سه شنبه, اکتوبر 22, 2024
Homeخبرونهسناتورې لیدیا د بریتانیا پاچا د پارلمان په غونډه کې سپکه وړۍ...

سناتورې لیدیا د بریتانیا پاچا د پارلمان په غونډه کې سپکه وړۍ کړ

تاند (دوشنبه/د میران ۳۰مه) — د استرالیا د مشرانو جرګې یوې استازې او د استرالیا اصلي اوسېدونکې لیدیا الما تورپ (Lidia Alma Thorpe) د برتانیا پاچا درېیم چارلس ته چې له استرالیا څخه په لیدنه بوخت دی، د کنځلو په څېر خبرې وکړې.

تورپ د استرالیا د پارلمان په ستره ماڼۍ کې چې درېیم چارلس او مېرمن یې کامیلې د پارلمان غړو سره لیدل، برتانوي پاچا ته وویل، «ته زمونږ پاچا نه یې. ته زمونږ واکمن نه یې. تاسو زمونږ د خلکو نسلونه وژلي او جینوسایډ مو کړی دی. زمونږ ځمکه بېرته راکړئ،»

لیدیا تورپ چارلس ته وویل، «له مونږ نه غلا کړې ځمکه مونږ ته بېرته راکړئ. دلته باید له مونږ سره توافق وشي. دا ستاسو ځمکه نه ده.‌ ته زما پاچا نه یې. ته زمونږ پاچا نه یې،»

د استرالیا د پارلمان غړې د برتانیا پاچا ته وویل، «بس کړئ. زمونږ ماشومان، زمونږ خلک، تاسو زمونږ ژوند راخراب کړ.»

لیدیا الما تورپ چې په ۱۹۷۳ کې پیدا شوې، له ۲۰۲۰ میلادي کال راهیسې د استرالیا د مشرانو جرګه کې د وکټوریا ایالت استازې ده. هغه له دغه ایالت څخه په مشرانو جرګه کې لومړنۍ اصلي اوسېدونکې استازې ده چې له سناتورۍ مخکې په دغه ایالت کې د استرالیا د زرغون ګوند مرستیاله وه.

ویل کیږي چې برتانیا د ۱۷۸۸ میلادي کال د جنورۍ په ۲۶مه په استرالیا یرغل وکړ، خلک یې ووژل او د استرالیا ځمکه یې په زور سره ونیوله.

د تاریخي اسنادو په اساس، په ۱۷۸۸ کې په استرالیا باندې د برتانوي ځواکونو د یرغل پر وخت د هغه ځای د اصلي اوسېدونکیو شمېر ۳۰۰ زره – ۹۵۰ زره تنه و خو برتانوي ځواکونو ډېر خلک په ډله ییز ډول ووژل او د وخت په تېرېدلو سره واک اروپایانو او په ځانګړې توګه برتانویانو ترلاسه کړ چې د استرالیا په شمول ۱۵ هېوادونه اوس هم د برتانیا پاچا د خپل پاچا او ملکه یې د خپلې ملکې په توګه قبلوي.

1 COMMENT

  1. افرین ! هو دغه د بشریت دښمنان د نړۍ د ولسونو د قاتلانو د ظلم استعمار او استثمار له ځنځیرونه باید د نړۍ ولسونه ځانونه او خپله ازادي تر لاسه او دوۍ خپلې خاورې ته نور نه پریږدي. 👍💐💐💐

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب