Homeخبرونهسوات کې د چاودنې له امله د وژل‌شوو شمېر ۱۷ ته پورته...

سوات کې د چاودنې له امله د وژل‌شوو شمېر ۱۷ ته پورته شو 

تاند ( سه شنبه د اسد/زمري ۱۳مه) د پاکستان امنیتي سرچینې وایي چې د خیبر پښتوخوا په «سوات» سیمه کې د چاودنې له امله د وژل‌شوو شمېر ۱۷ ته پورته شو او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

پولیسو هغه چاودنه «ځانمرګی برید» بللی او ویلي یې چې په وژل‌شوو کې ۷ پاکستاني پولیس او په ټپيانو کې ۱۸ پولیس شامل دي.

راپورونو د پاکستاني پولیسو په حواله ویلي چې، د دغه ځانمرګي برید له امله لس ملکي وګړي وژل شوي او نهه ملکیان ټپيان شوي دي.

پولیس وایي، په دې اړه څېړنې پیل شوي دي.

دا برید څو ورځې مخکې د خیبر پښتونخوا په سوات کې د پاکستاني پولیسو د یو مرکز مخې ته وشو او مسوولیت یې «تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي» ومانه.

د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې بمي چاودنې، ځانمرګي بریدونه، وسله‌والې نښتې او هدفي وژنې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې دي.

د پاکستان ګڼو ادارو د امنیتي پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او له حکومته یې د جدي پاملرنې غوښتنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له هجرته تر بریا | انجنیر زلمی نصرت 

 سید اباسین «حرکت» هغه افغان ځوان دی چې په لس کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره د هجرت تر سیوري لاندې جرمني ته ولاړاو...