یکشنبه, مې 5, 2024
Homeروغتیاد ورځې ۴ کافي د ځیګر ناروغۍ لپاره ټک پتری دی

د ورځې ۴ کافي د ځیګر ناروغۍ لپاره ټک پتری دی

تاند- یوه نوې څېړنه ښيي چې کافي یا قهوه د الکولو او د ځیګر ضد خوراکونو له کبله زیانمن شوي ځیګر ته ورپېښ خطر تر ۶۵ سلنې پورې تداوي کوي.

د ډیلي مېل د راپور له مخې، څېړونکي وايي چې د دوی څېړنو، چې پر څه باندې ۴۳ زره تنو یې کړې، ثابته کړې چې  که څوک حتي د ورځې دوه پیالې کافي هم وڅښي نو په سلو کې ۴۴ د ځیګر په ناروغۍ یې د اخته کېدو چانس کمېږي.

د بریتانیا د ساوتهمټن پوهنتون استاد ډاکتر اولیفر کینډي وايي، د ځیګر (Cirrhosis) ناروغي وژونکې ده او هیڅ درملنه نه لري خو د کافي څښاک یې تداوي کوي.

د ډاکتر کینډي په وینا کافي د ځیګر د داسې خطرناکو ناروغیو تر ټولو اسانه او ارزانه درملنه ده.

د سیروسیز(Cirrhosis) په وجه په نړۍ کې د کال تر یو ملیون زیات انسانان مړه کېږي.

د ځیګر دا ناروغي د هیپتایت، د الکولو په څښاک کې د افراط، او د بدن د مقاومت په سیستم کې د ګډوډۍ د رامنځته کېدو له کبله رامنځته کېږي.

د ساوتهمپټن پوهنتون د څېړونکو په څېړنه کې۱۹۹۰ د سیروسیز ناروغان هم شامل ول.

په څېړنه کې دوی ته څرګنده شوه چې د ورځې دوه پیالې کافي په ۹ تنو په سیروسیز اخته کسانو کې د ۸ د ناروغۍ له کمولو سره د پام وړ مرسته وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب