یکشنبه, دسمبر 7, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان بانک او د ایران د مرکزي بانک ترمنځ د همکاریو...

د افغانستان بانک او د ایران د مرکزي بانک ترمنځ د همکاریو یادښت لالیک شو

تاند (پنجشنبه، د کب، حوت ۲ مه) د ایران او د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ريیسانو د بانکي او مالي همکارۍ د پراختیا لپاره یو تفاهم (MoU) لاسلیک کړ.

د ایران د مهر نیمه دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د مرکزي بانک رئیس محمدرضا فرزین او د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک سرپرست رئیس نور احمد آغا د پنجشنبې په ورځ د روسیې په سینټ پیټرزبورګ کې سره وکتل او د پولي او بانکي اړیکو د پراخولو او پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.

په دې ناسته کې، دواړو لورو د دوه‌اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د زیاتېدو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د پولي او بانکي همکارۍ پراختیا د اقتصادي تبادلو د پیاوړتیا او ودې لپاره په کاري اجنډا کې شامله ده.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته ایران د افغانستان په مهم سوداګري شریک بدل شوی دی او اوس افغانستان تر ټولو ډېر واردات له ایران څخه کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب