Homeخبرونهفوټبال: د افغانستان اوولس کلنو، فلیپین ته ۸ - صفر ماته ورکړه

فوټبال: د افغانستان اوولس کلنو، فلیپین ته ۸ – صفر ماته ورکړه

تاند (دوشنبه، د میزان ۳۰ مه) د افغانستان د فوټبال تر اوولس کلونو کشرو لوبډلې فلیپين ته په لوی توپیر ماته ورکړه.

 د اوولس کلونو زلمکو د فوټبال اسیايي سیالیو جام ته د لارموندنې په پړاو کې افغانستان نن (دوشنبې) د فیليپين له لوبډلې څخه ۸ پر صفر وګټله.

په دې سیالیو کې، چې د کمبودیا په کوربه توب روانې دي، د فوټبال اسیايي سیالیو د لارموندنې په پړاو کې افغانستان پر فیلپين سربېره له کمبودیا، بنګله دېش او ماکاو سره هم سیالۍ لري.

د فیلیپين پر وړاندې لوبه کې د افغانستان د اوولس کلنو لوبډلې لوبغاړي وارث شېرزي او ارش احمدي دوه ـ دوه او نوید محبوبي، یاسر ساپي، جواد ابراهیمي او ساحل سروري یو ـ یو ګول وواهه.

د افغانستان دوهمه سیالي به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د ماکاو پر وړاندې وي.

د ویلو ده چې د فوټبال اسيايي سیالیو د لارموندنې پړاو د ۴۳ هېوادونو ترمنځ پيل شوي دي چې په لسو بیلابیلو ګروپونو کې سره سیالۍ کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...