غني له لوري د افغانستان پرېښودل به د دوى غلام وجود لا پسې غلام کړي.

هغه زیاته کړه: “د پښتون قوم ټولې هيلې، امېدونه، او راتلونکى د ولسمشر محمد اشرف غني صاحب پورې تړلى دى. د اشرف غني صاحب ماته د پښتون قوم ماته ده. که خداى مه کړه زه داسې سوچ وکړم چې اشرف غني صاحب به وطن پرېږدي دا زما د غلام وجود د لا غلام کېدو مانا لري.”

خان زیاتوي: “زه افغانستان ته ګاونډى ملک نه وايم، افغانستان زما د پلار نيکه وطن دى.”

ايمل ولي خان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې وړمه ورځ ولسمشر محمد اشرف غني په ارګ کې يوې غونډې ته ويلي چې بر افغانستان سر قربانوي او هيڅکله به افغانستان يواځې پرېنږدي.

Mohammad Ashraf Ghani
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

په دې غونډه کې د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلاره هم توندې نیوکې وشوې او سياستوالو وویل، چې له پاکستانه په زرګونو وسله وال افغانستان ته د جګړې لپاره روان دي او پاکستان یې مخنیوی نه کوي.

ایمل ولي خان ویلي، چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او پاکستان باید د دغه هېواد په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او په خبره، اوسمهال له پاکستانه په زرګونو ترهګر افغانستان ته د جهاد لپاره استول کېږي او هلته یې اور بل کړی دی.

خان همدارنګه وویل، په دې ورځو کې له افغانستانه د وسله والو جسدونه وروړل کېږي او هلته یې د پاکستان په ملي بیرغ کې رانغاړي او ښه په درناوي سره بيا خاورو ته سپارل کېږي.

تېره اوونۍ د ننګرهار والي ضيا الحق امرخېل ويلي و، لسګونه هغه مړي پاکستان ته سپارل شوي چې د افغانستان په خاوره کې د طالبانو په ملاتړ له افغان ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي وو.

ايمل ولي خان دارنګه وويل، د پاکستانيو ادارو له لوري په سپين بولدک کې افغان ځواکونو ته ګواښونه هم شوي خو ده د دې ګواښونو د بڼې په ډېر جزییات ورنه کړل خو څو اوونۍ وړاندې د ولسمشر غني مرستيال امرالله صالح د دغو ګواښونو موضوع تائید کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب