پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهد امیرعبدالرحمن خان شهنامې ته کتنه

د امیرعبدالرحمن خان شهنامې ته کتنه

لیکوال: پوهنیار سیداصغر هاشمي   

په عام ډول د نړۍ په اکثرو ژبو او په خاص ډول پښتو ژبه کې داسې لیکوال، شاعران او پوهان تېر شوي دي چې د ژوند په هکله یې معلومات کم دي او یا د علمي کارونو په هکله یې ډېر خلک نا خبر دي چې له دې جملې یو تن ولسـي شاعر او منظوم داستان لیکونکی مولوي احمد ګل دی.

د ده په خپله وینا چې په پښتو، فارسي، اردو او عربي پوهیده. په پښتو، فارسي او عربي ژبو یې شعرونه شته دي. د فورم او جولې له مخې ډېر شعرونه ولسي جوړښتونه لري خو د معنا او پيغام له پلوه یې شعرونوکې د ډېرو پښتو ژبو شاعرانو مفکوره او نظریات تجلا کوي خو په خاص ډول د هندي ادبي مکتب پيرو یې بللی شو. د ده په شعرونو کې نازکخیالي او موشګافي په دې دلالت کوي چې د هندي مکتب د شاعرانو مطالعه یې درلوده.

دی هغه شعر ته ښه وایي چې د شعریت او هنریت تومنه او مالږه ولري او په ناشعوري ډول لیکل شوې وي، د شاعر خوښه نه وي چې شعر ولیکي بلکې داخلي او خارجې ناشعوري اعمال وي چې شاعر شعر لیکو ته هڅوي، لکه:

کمال د شعر دا دی په خوله زه وهمه شخوند ښه
رسېږي تا ته خوند ښه
اغوستی دې مضمون وي د رنګین لفظ لباس
نه کوز وي نه دې پاس
نه ځان ته شاعروایم نه د شعردعوه ګیریم
اوس نه خلاصېږم ګیریم

 

(اوس نه خلاصېږم ګیر یم) نه یې هدف دا دی چې شعري الفاظ او ذوق مې هڅوي چې شعر ولیکم. ستر خوشحال خان یوه قصیده د( شعرحیض الرجال دی) ترسرلیک لاندې لري، دغه قصیده د شعر د تیورۍ په هکله لومړنۍ ابتدایي خبرې لري او د شعر او نظم ترمنځ په توپیرغږیدلی دی، مولوی احمد هم همدا نظرلري.

د ده ډېرشعرونه ولسي دي خو ښه شعر مشترکو نظمونو او یا عروضي شعرونو ته وايي، لکه:

چې په شعر کې وي اوزان
برابر وي په میزان
خوند یې زیات وي له شکرو
بیا د هغه راز خبرو

 

خوشحال خان په ټول دیوان کې د ولسي شعر او یا د ولسي سندرو نمونه نه پیدا کېږي، دی ښه شعر هغه ته وایي چې په تول، وزن، سیلاب او نورو ځانګړنو برابر وي. د پورته خبرو دا یادونه کولای شو چې مولوی صاحب د پښتو ژبې شاعرانو مطالعه درلوده. په فارسي ژبې هم شعرونه ویلي دي، د مولانا روم ځینې شعرونه یې پښتو ته ژباړلي دي، او منظومو داستاني لیکنو کې د استادۍ حق لري.

ځینې منظومې ویناوې اخلاقي مسایل لري او په معنوي لحاظ په دې برخه هم تاکید کوي او وايي:

هر طرف پرې سړه ځمکه سربلند شي
رب دې مکړه د اخلاقو پله سپکه
په نسب کې خان نواب قاضي قضاوت وي
بد اخلاق سړی نه ارزي په کنجکه

هر انسان دوه جهتونه او یا دوه ډوله ښکلاوې لري، یو د انسان داخلي ښکلا ده او بله د انسان خارجي ښکلا ده، خارجي ښکلا له صورت سره او داخلي ښکلا د سیرت سره اړیکه لري، د انسان د نوم معناییز اړیکه هم له داخلي جوړښت سره رابطه لري یعنې بهترین انسان هماغه دی چې داخلي توکي یې په لاس کې وي او له انسانه هغه وخت ښه انسان جوړیدای شي چې انساني کرامت، عاطفه، احساس، مینه، فکر، انسانیت، شرافت، اخلاق او داسې نور توکي ولري چې دا ټول د انسان په داخلي توکو کې راتلای شي، که په انسان کې داخلي ښکلاوې نه وي نو د رحمان بابا خبره چې وايي: (بت که جوړکړې د سرو زرو انسان نه دی)، یعنې که د یو انسان خارجي ښکلا هرڅومره زیاته وي او ښکلی وي خوچې داخلي ښکلا ورسره نه وي نو دا د هغه کالبوت په شان دی چې له سرو زرو به جوړ وي خو روح به نه لري او چې جسم روح ونه لري دا داسې مثال لري، لکه بت.

د انسان په داخلي جوړښتونو کې له ټول ارزښمن څېز اخلاق دي او همدا اخلاق د انسان د روح سره رابطه لري. روح دی چې جسم ته حرکت ورکوي او ښه روح د ښه جسم نماینده ګي کولای شي.

انسان له بوی ناکې خټې جوړ شوی دی خو روح پاک او سپيڅلی دی، روح چې پاک شو نو ټول بدن او اعضاوې به سم کارونه کوي او په ټول بدن باندې ښه مشـري کولای شي او چې روح خراب شو نو ټول بدن به ګنده بوی کوي.

مولوي احمد اخلاقي ښکلا ته زیات ارزښت ورکوي.غني خان هم د ښکلا لپاره دوو خواوو باندې بحث کوي او هغه دوې خواوې سر او زړه ښايي، د غني په اند (سر) د عقل سمبول او نښه ده او( زړه) د صوفیانو او عارفانو د پوهې مرکز دی او یا د روح او روان نښه ده. هغه د ښکلا اصلي مرکز روح پورې تړي او روح ته زیات ارزښت ورکوي.

د فلوطين په باور(( ښکلا دانسان له روح سره تړاو لري. بدرنگي او ناوړتيا چې د انسان په روح کې ورزياتيږي نو روح ککړوي. یعنې انساني روح جوړول په اصل کې د اخلاقو جوړول دي.

احمد ګل د دیوان خاوند شاعر وه او همدارنګه ځینې نور اثار یې هم درلوده چې له دې جملې بل مهم کتاب یې( د امیر عبدالرحمن خان شهنامه) ده. د دې اثر یوازې یوه قلمي نسخه پیدا کېږې او د همدغې یوې قلمي نسخې څخه اغلې مومنې درانۍ د ماسترۍ تېزس د حقوقو د لاس ته راوړلو لپاره تدوین کړ او مدون په خپلې علمي پروژه کې د تدوین ټول حقوق سم ادا کړي دي.

په ټولې نړۍ کې د نظم تاریخ له نثره پخوانی دی، سره له دې چې په ټولنې کې د خبرو پیل له نثره کېږي، خو د تحریري ادبیاتو د سابقې پر اساس نظم په ذهن کې ښه ساتل کېده او اکثره تاریخي، فرهنګي، جنګي او داسې نور مسایل به نظم کېدل او خلکو به په ذهن کې ساتل.

د نړۍ پنځه مشهورې حماسې( هندوانو مها بهارته، د یونانیانو الیاد او اودیسه، هسپانویانو سیده، د افغانانو شهنامه او د رومیانو انیید) په نظم وې.  په تول پوره حماسې خپلې ځانګړنې او خصوصیات لري او اکثره وخت د ماقبل تاریخ نه مخکې خبرې پکې راغلي وي، په دغه حماسو کې د لومړنیو انسانانو په هکله خبرې لري. د نړۍ د لومړنیو معلوماتو اصلي منبع ورته ویلای شو، لکه لومړنی انسان څوک وه؟ لومړنی خط چا کشف کړ؟ اور څنګه پیدا شو؟ او داسې نور….

په دغو لومړنیو حماسو کې لیکوال د(ولې) او (څنګه) ځواب پسې لالهانده ګرځي.

د معنا له مخې حماسې د پهلواني، اساطیري، فلسفي، تاریخي او داسې نورو منځپانګیزو ډولونو درلودونکي وي خو په پښتو ژبه کې منظومې او منثورې حماسه ډوله لیکنې شته دي خو په نړیوالو ځانګړنو برابرې حماسې په نشت حساب دي بلکې حماسه ډوله او یا داسې حماسې چې ځینې ځانګړنې پکې موجود دي شته دي.

کله کله حماسې پټې، نامعلومې او مبهمې خبرې اثبات ته رسولی شي، د مثال په ډول د فردوسي تر زمانې پورې د  رستم او سهراب کیسې په لیکلي ډول نه وې.

د افغانانو نړیواله حماسه( د فردوسي شهنامه) وروستۍ درېمه برخه تاریخې مسایل لري، دغه تاریخي خبرې د ساسانیانو او کوشانیانو د ژوند په هکله لومړني معلومات وړاندې کوي، سره له دې چې په تاریخي کتابونو کې یادونه شته خو به نظم به دا لومړنی کتاب وي او امکان لري چې ډېرې نوې خبرې د دوی په هکله پکې وي.

د داسې حماسو څخه د یو ملت، ژبې، تاریخي مسایل، فرهنګي کړه وړه او ډېر پټ او نامعلوم معلومات لاس ته راتلای شي.  په اجتماعي څېړنو کې داخلي او خارجي شهادونه خپل ارزښت لري خوله خارجي شهادته داخلي شهادت مهم دی. د اکثره تاریخي منظومو او منثورو حماسو داخلي شهادتونو څخه ځینې داسې مسایل لاس ته راتلای شي چې په ژبې کې ښکاره نه وي او د تاریخ لیکونکو او داسې نورو پوهانو او لیکوالو ته ګټه رسولای شي.

