له ځوان کیسه لیکوال فیصل ځلاند سره په کیسو غږېدم. د ډبرې په نامه کیسه یې راولوروله. دا وړه کیسه به دلته ولولو بیا به پرې خبرې وکړو.
ډبره
د باندې راوتلی یم، داسې یخ سوز لګیږي لکه په ژمي کې چې له واورې ورېدو وروسته اسمان شین شي او سوړ باد پیل شي. منی دی، د کور ونو پاڼې تویې کړې دي، یوازې د مڼو په ښاخونو کې که کومه یوه پاتې وي. په کور کې مې زړه تنګ شو، یوازې وم، نور د خپلوانو ښادۍ ته تللي وو. د شپې د الوتکو غږ خوب ته پرېنښودم، ټوله شپه ګرځېدې لکه چې چیرته نیږدې جنګ و. د باندې هيڅوک نه ښکاري. له دروازې ور هاخوا د هوارې ډبرې تر څنګ ناست یم، څادر مې تینګ تر ځان راتاوو کړی دی، کله باد تېز شي، پلاستیکونه په هوا کړي او لکه موټر چې چالان کړې یو ډول غږ کوي، بیا ناڅاپه ودرېږي. دا ځای ښه دی، له دوړو او خاورو پناه دی. نیکه مې چې ژوندی و، په دې ډبره به ناست و، تسبيح به یې اړولې. ډبره دومره غټه او هواره ده چې ان پښې پرې وغځوې هم ښه پرې ځایېدلی شې. چې نیکه مې وفات شو، دې ډبرې ته به راتلم د ماشومتوب خاطرې او د نیکه خبرې به مې په ذهن کې راګرځولې خو له هغه راهسې چې نیا مې راته ویلي وو: — د نیکه په ډبره دې مه کېنه، هغه مړ شو، په تا څه ونشي. په دې ډبره نه وم کېناستلی. نیا به مې ویل چې د نیکه ارواه دې دلته راځي. هسې مې هم عادت جوړ شوی و، د استاد او مشر په ځای به ډېر نه کښېناستم. یوه ورځ جومات ته د درس لپاره ناوخته لاړم، ټول ماشومان راغلي وو، ځای نه و، د ملا صاحب په ځای کېناستم. دی چې راغی، کلکه څپیړه یې راکړه: — رزیله! بې ادبه! د استاد په ځای مه کېنه، بیا دې درس نه زده کیږي. ډبرې ته ځیر یم، کږې لیکې پکې تیرې دي، کله داسې احساس وکړم لکه په ډبره کې چې سړی وینم، ګرد مخ، کونډۍ ږیره، اوږده پوزه. خو چې سترګې سره کش کړم او په ډبره لاس تېر کړم، بیرته هماغه ساده لیکې وي. د نیا خبره یاد ته راشي: — دلته دې د نیکه اروا ګرځي. په خپل ځان خندا راشي چې سړیه څومره د پخوا زمانې فکرونه وهې، نیا خو دې بې سواده وه، ته خو نه یې. ډبرې ته چې مخ ور واړوم، هماغه کونډۍ ږیرې واله سړی راته پکې ښکاري. په ذهن کې راګرځي، دا ډبره به د کومې زمانې وي؟ څومره انقلابونه به پرې تېر شوي وي، څومره ډېرې بدمرغۍ به یی لیدلې وي، تر اوسه به څنګه پاتې شوې وې. زړه چاودیدونکي اواز ځمکه ولړزوله، لکه چې بیا چیرته چاودنه وشوه، که کومې الوتکې بم واچاوه. باد بیا تېز شو، مخامخ د ګاونډي د کور په پخڅه د ناست تور کارغه بڼکې باد پړسولې دي، زه لکه ډبره غلی، پر خپل ځای پاتې یم. پای
د ښاغلي ځلاند ډېرې کیسې مې نه دې لوستې، د ډبرې تر لوستو وروسته مې وپوښت: ٬٬د ډبرې تیم رانه ورک شو. د نیکه یاد دی، د جنګ ژوند دی، د خرافاتو او نا ثابته شویو دودونو او ګومانونو یادول دي که څه دي؟،، دوی راته وویل:٬٬ ښايي دا ټول وي. ډبره سیمبول دی، په موږ دومره انقلابونه تیر شي خو بیا هم لکه ډبره پر خپل ځای کلک یوو. د دې کیسې په اخر کې له زړه چاودېدونکي اواز وروسته د کارغه ياد هم مهم دی.،،
د دوی دې خبرو فکر ته اړ ایستم چې ولې ما دا ګومان نه و کړی چې ډبره به د سیمبول په بڼه کارېدلې وي. په نړیوالو ادبیاتو کې د ډبرې سمبولونو ته فکر یووړم.
