تاند ( سه شنبه د اسد/زمري ۱۳مه) د زابل ولایت مرکز قلات ته نږدې د کابل–کندهار پر لویه لاره د یوه ۵۸۰ ماډل بس د چپهکېدا له کبله ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.
د زابل امنیه قومندانۍ ویاند ویلي، دغه پېښه د پل سنګي اړوند سیمه کې شوې ده.
نوموړی وایي، پېښه د بس د چټک تګ له کبله رامنځته شوې ده.
د نوموړي د لومړنیو معلوماتو له مخې په پېښه کې ټول ۱۶ مسافر ټپيان شوي چې، پکې۳ ښځې ۲ ماشومان او ۱۱ نارینه شامل دي.
یو شمېر سرچینې بیا وایي، چې په دې پېښه کې ټول ۴۹ تنه ټپيان شوي چې، د درېیو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د سرچینې په وینا ټول ټپیان د درملنې لپاره د زابل ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
وخت ناوخته د افغانستان ولایتونو ته پر لویو لارو د داسې خونړیو ترافیکي پېښو راپورونه خپرېږي او لوی لامل یې بیا د موټر چلوونکو بې احتیاطي یادېږي.
خو کارپوهان بیا د موټر چلوونکو د چټک مزل او بې احتیاطۍ ترڅنګ د لارو خرابوالي او د حاکم نظام له لوري د ترافیکي قوانینو ته پلي کول هم هغه لوی لاملونه یادوي چې، له امله یې پېښې زیاتې شوي.