شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهڅلویښت/ اجمل پسرلی

څلویښت/ اجمل پسرلی

 انځورګر د کار کوټه وروسته له څلویښت ورځو پرانیسته. په کوټه کې د رنګ بوی و. پوزه یې کش کړه او سترګې نیم کښو.

مخامخ پر دیوال د پخوانۍ ملګرې ایستلی انځور ګردجن ورته ښکاره شو. شاوخوا کوټه هم داسې ورته وایسیده لکه چې خاورې پرې ناستې وي. چې ملګرې ترې بیله شوې ده رسم یې نه دی کښلی.  

د ملګرې پر رسم یې ګوته تیره کړه، ګوتې ته یې وکتل، ګوتې یې سره وموښلې، بیا انځور ته ځیر شو. څو ګامه شاته شو، رسم ته یې سترګې ونیولې. دا رسم د ده ډير خوښیده، د ده عادت و چې تر ټولو ښکلی او ښه رسم پر دیوال راځوړند کړي او نور رسمونه شاوخوا پر مځکه دیوال ته تکیه کړي.

د پخوانۍ ملګرې رسم ته یې نیغې سترګې ونیولې، سترګې یې نه رپولې. په رسم کې د ښۍ سترګې او غوږ ترمنځ تناسب ګډوډ ورته ښکاره شو. غړۍ یې مخته ونیوله چې رسم ښه وکسي، شونډې یې بوڅې کړې. لاس یې وروغځاوه، انځور یې له دیواله راښکته کړ. دیوال ته په تکیه کړیو رسمونو کې یې د یوې وچې ونې رسم راپورته کړ. دا انځور یې پر دیوال راځوړند کړ.  له وره راووت، بیا یې وچې ونې ته وکتل، په دښته کې یوه وچه ونه…..

 شونډې یې ویړې شوې. د کار د کوټې ور یې پورې واهه، د دروازې ګړز شو.

پراګ

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب