تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) په امریکا کې د دودیزو سګرېټو پر ځای د برېښنايي سګرېټو (وېپ) او نورو نیکوټیني بدیلو محصولاتو کارول زیات شوي، او یوې نوې څېړنې ښودلې چې دا بدلون ښايي په راتلونکي کې د سرطان د پېښو د کمېدو سبب شي.
دې څېړنې، چې په JNCI Cancer Spectrum علمي مجله کې خپره شوې، د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د امریکا د فدرالي روغتیايي سروې معلومات ارزولي دي.
د څېړنې له مخې، په دې موده کې د کابو ټولو عمرونو په ډلو کې د دودیزو سګرېټو څکول کم شوي، خو دا کموالی په تېره بیا د ۱۸ تر ۳۴ کلنو په منځ کې ډېر څرګند و.
په مقابل کې، د هغو کسانو شمېر زیات شوی چې یوازې د نیکوتین بدیل محصولات، په ځانګړي ډول برېښنايي سګرېټ، کاروي.
د څېړنې مشر او د جنوبي کارولینا د طبي پوهنتون استاد کېنېت مایکل کمینګز ویلي، پایلې ښيي چې ډېری سګرېټڅکوونکي د دودیزو سګرېټو او برېښنايي سګرېټو د ګډ استعمال پر ځای په بشپړه ډول وېپ ته اوړي.
د څېړنې له مخې، د هغو کسانو کچه چې هم دودیز سګرېټ او هم برېښنايي سګرېټ کاروي، د مطالعې په ټوله موده کې شاوخوا ۲ تر ۳ سلنې پورې پاتې شوې ده.
څېړونکو د دودیزو سګرېټو او د غیرسوځېدونکو نیکوتیني محصولاتو د کارونې د پرتله کولو لپاره د نفوسي زیان کمولو شاخص (Population Harm Reduction Index) هم جوړ کړی دی.
د څېړنې له مخې، د دغه شاخص لوړوالی ښيي چې زیات خلک داسې بدیل محصولات کاروي چې له سرطان رامنځته کوونکو کیمیاوي موادو سره د تماس خطر پکې لږ وي.
خو څېړنې دا هم موندلې چې د ۵۵ کلونو او تر هغه پورته عمر لرونکي کسان د ځوانانو پرتله ډېر لږ دودیز سګرېټ پرېږدي او بدیلو نیکوتیني محصولاتو ته مخه کوي، سره له دې چې د همدې عمر لرونکي کسان د سګرېټ پرېښودلو له امله ژر روغتیايي ګټې ترلاسه کولی شي.
د راپور له مخې، اوس له ۱۸ تر ۲۴ کلونو عمر لرونکو امریکایي ځوانانو په منځ کې د برېښنايي سګرېټو کارول د دودیزو سګرېټو پرتله ډېر عام شوي دي.
پروفیسر کمینګز ویلي، تر ټولو د اندېښنې وړ خبره دا ده؛ هغه کسان چې له اوږدې مودې راهیسې سګرېټ څکوي، لا هم په کافي اندازه د کم خطر لرونکو بدیلو محصولاتو پر لور نه دي اوښتي، حال دا چې همدغه ډله د سګرېټ پرېښودلو له امله تر ټولو ډېرې روغتیايي ګټې ترلاسه کولی شي.
د راپور له مخې، د دې څېړنې مالي ملاتړ د امریکا د سرطان ملي انستیتیوت او د خوړو او درملو ادارې (FDA) کړی، او د برېښنايي سګرېټو صنعت په کې هېڅ مالي ونډه نه ده لرلې. تر دې مخکې په ګڼو راپورونو کې ویل شوي وو چې ویپ یا برېښنايي سګرېټ هم د عادي سګرېټو په شان د سرطان خطر لري.
یادونه: دا څېړنه د معلوماتو لپاره خپره شوې ده. د روغتیا اړوند پرېکړو لپاره باید د خپل ډاکټر یا متخصص له مشورې سره سم عمل وشي.