جمعه, نوومبر 14, 2025
Home+کتاب او که د ژوند رښتینی ملګری

کتاب او که د ژوند رښتینی ملګری

لیکوال: ضیاالرحمان ذهین

لړلیک

خلاصه  4

سریزه  5

د کتاب پیژندنه: 6

د کتاب ارزښت او اهمیت: 6

کتاب د علمي پوهي وسیله ده  6

فکري پراختیا 6

د کلتور او تاریخ ساتنه  6

د ټولنیزو اړیکو پیاوړتیا 7

د کتاب لوستلو هدف: 7

د انسان په شخصیت د کتاب اغیز: 7

د نوي پیښو تجربه کول   7

له پرمختګ سره مرسته  7

د ارامي احساس     7

کومي لاري کولاي شي کتاب لوستلو ته مو تشویق کړي؟  7

پایله: 8

ماخذونه: 9

خلاصه

کتاب یو چاپ شوي او ډیجیټل ماده ده، چې د ځانګړو موضوعاتو په اړه او یا هم سیاسي، فرهنګي، آدبي، تاریخي او یا فکري چارو په اړه معلومات، افکار او نظرونه وړاندې کوي. د کتاب ارزښت او اهمیت ته په کتو سره کتاب د انسان د ژوند هغه نمګړي برخه ده، چې بغیر له کتاب څخه په هیڅ صورت سره نه بشپړیږي. کتاب یو داسي وسیله ده چې د انسان په ژوند باندې مثبته اغیزه کوي. د انسان روح او ژوند ته سکون ورکوي. د کتاب لوستلو هدف یوازي د نويو معلوماتو ترلاسه کول نه دي، بلکې د انسان شخصیت جوړونه يې له مهمو اهدافو څخه ګڼل کیږي.

کلیدې ټکې: کتاب، د کتاب اهمیت او هدف، د انسان په شخصیت اغیز

سریزه

کتابونه د انسان د پرمختګ او فرهنګي ودې لپاره اړین دي. کتاب یوازي د علم او پوهي سرچینه نه ده، بلکي د تفریح، آرام او فکري وړتیا لپاره  هم کارول کیږي، او د بیلابیلو موضوعاتو په اړه وي. لکه دیني، فرهنګي، تاریخي، داستانې او داسي نور…

کتابونه د انسان په ژوند کې ډیر ارزښت او اهمیت لري. کتاب په وسیله د انسان په علم او پوهه کې زیاتوالي راځي، سربیره پر دې کتابونه د تفریح او سرګرمي لپاره تر ټولو مهمه او موثره منبع ده، چې کولاي شي په یو وخت کې د انسان لپاره هم د تفریح زمینه مساعده کړي، او هم يې په علم او پوهي کې زیاتوالي راولي. هر انسان په دې مکلف ده چې د کتاب له مطالعي سره ځان عادت کړي، تر څو ژوند په یوه بهترینه طریقه سره پر مخ یوسي.

په دغه لنډه څېړنه کې د کتاب اړوند عمومي معلومات وړاندې شوي، سربیره پر دې د کتاب لوستلو هدف، د کتاب اهمیت او ارزښت، د انسان په شخصیت د کتاب اغیز او همدارنګه په هغو لارو چارو  بحث شوي، چې څنګه کولاي شو له کتاب او مطالعي سره ځان عادت کړو؟

ضیاءالرحمن ذهین

۱۴۰۳ ه ش

د کتاب پیژندنه:

کتاب یو چاپ شوي او ډیجیټل ماده ده چې د ځانګړو موضوعاتو په اړه او یا هم سیاسي، فرهنګي، آدبي، تاریخي او یا فکري چارو په اړه معلومات، افکار او نظرونه وړاندې کوي.

کتاب په ګڼو برخو ویشل کیږي. لکه آدبیات، فلسفه، دیني او داسي نور چې په هر برخه کې د هغي موضوع اړوند معلومات او محتوا توضیح او تشریح کیږي. د کتابونو حجم ثابت نه دي، موضوع ته کتو سره د کتاب حجم تعین کیږي، که چیري یو موضوع ډیره پراخه وي نو دا طبعي ده چې دکتاب حجم به هم لوي وي.

کتاب په ظاهري بڼه د سپینو پاڼو هغه مجموعه ده، چې په تورو ټکو پوښل شوي وي، خو که معنویت ته يې وکتل شي او په ریښتنې ډول درک شي، نو بیا کتاب د انسان د ژوند هغه پایه ده، چې بې له دې د انسان ژوند نمګړي او بې هدفه وي. کتاب د ژوند په سرګردانیو کې هغه ملګری ده، چې بیغیر له کوم لګښت داسي مشوري او لارښوني درکوي، چې په هغه سره انسان د دونیا او اخرت نیکمرغۍ ته رسیږي.

