تاند (پنجشنبه، د کب/ حوت ۲ مه) د طالبانو حکومت نن (پنجشنبې) وویل چې افغانستان د روم اساسنامې ته ژمن نه دی او هغه ورته هیڅ قانوني اعتبار نه لري او دغه راز، د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) ته هېڅ قانوني مکلفیت نه لري.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې تېره میاشت د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) څارنوال کریم خان د طالبانو د مشر شیخ هبتالله اخوندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو لپاره د دوو حکمونو د صادرېدو غوښتنه وکړه.
خو د طالبانو ادارې دا اقدام رد کړ او هغه یې سیاسي هڅه وبلله.
د روم اساسنامه څه ده؟
د روم اساسنامه د ۱۹۹۸ کال یوه نړیواله هوکړه ده چې د جرمونو نړیواله محکمه (ICC) یې تأسیس کړه. شاوخوا ۱۲۵ هېوادونه د دې اساسنامې غړي دي.
وروسته له هغې چې په ۲۰۰۱ کال کې بهرنیو ځواکونو پر افغانستان یرغل وکړ، د لویدیځ له ملاتړه برخمنې ادارې په ۲۰۰۳ کال کې د روم له اساسنامې سره پیوستون اعلان کړ.
د طالبانو غبرګون
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر X (پخواني ټویټر) په یوه پوسټ کې ولیکل:
«په ګڼو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان کې، میلیونونه بېګناه ملکي وګړي، په تېره ښځې او ماشومان، د ظلم او تاوتریخوالي قرباني شوي دي. خو دې ‘محکمې’ د دې سترو ظلمونو د حل لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.»
د کریم خان دفتر ادعا کړې چې معقول دلایل شته چې اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د “جنسیت پر اساس د ځورونې او جرمونو مسوولیت لري. دا دفتر وايي چې طالبان د افغان نجونو او ښځو د ځورونې له امله احتمالي جنایي مسوولیت لري.
د فطرت انتقادونه
خو فطرت دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې د جرمونو نړیوالې محکمې د اشغالګرو ځواکونو او د هغوی د متحدانو له لوري د افغانستان د جګړې پر مهال د جنګي جرمونو په اړه هېڅ اقدام نه دی کړی.
«په دې جنایتونو کې د کلیو، ښوونیزو مرکزونو، جوماتونو، روغتونونو او د واده د مراسمو بمباري شامله ده. زرګونه ښځې، ماشومان، سپین ږیري، آن بندیان شهیدان شوي، خو دې ‘محکمې’ نه تحقیقات پیل کړل او نه یې د دغو ظلمونو د مخنیوي هڅه وکړه.»
فطرت دا هم وویل چې د نړۍ ډېری زبرځواکونه د دې “محکمې” غړي نه دي، په ځانګړي ډول امریکا، چې د ۲۰۰۱ کال د یرغل مشري یې کوله.
دی همداراز وايي: «افغانستان، چې تل د بهرني اشغال او استعماري ظلم قرباني شوی، باید د دې محکمې صلاحیتونو ته تابع نه وي.»
قانون د حاکمې طبقې اراده افاده کوي . که ملایان وغواړي او که ونه غواړي ، کوم کسان چې د جرایمو نړیوالې محکمې تر تعقیب لاندې وي ، په آرامه خوب نه شي کولای. که ستاسو دا مخپټې سیاسره اخوندزادګۍ کومه ورځ نړیوالو پولیسو ته په لاس ورغله ، ان شاءالله چې د افغانستان مظلومو خلکو ښېرا به ورته قبولې او عمري حبس ورته اعلان کړي .
چراغ ظالم تا روز قیامت نسوزد
ګرشبې سوزد ، شبی دیګر نسوزد
د افغانستان خلکو ته کورني قاتلین لکه خونخور دوستم ، مسعود ، محقق ، علي پور ، یاسین ضیا ، ملاخډل او بدل ټول یو دي .
که په دې دنیا یې جزا ونه لیدله ، ان شاء الله د قیامت ورځې جزا ته د منتظر وي .