Homeخبرونهتر څلور نیم میلیونه ډېر افغان ماشومان او اومیندارې په خوارځواکۍ اخته...

تر څلور نیم میلیونه ډېر افغان ماشومان او اومیندارې په خوارځواکۍ اخته دي

تاند (دوشنبه، د میزان ۳۰ مه) د سره صلیب او سره میاشت ټولنو نړیوال فدراسیون وايي چې په افغانستان کې ۳ میلیونه او ۲۰۰ زره تر ۵ کلونو کشر ماشومان او ۸ سوه ۴۰ زره اومیندوارې او شیدې ورکوونکې میندې په خوارځواکۍ اخته دي.

دغه فدراسیون په یوه راپور کې، چې پرون (یکشنبې) یې خپور کړ، ویلي چې د خوارځواکي ناوړه اغېزو یو میلیون او ۷۰۰ زره ماشومان له خظر سره مخامخ کړي دي.

د سره صلیب او سره میاشت ټولنو فدراسیون په ګډ راپور کې په ځانګړي ډول د کندهار او پکتیکا یادونه شوې او ویل شوي چې په کندهار ولایت کې تر یولکو ۴۰ زره ډېر ماشومان او میندې په شدیدې خوارځواکۍ اخته دي.

دوی اندېښنه ښوولې چې د هوا له سړېدو سره ممکن د خوارځواکو ماشومانو او میندو وضعیت لا ستونزمن شي.

په دې راپور کې ټینګار شوی چې د مې او سپټمبر میاشتو ترمنځ د ناروغانو شمېر خورا زیات شوی او وضعیت د اندېښنې وړ حالت ته رسېدلی.

 راپور وایي: «تمه ده چې د ژمي په راتګ سره د مړینو وضعیت نور هم خراب شي. له دې امله، د مړینو د مخنیوي لپاره د سختې لوږې د کمولو لپاره د دسمبر او فبروري په میاشتو کې اقدامات لازم دي.»

د سره صلیب نړیوال فدراسیون د دې ناروغۍ زیاتوالی د اوږدې وچکالۍ، طبیعي پېښو، بې‌ځایه کېدو، د ژوند د لګښتونو د ناڅاپي زیاتېدو، غذایي ناامنۍ او پراخې بې‌کارۍ له امله ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...