په نړیوالو داستاني ادبیاتو کې ډبره د قوت او مقاومت، د ثبات، د خنډ، د طبعیت، د بدلون او د تاریخي او کلتوري اهمیت د سمبول په توګه کارېدلې. دا چې ولې د ښآغلي ځلاند په کیسه کې راته دغه فکر راپیدا نه شو دلیل یې راته ښکاره و. دوی ته مې هم ولیکل: ٬٬ د کافکا کیسه چې هر ډول وي لوستونکی یې سیمبولیکې ماناوې پسې ګوري، د همینګوې کیسې داسې دي چې لوستونکی پوهېږي ډېرې خبرې نه راته کوي نو خپله یې باید پکې پیدا کړم، نو که لیکوال په سمبولیکو کیسو مشهور نه وي باید سمبولونه یې داسې وي چې که سمبول یې کشف هم نه شي لوستونکی ترې کوم څه واخلي،،
خو سوال دا دی چې که څوک د سمبولیکو کیسو په لیکلو مشهور شوی نه وي او سمبول کاروي څرنګه به پرې پوهېږو؟ یا څرنګه یې په سمبولونو سر خلاصولی شو؟ څو لارې دي.
په دقت لوستل، متن ته لا ډېر پام چې کومې خبرې او کوم تصویرونه ډېر یاد شوي. لیکوال یا لیکوالې کومه خبره داسې یاده کړې چې عادي نه ښکاري. کوم تصویر، کوم شی ، کوم عدد په بیا بیا یاد شوی، په بیا بیا یادېدل سمبولیک اهمیت پیدا کوي. د کیسې مکان، زمان او هغه شیان چې پکې بیا بیا یاد شوي ښایي هغه نخښه وي چې له ظاهري مانا ورهاخوا نورې ماناوې هم ولري. مثلآ که د کابل په څرخي زندان کې پولیګون یادېږي، د هغه زمان یادونه ده چې د خلق او پرچم ګوندونه واکمن وو او دغلته وژنې کېدې.
ځانګړي شیان، رنګونه، مکان ، یوه کلمه یا ان یو متل چې په بیا بیا په کیسه کې تکرار شي لوستونکي ته باید پوښتنه پیدا کړي چې دلیل یې څه دی؟ ایا تر ظاهري مانا ورهاخوا هم بل کوم مطلب ترې اخیستی شي؟ ولې ژېړ ګل یاد شوی، ولې سور نه دی، ولې سور ګلاب یادېږي؟ د دېوال رنګ ولې بیا بیا یادېږي؟
سمبول کاروونکی لیکوال یا لیکواله شاید د کیسې د اصلي موضوع یا تیم د لا ښکارولو لپاره داسې تصویرونه یا داسې شیان یاد کړي چې ورسره مرسته کوي. مثلآ زه په کیسو کې د یوازیتوب یا تنهایۍ له موضوع سره مینه لرم، بنده کړکۍ، تړلې دروازه، وچه شوې ونه، یوازې ولاړ ګل به مې په لوی لاس کارولي وي چې د یوازیتوب سمبولیکې ماناوې شیندي.
په کیسه کې انځوریزه ژبه او د تصویرونو یادونه هم په څېړلو ارزي چې ښایي سمبولیکه مانا ولري. په کیسه کې د بېلا بېلو شیانو تر منځ تړاو هم سمبولیکه مانا شیندلی شي. لکه په یوه کیسه کې د ژېړي مازدیګر، یا لوېدونکی لمر، عمر خوړلي انسان او مړاوي ګل یادول په خپلو کې تړاو پیدا کوي چې د ژوند د پای مانا ترې اخیستی شو.
د کیسې د کرېکټر تکرارېدونکی عمل هم سمبولیکه مانا شیندلی شي. که په کیسه کې نجلۍ په خپلو وېښتو پرله پسې او بیا بیا ګوتې تېروي، که یو کس هر ځای شا شا ته کېږي، په مجلس کې چا ته نه ګوري، د خونې په پای یا کوم کونج کې تل کښیني، دا ټولې نخښې نورې ماناوې لرلی شي.
دغو یادو شویو خبرو ته په پام به اوس د ښاغلي ځلانډ ډبره وارزوو. د ډبرې کیسه په یوه کلي کې پېښه شوې، هوا سړه او د مني وخت دی. د سړې هوا ، د رژېدلو پاڼو او د الوتکو د غږ یادول د ځورونکې فضا ښکارندویي کوي. کیسه څلور کرېکټره لري، راوي په تېر وخت کې ایسار دی او د نیکه خاطرات یې پر زړه اوري. ملا د واک لرونکي او انا د خپلو باورونو د لېږدولو رول لري. مړ نیکه د خاطراتو او لکه ډبره پر ځای د استقامت لرلو رول لري.
د ۴۶۰ کلماتو په دې کیسه کې ډبره له عنوان سره ۱۳ ځله کارېدلې ده. په یوه وړه کیسه کې چې یوه کلمه دومره ډېره وکارېږي او ټوله کیسه هم ترې راګرځي باید د لوستونکي ورپام شي چې له ظاهري مانا ورهاخوا هم کومه سمبولیکه مانا لرلی شي. په کیسه کې ډبره، د نیکه د میراث، یا د ثبات او اوښتي وخت سمبول ده، همدا ډبره راوي ته د خپل نیکه یادونه ور په زړه کوي. سوړ باد او په هوا شوي پلاستیکي کڅوړې د ژوند له واکه وتلي اړخ ته اشاره ده. د الوتکې او چاودنې غږ د جګړې نښه ده او له باد پړسولو بڼکو سره یې تور کارغه د شته خطرونو او د راوي د رواني او ذهني حالت ښکارندوي کوي.