د کتاب ارزښت او اهمیت:

کتاب د ټولني په بیلابیلو برخو کې ژور اغیز لري، کتاب د علم پوهي، فرهنګ، تاریخ، هنر او ټولنیزي پراختیا وسیله ده، چې د افرادو به ذهني او فکري وده کې خورا مهم رول لوبوي.کتاب د انسان د ژوند په دورانونو کې دومر ارزښت او اهمیت لري، چې څوک نشي کولاي د قلم په څوکه يې بیان کړي، خو بیا هم مونږ دلته ځیني ځانګړو برخوته په لنډ ډول اشاره کوو.

کتاب د علمي پوهي وسیله ده

کتابونه د نړۍ د ټولو علومو، نظریاتو او مفاهمو یوه مهمه سرچینه ده، چې وسیله يې مونږ کولاي شو د پوهانو تجربو،کړنو او لاسته راوړنو څخه خبر سو، او هغه په خپله ګټه وکار وو.

همدارنګه د کتاب په وسیله مونږ کولاي سو په دین، ساینس، فرهنګ، آدب، فلسفي او داسي نورو موضوعاتو کې پوهه ترلاسه کړو. که چیري کتاب نه واي نو مونږ به څنګه د تیرو پوهانو له تجربو څخه استفاده کوله؟ که په لنډو ټکو کې ووایم. څنګه به مو د ژوند ستونزي حل کولي؟

فکري پراختیا

کتابونه د لوستونکو ‌ذهن ته نوي افکار او نظریات وړاندې کوي. کتاب لوستل د انسان ذهن پراخوي، او په یو موضوع باندې د تفصل کولو جرآت ورکوي. که چیري څوک مطالعه ولري نو هغه کولاي شي چې په یو ځای یا مجلس کې په یوه موضوع باندې په ډاډه زړه خبري وکړي، او که چیري بر عکس وي نو بیا نشي کولاي چې موضوع درک اوعمق ته يې ځان ورسوي.

د کلتور او تاریخ ساتنه

کتابونه هغه څه دي چې زمونږ تیر تاریخ او کلتور يې په خپله پراخه غیږ کې ساتلي، او هر وخت چې مونږ وغواړو د خپل تیر تاریخ او کلتور په اړه معلومات ورڅخه اخستلي سو. تاسي فکر وکړي که چیري کتاب نه وايې نو مونږ د خپل نبي کریمﷺ له مبارک سیرت څخه څنګه خبر شوي واي؟ که چیري کتاب نه واي نو مونږ به د تیرو ټولنو او حکومتونو له دودونو او رواجونو څخه څنګه خبر شوي واي؟ همدارنګه که چیري کتاب نه واي نو مونږ به خپلي تجربي له راتلونکي نسل سره څنګه شریکوالي؟ نو بناً ددغو ټولو وسیله یوازي او یوازي کتاب دي. کتاب کولاي شي زمونږ نمګړي ژوند پوره او له خوښیو ډک کړي.

د ټولنیزو اړیکو پیاوړتیا

کتابونه د افرادو ترمنځ د افکارو او نظریاتو تبادله اسانه کوي، ځګه کله چې یو کس د بل کس کتاب لولي د هغه له افکار او نظریاتو څخه خبریږي، چې دیته یو ډول اړیکه ویل کیږي. او بله دا چې کتاب د افرادو ترمنځ داسي صمیمانه فضا رامنځته کوي، چې د اړیکو دټنګولو لپاره له هر اړخ څخه جوړه او مناسبه وي.

د کتاب لوستلو هدف:

کتاب لوستل د انسان په فکري، ذهني او روحاني  وده کې خورا مهم رول لري. دکتاب لوستلو هدف یوازي د نوي معلوماتو ترلاسه کول نه دي، بلکی د فرد په شخصیت جوړونه، د ټولنیزو ستونزو حل، د نوي نړۍ او د هغو د پر مختګونو او تجربو په اړه د ژوري پوهي ترلاسه کولو یوه مهمه وسیله ده. لکه څنګه مو چې مخکي وویل کتاب د انسان ذهن ته پراختیا ورکوي، د انسان د لغاتونو پانګه بډایه کوي. د انسان خبري او الفاظ د معیار په کچه وي. خو تر ټولو مهم هدف يې د اخلاقو بدلون دي، ځکه کتاب یوه داسي وسیله ده چې د انسان د اخلاقو په بدلولو او جوړولو کې ژور او هر اړخیز رول لري.

د انسان په شخصیت د کتاب اغیز:

 کتا ب هغه وسیله ده چې د انسان په شخصیت باندې مثبته اغیزه کوي. که وکتل شي نوري وسیلي چې څومره د انسان په شخصیت مثبته اغیزه کوي، هغومره تر شا منفي اغیزې په خپل ځاي پریږدي، چې ښه مثال يې په اوس وخت کې فسبوک، ټکټاک او نوري وسیلي دي. کتاب داسي وسیله ده چې د انسان شخصیت دکمال تر لوړو درجو رسوي، هم د انسان ظاهر او هم باطن ښکلي کوي. د انسان قدر لوړوي انسان په خپل ځان ډاډ او باور ترلاسه کوي. دلته ځینو نقطو ته په لنډ ډول اشاره کوو.

د نوي پیښو تجربه کول

کتاب په وسیله سره مونږ کولاي شو له نویو پیښو او تجربو څخه خبر سو، او په اړه يې بشپړ معلومات ترلاسه کړو.

له پرمختګ سره مرسته

کتاب کولاي شي انسان د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسوي، ځکه د بل پرمختللي انسان تجربي لولي د هغه له افکارو او نظریاتو څخه مستفید کیږي، او هڅه کوي د هغه په بڼه ځان جوړ کړي.

د ارامي احساس

دکتاب مطالعه د انسان ژوند او روح ته سکون ورکوي. په سختو حالاتو کې ورسره مرسته کوي. هیڅکله دې یوازي نه پریږدي. هر درد درسره زخمي او هري اوښکي ته دې ډیر په صبر انتظار کوي. نو تاسي فکر وکړي چې له داسي یو ملګري سره د انسان ژوند او روح سکون نه پیدا کوي.

کومي لاري کولاي شي کتاب لوستلو ته مو تشویق کړي؟

په دې برخه کې ډیري لاري چاري وړاندې شوي دي، چې کولاي شي کتاب لوستلو ته مو تشویق کړي، او په دې برخه مې موثر هم تمامیږي. خو زه وایم تر ټولو هغه لار بهتره ده چې انسان يې په خپله د ځان لپاره ټاکي، او وخت په وخت ورنه استفاده کوي، تر څو د کتاب لوستلو سره عادي شي.

بله داچي په لومړیو وختونو کې انسان باید د خپلي خوښي او علاقي وړ موضوعات انتخاب کړي. تر څو د مطالعه په جریان کې یې زړه تنګ او ستړي نشي. ځکه که چیرې د خوښي موضوع نه وي نو دا طبعي خبره ده چې انسان خسته کیږي. ناولونه او یاهم داستاني ادبیاتو ته پاملرنه هم کولاي شي په دې برخه کې موثر تمام شي ځکه داستان یو ډول تلوسه له ځانه سره لري. کله چې لوستونکی په خپله تلوسه کې ورسره واخلي نو بیا وخت ته پام نه وي، چې څنګه تیریږي کله يې پام شي زیات وخت مطالعه يې کړي وي، نو په دې ډول کولاي شي چې مطالعي سره عادت شي.

پایله:

په پایله کې داسي ویلاي سو چې بغیر له کتاب څخه د انسان ژوند نمګړي او بي هدفه دي. ځکه کتاب د انسان په شخصیت جوړونه کې ډیر مهم او هر اړخیز رول لري. چې تر بل هري وسیلي زیات او اغیزمن دي. د کتاب په وسیله انسان د معیار تر کچي رسیږي. خبري يې وزن او ارزښت پيدا کوي. په ځان ډاډ ترلاسه کوي. کولاي شي په هر مجلس کې د یو موضوع په اړه بحث او معلومات وړاندې کړي.

ماخذونه:

  • امانی، غفور، (1376) اهمیت کتاب و کتابخوانی و تاسر مطالعه د روند تکامل جامعه، تحقیقات اطلاع رسانی وکتاب خانهای عمومی زمستان
  • شاروخ، افشارنیا، (1353) کتاب در زندګي من، هنری (میلر) نامه انجمن کتابداران، ایران دور هفتم، بهار
  • حسن، انصاریان، (1388)، ارزش کتاب و کتابخوانی. دارالعرفان، قم ایران
  • https//taaghche.com.blog…
  • https//uniketab.com.blog…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) ‏د بالیووډ پېژندل شوي ستوري، درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه...