Homeخبرونهامریکایې محکمې د افغان کډوالو د کورنیو په ګټه پرېکړه وکړه

امریکایې محکمې د افغان کډوالو د کورنیو په ګټه پرېکړه وکړه

تاند ( سه شنبه د اسد/زمري ۱۳مه) د امریکا یوې فدرالي محکمې په یوه حکم کې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت مکلف کړی چې د ۱۵ ورځو په موده کې د یو شمېر افغان کډوالو د کورنیو د سفر اسناد صادر کړي.

محکمې ټینګار کړی چې د افغانستان پر وګړو د سفر بندیز باید امریکا کې له مېشتو افغان کډوالو سره د هغوی د کورنیو د یوځای کېدو مخه ونه نیسي.

دا قضیه وروسته له هغې محکمې ته وړاندې شوه چې د سفر د محدودیتونو د فرمان له عملي کېدو سره د یو شمېر افغان کډوالو د کورنیو امریکا ته د تګ بهیر ودرول شو، سره له دې چې هغوی مخکې د ویزې او سفر لپاره تایید شوي وو.

د همدې اقدام په غبرګون کې اوو افغان کډوالو د امریکا پر حکومت دعوه وکړه.

د محکمې د پرېکړې له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید د پنځو شکایت کوونکو د کورنیو د سفر اسناد په ۱۵ ورځو کې صادر کړي.

محکمې دا هم حکم کړی چې تر هغو چې یادې کورنۍ امریکا ته نه وي رسېدلې، د بهرنیو چارو وزارت باید هرې دوو اونیو کې یو ځل د حکم د پلي کېدو د پرمختګ راپور محکمې ته وړاندې کړي.

تر اوسه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې پرېکړې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی او لا هم څرګنده نه ده چې د امریکا حکومت به د دې حکم پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي که نه.

دا قضیه د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د ویرجینیا په فدرالي محکمه کې ثبت شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...