د خوشحال په شعرونو کې ډېر تاریخي مسایل د ده د خپلو تاریخي داخلي شهادتونو نه اثبات ته رسېدلای شي او د ده په هکله کره، اصلي او اساسي څرکندونې او معلومات یې همدا خپلې ویناوې دي. د نن نه څه له پاسه څلور سوه کاله مخکې مو تاریخ لیکونکي کم درلودل خو د خوشحال کلیات او نور منظوم آثار یې تاریخي مسایل وړاندې کولاي شي.  دغه اثر(د امیر عبدالرحمن خان شهنامه) د نن نه څه د پاسه سل کاله د مخه لیکل شوې ده چې په پښتو ژبه کې د نورو تاریخي او جنګي حماسو په ډول خپل ارزښت لري او همدارنګه د امیر عبدالرحمن خان د وخت په ډېرو حالاتو د شعر په ژبه چې زیات او کم هنریت او شعریت هم لري نظم کړې ده. د امیرعبدالرحمن خان یادونه په زیاتو تاریخي کتابونو کې شته خو د نظم په ژبه دا لومړنی او ځانګړی اثر دی، دا تاریخي حماسه د تاریخ لیکونکو سره مرسته کولای شي او کېدای شي چې ډېر داسې مسایل پکې ښکاره شي چې مخکې په تاریخي کتابونو کې یې ذکر شوی نه وي.

هره ژبه تحقیقاتو ته اړتیا لري. په ساینسي او اجتماعي علوموکې نوې پلټنې د پرمختګ لامل ګرځي چې تدوین د تحقیق په شان مهم کار دی او ځانګړې تجربې ته اړتیا لري، ځینې پوهان په دې فکر دي چې تدوین د تحقیق یوه برخه ده یا تحقیق اصل او تدوین یې فرعه ده خو اصلي خبره دا ده چې متني تدوین خپل ځانګړی طرز العمل لري او مدون باید د تدوین منځپانګیز او جولیز جوړښت په نظر کې نیولو سره خپل کار د ځانګړي روش په رڼا کې پیل او پای ته ورسوي. د متونو تدوین په تحقیق کې بنسټیز رول لري او د متونو د څېړنې پرته کره علمي تحقیقات نا ممکن وي.

علوم سره اړیکې لري نو له همدې امله کله کله ځينې قلمي نسخو کې داسې مبهم او پټې خبرې هم پیدا کېدای شي چې د فرهنګ او ژبې لپاره اړین وي او همدا اول لاس متون دي چې د تاریخ، جغرافیه، سیاست، فرهنګ او داسې نورو مسایلو سره رابطه درلودای شي.

په ابتدایي ډول د تدوین پیل له یونان، لاتین، سنسګریت، ویدا، مهابهارت، عربي او داسې نورو لرغونو ژبو څخه پیل شوی چې د وخت په تېریدلو په پرمختللي ډول د ځانګړي روش په درلودلو د تدوین علم پرمختګ وکړ. پوهنمې مومنې درانۍ د تدوین ټول معنایي او بڼه یي جوړښت په نظر کې نیولو سره خپله پروژه په کامیابۍ پای ته رسولې ده، مدون په تدوین کې لمنلیکونه، ویپانګه، تعلیقات او معتبرو مراجعو نه استفاده کړې ده.

د هرې تحقیقي موضوع په کتو سره د ځانګړي تحقیقي ډول او مېتود نه په استفاده موضوع پيل او پای ته رسول کېږي، لکه په ادب تاریخونو کې د څېړنې کتابتونې ډول او تاریخي مېتود ته زیاته اړتیا لیدل کېږي نو دغه شان د متن په تدوین کې مدون د ځانګړي لارې او روش نه په استفادې متن تهیه کوي. د متونو د تصحیح روشونه او طرزونه د متن د خطي نسخو او چاپي نسخو د شمېر (کمیت) او ارزښت (کیفیت) له مخې ټاکل کېږي. که چېرې په یوه ژبه کې د یو شاعر یوازې یوه نسخه موجوده وي نو لیکوال ضرور باید له قیاسي تصحیح نه استفاده وکړي، دا روش ډېر ستونزمن دی او مدون یا څېړونکی له ډېرو ستونزو سره مخامخ کېږي خو اغلې درانۍ د متن څېړنې د بنسټونو په نظر کې نیولو سره د متني تحقیق د لارو چارو نه په استفاده خپل علمي کار په کامیابۍ پای ته رسولی دی.

په پای کې د البیروني پوهنتون د پښتو ژبې او ادبیاتو استادې پوهنمل مومنه درانۍ دغه علمي کار د ستایلو وړ دی چې د ډېرو ټولنیزو محدودیتونو او ستونزو سره سره داسې علمي کارونو ته یې ملا تړلې ده او هاشمي خپرندویه ټولنه په دې ویاړي چې ( د امیر عبدالرحمن خان شهنامه) چې یوازې یوه قلمي نسخه یې وجود لري په کتابي ډول چاپوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب